د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې ښځې یوټیوب چینلونو کې له فعالیته منع کړې، د دوه ښځینه اداکارانو د محرومیت او په کور کېناستو کیسه

10 اپریل 2026
طالبانو هرات کې ښځې یوټیوب چینلونو کې له فعالیته منع کړې، د دوه ښځینه اداکارانو د محرومیت او په کور کېناستو کیسه

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

غزال محمدي

هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او اطلاعاتو او کلتور ادارو، د سه شنبې وري ۱۱ مې په ورځ د یوټیوب چینلونو له مدیرانو سره په ناسته کې، په طنزي پروګرامونو کې د ښځو شتون منع کړی دی.

د یوې خبرې سرچینې له قوله، طالبانو امر ورکړی: «د ښځو غږ باید نامحرمه وانوري او په طزي پروګرامونو کې د ښځو د شتون په صورت کې به، له سرغړونکو سره جدي چلند وشي.»

د طالبانو دا نوی بندیز د سوسن*، په څېر مېرمنو لپاره د یوه خوب پای ته رسېدل وو. سوسن ویلي: «خدای شاهد دی، چې هره ورځ به له کور تر کار ځایه پلې تلم، ان تنخوا مې نه درلوده او یوازې د هغه لېوالتیا له امله، چې درلوده مې، د پروګرام د ثبتولو لپاره تلم، خو هغه هم [طالبان] هغه ښځې چې اداکاري کوي، فاحشې بولي او تېره اوونۍ د سه شنبې په ورځ یې خپله وروستۍ پرېکړه واوروله.»

سوسن تر دې وړاندې، په یوه یوټیوب چینل کې چې د ټولنیز طنز منځپاڼګې یې خپرولې، اداکاري کوله، خو لږ تر لږه ۹ ورځې کېږي، اجازه نه لري، چې خپل کاري دفتر ته لاړه شي.

د طالبانو دا خبرداری د هغو ښځو لپاره، چې له دې مخکې هم د دوی د محدودیتونو تر فشارونو لاندې یې کار کاوه، د کار پای ته رسېدو په مانا دی. رخشانې رسنۍ ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، هرات کې کم تر کمه اته ښځې یوټیوب چینل کې د طنز پروګرامونو د تولید برخه کې فعالې وې، چې د طالبانو د امربالمعروف په امر له کاره بې کاره شوې او پر کور کېناستې.

د سوسن په وینا، له دې مخکې هم ښځینه اداکارانې اړ وې، چې د پروګرام ترسراوي پر مهال ماسک واچوي، خو اوس لږ تر لږه له هغوی حضور هم اخیستل شوی دی.

هغه وايي: «د پروګرام ثبتولو پر مهال تر ټولو لوی خنډ همدا ماسک و، چې پر مخ به مې را اچاوه او په راحتۍ سره مې نه شوای کولی خپل اکټ وکړم، ځکه طالبانو دا بندیز هم لګولی، چې د ښځې مخ باید ښکاره نه شي.»

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې، په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو لپاره د ماسک اچول اجباري کړل، هغه اقدام چې د بشري حقونو فعالان د ښځو لپاره سپکاوی او د هغوی له منځه وړل بولي.

سوسن چې دې وضعیت ته له رسېدو په ژوره توګه کړېږي وايي، د طالبانو دا پرېکړه، چې د هغې په څېر ښځې په یوټیوب کې د طنزي خپرونو څخه بندې کړې، د ژوند لپاره یو لوی ګوزار وو. «زموږ لویه ستونزه دا ده، چې ښځې یو. [طالبان وايي] ښځې دې آزاد ژوند نه کوي، خپلواکه ښځې دې کار و بار نه کوي، ښځې دې آزاده مسافري نه کوي او اوس هم په تیاتر کې د یوې خپلواکه ښځې په توګه کار مه کوۍ. که دا دوام وکړي، نو ټولو کارونو ته به د ښځو لېوالتیا له منځه لاړه شي.»

سوسن له ماشومتوبه د ادارکارۍ خوبونه په سر کې درلودل، خو جرآت یې نه شوای کولی چې دې هنر ته مخه کړي، ځکه د هرات په شان خورا سخته دودیزه او محافظه کاره ټولنه کې، دې لارې ته ننوتل آسانه نه وو. «کله چې لومړۍ خپرونه خپره شوه، له همغه پیله په ما پسې خبرې کېدلې.»

سوسن د طالبانو د واکمنۍ په دویمه دوره کې او په ښځو باندې د محدودیتونو زیاتېدو سره پرېکړه وکړه، چې زړور عمل وکړي، کابو دوه نیم کاله مخکې د یوه طنزي چینل د یوه مدیر په بلنه، د اماتور په ډول د تیاتر برخه کې کار پیل کړ او په تجربې سره یې زده کړل.

سوسن ویلي: «څومره چې خنډونه زیات شول، زه لا زیاته د ستونزې خوا ته لاړم او مسلکي کار مې وکړ. غوښتل مې غښتلې مخ ته لاړه شم، تر څو نړۍ ته وښیم، چې افغان ښځې کمزورې نه دي او په هر ډول شرایطو کې کولی شي فعالیت وکړي.»

هغه ډله چې سوسن ورسره په کار لګیا وه، په اوونۍ کې یې په منځنۍ کچه له څلورو تر پنځو طنزي سریالونه ثبتول او په هغه یوټیوب چینل کې، چې سل زره څاروونکي لري، خپرول. «کیسې په کورنیو او هغو ستونزو راټولې وې، چې زموږ خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.»

د طالبانو نوی محدودیت له یوې خوا، منفي کمنټونه، نېش لرونکې خبرې او پر واټونو د تېرېدونکو بد کاته له بل لوري په دې لار کې د سوسن د ژوند یو له ترخو تجربو څخه دي. «ځینې په تیاتر کې زما له کار سره مخالف دي او ځینې دوستان چې پوهېږي، هنر او هنرمند څه دی، ما هڅوي او د دې سبب کېږي، چې زه لا پرمختګ وکړم.»

مریم* هرات کې د تیاتر یوه بله اداکاره ده، هغه څلور کاله وړاندې د خپلې لوالتیا په خاطر د تیاتر هنر ته مخه کړې او دې برخې ته داخله شوې ده.

د دې ښځې لپاره اداکاري یوازې د یوه رول لوبول نه دي، بلکې د هغو واقعیتونو د بیانولو لپاره یوه لار ده، چې په ټولنه کې ډېر کم ترې ویل کېږي. په دې سره د خلکو له خوا د قضاوتونو وېره د دې سبب شوې، چې د یوه رول تر سره کولو پر وخت تل وېره او اندېښنه ولري.

مریم و ویل: «تل دا وېره راسره وي، چې اوس مو څوک ممانعت ونه کړي یا هم نیوکه ونه کړي، چې مثلآ که کوم منفي رول ولرم، په زړه کې مې دا وېره وي، چې له خپرېدو وروسته به څه کېږي او څه نیوکې به راباندې کېږي. زما موخه پیغام رسول دي، خو هغوی بل ډول لید لري.»

په دې اړه نور ولولئ...

بادغیس کې یوه ښځه د خپل زوی په غیر قصدي ډزو وژل شوې

د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې

کورني محدودیتونه، ټولنیزې ستونزې او د طالبانو له خوا په ښځو لګول شوي بندیزونه، هغه خنډونه دي، چې مریم ورسره لاس او ګرېوان ده، هغه وايي، دې محدودیتونو ورځ تر بلې د دې او نورو ښځینه اداکارانو لپاره کړۍ تنګه کړې ده. «دا مهال هېڅ یوه ښځه خپلواکه نه ده، چې د خپلې لېوالتیا سره سم کار وکولی شي او ځینې کسان چې موږ وینې، ډېر بد چلند لري چې ګورۍ دا په فلم کې کار کوي، څومره بده ده.»

هرات کې ځینو یوټیوب چینلونو ته په کتو ښيي، چې اوس نارینه د ښځو په جامو او د خپلو غږونو په بدلولو سره د ښځو رول لوبوي.

د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته د دوی د امربالمعروف وزارت په خپلو لومړنیو ګامونو کې، رسنیو ته امر وکړ، چې د هغه سریالونو له خپرولو ډډه وکړي، چې ښځو په کې رول لوبولی دی. د نجونو د هنر په زده کړه بندیز، مخکې له دې چې په افغانستان کې د ښځو پر مخ پوهنتونونه وتړل شي، په سینما کې د ښځو د شتون په وړاندې د مخالفت لپاره د دې ډلې بل اقدام وو.

طالبان تر دې هم مخکې لاړل، دې ډلې په رسنیو کې د «ساه کښو» انځور خپرول هم بند کړل. هغه کار چې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې هم عملي کړی وو.

دې ټولو محدودیتونو ښځینه هنرمندانې اړ کړي، چې هېواد پرېږدي یا په کور کېني.

په یوټیوب چینلونو کې د ښځو په شتون بندیز نېږدې یو تازه اقدام دی، چې د اداکارۍ په هنري برخه کې د ښځو شتون لا محدودوي.

فاطمه حسیني، چې د هرات د تیاتر برخه کې یوه له مشهورو مېرمنو ده او د خپل ژوند له یوې لسیزې زیات وخت یې د تمثیل هنر ته بښلی، د اګست ۲۰ مه د پنشنبې په ورځ په خپل شخصي انسټاګرام پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره د خپلې اداکارۍ د پای خبر ورکړ.

مېرمن حسیني ویلي دي: «زه نور کار نه کوم. ښايي نارینه کار وکړي، خو ښځې نور د کار اجازه نه لري… له اختر وروسته زه په کور ناسته یم او د خپل کور کارونه کوم.»

نوموړې د خپلو خبرو یوه بله برخه کې نغوته کوي، چې د ځينو کسانو راپور ورکول، د اداکارۍ برخه کې د ښځو د فعالیت د بندېدو سبب شوي دي.

خو مشخصه کړې یې نه ده، چې موخه یې کوم کسان دي. هغې ویلي: «ځینې کسان شته، چې په غلطو خبرو او کارونو سره د نورو ژوند خرابوي او هغه مسلمانانو ته، چې د ژوند ګټلو لپاره مبارزه کوي، اجازه نه ورکوي، چې خپل کار ته دوام ورکړي.»

یادونه: په دې * نښې سره نومونه د هغوی د خوندیتوب په خاطر مستعار راوړل شوي او ځینې جزیات هم لرې کړای شوي دي.

اړوندې لیکنې

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده
خبر

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده

13 مې 2026
د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»
دسته‌بندی نشده

د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»

13 مې 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي
خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

12 مې 2026
د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله
دسته‌بندی نشده

د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله

12 مې 2026
یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري
خبر

یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري

11 مې 2026
طالبان: هېواد کې په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو له نیمايي زیاتې ښځې دي
خبر

طالبان: هېواد کې په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو له نیمايي زیاتې ښځې دي

9 مې 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه