د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ذکیه احمد، هغه نجلۍ چې غواړي اورست څوکه د افغان نجونو په نوم فتحه کړي

14 اپریل 2026
ذکیه احمد، هغه نجلۍ چې غواړي اورست څوکه د افغان نجونو په نوم فتحه کړي

ذکیه احمد/ عکس‌ها: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

آزاده تران

ذکیه احمد کابو درې کاله کېږي، چې په رسمي ډول د غر ختلو مسلک ته داخله شوې ده. هغې اوس خپله ټوله موخه د نړۍ تر ټولو لوړې اورست څوکې فتحه کول ټاکلي دي.

د غر ختلو نړۍ ته د هغې ننوتل یوازې د ذکیې له شخصي لېوالتیا سرچینه نه اخلي. د هغې په وینا، غواړي اورست د افغان نجونو په نوم فتحه کړي. «ټول فکر کوي، چې افغان نجونې کمزورې دي. خو زه دا ثابتوم، چې افغان نجونې او ښځې د هر کار وړتیا لري.»

ذکیه د غره ختلو پر مهال هر ځای چې دمه کوي، د افغان نجونو برخلیک ته فکر وړې وي. هغه ځای چې د دې په وینا، طالبانو په کې د افغان نجونو برخلیک په ځنځیر تړلی دی.

د طالبانو په کابو پنځه کلنه واکمنۍ کې دې ډلې پر افغان ښځو او نجونو لسګونه محدودیتونه لګولي دي. د بشري حقونو فعالان وايي، هغه څه چې پر افغان ښځو تېرېږي، ښکاره جنسیتي توپیر دی.

۳۱ کلنه ذکیه د افغانستان غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. د هند نویډا ایالت په نړیوال پوهنتون کې یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې زده کړې کړې او د ماسټرۍ سند یې تر لاسه کړی دی.

ذکیه وايي، د غر ختلو کیسه یې ښايي له بل هر چا څخه توپیر ولري. هغه په ۱۴ کلنۍ کې د کورنۍ تر فشار لاندې راغله، چې ښوونځی پرېږدي او واده وکړي. «هره ورځ به مو کور ته مرکه کوونکي راتلل او ما تر ډېر فشار او ناهیلۍ لاندې د ژوند په اړه فکر کاوه. یوازنی ځای چې زما لپاره خوندي وو، غر وو. ما هم له واده د تېښتې په پار یوه غره ته چې زموږ کور ته نېږدې او ۴۰۰ متره لوړ وو پناه وړله، په کمرونو کېناستم او د ښوونځي کتابونه او ناول مې لوست.»

یو ناول چې ذکیې له واده د تېښتې او په غره کې د ورځو تېرولو لپاره ولوست، د ویکتور هوکو مشهور ناول (بینوایان) وو. «زما د سختو ورځو پناه ځای غر او کتاب شوی وو. که څه هم هغه مهال مې د غر ختلو په نوم ورزش نه پېژندا، خو په غره کې د پاتې کېدو لېوالتیا مې په سر کې درلوده.»

له طالبانو مخکې یوې څېړنې ښودلې، چې ۶۰ سلنه افغان نجونو له پنځلس کلنۍ مخکې زده کړې پرېښې دي. دا څېړنه، چې د ښځو او ماشومانو د حقونو تحقیقاتي بنسټ له خوا تر سره وې، د نجونو د زده کړو پرېښودلو د لاملونو په اړه یې ویلي وو، چې د دې نجونو د ۶۴ سلنې لپاره، د ښوونځي پرېښودو پرېکړه د کورنۍ د نارینه وو له خوا شوې ده.

خو ذکیه تسلیم نه شوه او په کال ۱۳۹۰ کې د غزني د جاغوري ولسوالۍ د «سنګماشه» سیمې په شهدا لېسه کې ښوونځی پای ته ورساوه. یو کال یې کابل پوهنتون کې ژورنالېزم ولوست او په کال ۱۳۹۲ کې د تحصیل لپاره هند ته ولاړه.

غر ختوونکې نجلۍ

هند ته تګ ذکیې ته لا زیات فرصت ورکړ، چې په زړه کې د شته هیلې په لور عملي ګام پورته کړي. هغې ویلي دي، کله چې یې په «نویډا نړیواال» پوهنتون کې ماسټري کوله، د غر ختلو تمرین ته یې مخه کړه.

له دې وخت وروسته، هغه خپل ځان تر ډېره یوه غر ختوونکې نجلۍ بولي. هغې په خپله لومړۍ رسمي تجربه کې، د هند هېواد شمال لور ته د «ناندا دوی (Nanda Devi) غره څوکه، چې اووه زره او ۸۱۶ متره لوړوالی لري، فتحه کړه.

بل لور  په ۲۰۱۷ میلادي کال کې، چې ذکیه د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره افغانستان ته راغلې وه، بدخشان ولایت کې د نوشاخ څوکه له کومي رسمي ریکارډ پرته په خپلواکه توګه فتحه کړه.

«نوشاخ» د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه ده. دا څوکه د «بدخشان» ولایت د «واخان» ولسوالۍ کې ده، چې ۷ زره او ۴۰۲ متره د سمندر له کچې پورته ده.

د ذکیې لپاره د کورنۍ له ملاتړ پرته دې څوکې ته ختل او تمرین آسانه نه وو. هغې ویلي دي، ان تر نن ورځې چې غواړي د لومړنۍ افغان مېرمنې په توګه د اورست څوکې ته وخېږي، ملاتړ یې نه دی شوی.

ذکیې د زده کړې په وخت کې د شپې کار کاوه، د ورځې یې پوهنتون لوست او د اوونۍ په پای کې به یې غر ختلو ته مخه کوله. «ما د شپې له ۸ د سهار تر ۴ پورې د بیمې په یوه شرکت کې کار کاوه او ګټه مې یوازې ۱۲ زره هندي کلدارې وه، او همدارنګه مې افغانستان کې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ هم ترې کاوه. له دې وضعیت سره سره مې خپل هدف هېر نه کړ، هغه کمې پیسې مې چې درلودې، د غر ختلو وسایل مې پرې اخیستل. که څه هم د دې وسایلو بیه ډېره لوړه وه، ما له ډوډۍ او جامو پیسې سپمولې او د خپل هدف په لار مې لګولې.»

ذکیې ته د شاوخوا کسانو سپارښتنه دا وه، چې د غر ختلو پر ځای آشپزي زده کړي او دا یې ډېر په درد خوري. «خو ما تل په ځان سختۍ ګاللې او مقاومت مې کاوه.»

په ۱۴۰۱ کال په افغانستان کې پاڼه واوښته، پخوانی حکومت وپاشل شو او طالبان واکمن شول. هغه ډله چې له لومړي سره یې ښځې ځپوونکي سیاستونه په مخه کړې دي.

په دې وخت کې ذکیه لا هم هند کې وه او د ښځو د پیاوړتیا په اړه یې زده کړه او څېړنه کوله، هغې نه غوښتل، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند وکړي.

ذکیه له خپلې کورنۍ سره یو ځای په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د پناه غوښتونکې په توکه، استرالیا ته کډه وکړه. د افغانستا وضعیت، کډوالۍ، د شخصي ژوند ننګونو او د ورور ځان وژنې یې د ذکیې د ژوند ورځې سختې کړې. هغې ویلي دي، لږ تر لږه یو کال د د سخت ژورخفګان سره لاس او ګرېوان وم.

د ۲۰۲۴ میلادي کال په پیل کې ذکیه د دې لپاره، چې د خفګان له حالته راووځي، بیا یې د غر ختلو تمرین ته مخه کړه. د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړیو ورځو کې یې د استرالیا په سېدني ښار کې د هاربر بندر پول ( Sydney Harbour Bridge) فتحه کړ.

دا پول د اوبو له سطحې ۱۳۴ متره لوړوالی لري. «له یوه کال خفګان وروسته، کله چې د سېدني برج ته وختم او فتحه مې کړ. د آزادۍ احساس مې کاوه او افغان ښځې مې یاد ته راغلې، چې هغوی خپله خپلواکي له لاسه ورکړې او د هېڅ شي د ټاکلو حق نه لري. هلته مې له ځان سره ژمنه وکړه، چې له فرصته په ګټنې باید د ځان او افغان ښځو لپاره ویاړونه تر لاسه کړم.»

ذکیه وايي، له دې وروسته یې د غر ختوونکو په یوه ډله کې په مسلکي توګه تمرینونه پیل کړل او همدارنګه یې په استرالیا کې د غر ختلو له یوه خصوصي شرکت سره د نړۍ په ګوټ کوټ کې د غر ختلو سفرونو لپاره تړون لاسلیک کړ.

د اورست څوکې فتحه کولو لپاره چمتوالی

ذکیه له شپږ میاشتې سخت تمرین وروسته په کال ۲۰۲۴ کې وتوانېده، چې فرانسه او لوېدیځه اورپا کې یو له لوړو څوک «مون بلان، (Mont Blanc) ته وخېږي.

د مون بلان څوکه په لوېدیځه اروپا کې د آلپ غرونو یوه تر ټولو لوړه څوکه ده. دا څوکه ۴ زره او اته سوه اته متره لوړوالی لري، د فرانسې او آیټالیا په پوله پرته ده او دا چې تل په واورو پوښلې وي، د «سپین غره» په نوم یادېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

«بې حجاب: د طالبانو په وړاندې یوه خپلواکه ښځه» کتاب، د تاوتریخوالي له ایرو د رنځ او راپورته کېدو کیسه

ډیلي مېل: طالبانو یوه ښځینه نظامي زنداني او په وحشتناکه ډول ربړولې

د ذکیې په وینا، د «مون بلان» څوکه یې د ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې له دوه اونیو ختلو وروسته فتحه کړې ده.

همدارنګه هغې له یوه کال سخت تمرین وروسته د ۲۰۲۶ میلادي کال په پیل کې د استرالیا تر ټولو لوړ غره، چې د کشیشکو (Mount Kosciuszko) په نوم یادېږي او ۲ زره او دوه سوه شل متره لوړوالی لري وخته.

د سږ کال د مارچ په ۲۸ مه، له ۹ ورځو غر ختلو وروسته یې، په نیپال هېواد کې د «مراپیک» (Mera Peak) غره ته وخته، د مراپیک غره له فتحه کولو ورسته د ذکیې هدف د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه (اورست) ده.

ذکیې رخشانې رسنۍ ته و ویل، چې د «اورست» څوکې ختو ته بشپړ چمتوالی لري او غواړي نړۍ ته وښيي، چې افغان ښځې د نړۍ د تر ټولو لوړو او سختو لارو فتحه کولو وړتیا لري.

که ذکیه د اورست څوکې ته وخېږي، نو لومړۍ افغان ښځه به وي، چې داسې یو کار تر سره کوي.

اورست د ځمکې تر ټولو لوړه څوکه ده. دې څوکې ته ختل آسانه کار نه دی. تر اوسه ګڼ شمېر غر ختوونکو په دې لار کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ذکیه وايي، د دې لپاره چې وتوانېږي اورست څوکې ته وخېږي، ۲۰۲۵ کال یې په دوامداره توګه تمرین کړی دی.

ذکیه وايي، اورست څوکې ته ختل یې د غر ختلو له توکو پرته سل زره امریکايي ډالر لښګت ته اړتیا لري، چې تر اوسه هغې یوازې ۵۰ زره ډالر، په استرالیا کې یوه سپورتي شرکت ته ورکړي او د پاتې پیسو د راټولولو لپاره یې د «بسپنې راټولولو» یا فانډرایزینګ، پلېټ فارم په لار اچولی دی.

هغې ویلي دي، یوه چنیايي سپورتی شرکت ورته د ۲۲ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د غر ختلو توکي ډالۍ کړدي دي.

د ذکیې په وینا، د غر ختوونکو روزونکو له خوا ورته د ټاکل شوي هدف له مخې، هغه باید د روان کال د مي میاشتې تر پای پورې د اورست په څوکه ودرېږي. «باور وکړۍ، کله چې خپلو خلکو ته د غر ختلو په اړه وایم، که ښځې دي که نارینه، ټول راته وايي، او نجلۍ زړه د دی چې ځان وژنه وکړې؟»

غر ختوونکي تر ډېره د هېڅ یوه دولتي سازمان له لوري نه ملاتړ کېږي او غر ختنه یو خپلواک ورزش دی. د ذکیې تمه انلاین مرسته راټولول دي، چې د بسپنې راټولولو پلېټ فارم کې یې پیل کړې ده.

ذکیه د دې تر څنګ چې غر ختنه کوي، د استرالیا په ملبورن ښار کې د یوې راډیو د تفریحي خپرونې کوربه هم ده.

هغه نجلۍ چې ګڼې سختۍ یې ګاللې او د اورست څوکې ته د ختلو ستونزمن هدف په مخ کې لري، افغان نجونو ته یې پیغام مقاومت دی.

ذکیې ویلي دي: «داسې یو کار کوم، چې هره دقیقه یې سخته ده… تاسو هم کولی شۍ یوه ورځ ناپوهي فتحه کړۍ او رڼا ته ورسېږۍ.»

اړوندې لیکنې

ناپېژانده وسله والو جوزجان کې یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي
خبر

ناپېژانده وسله والو جوزجان کې یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي

15 مې 2026
خندا مې هېره کړې
دسته‌بندی نشده

خندا مې هېره کړې

15 مې 2026
یک زن در بادغیس بر اثر شلیک ناخواسته پسرش جان باخت
خبر

بادغیس کې یوه ښځه د خپل زوی په غیر قصدي ډزو وژل شوې

15 مې 2026
د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې
دسته‌بندی نشده

د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې

14 مې 2026
طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده
خبر

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده

13 مې 2026
د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»
دسته‌بندی نشده

د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»

13 مې 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه