د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: له ۱۵.۳ میلیونه زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي

14 اپریل 2026
یونیسف: له ۱۵.۳ میلیونه زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي

انځور: یونیسف افغانستان

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق (یونیسف) ویلي، تر پنځو کلونو کمر عمره ۱۵.۳ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ رنځېږي.

رخشانه: یونیسف نن (سه شنبې د وري ۲۵ مه) په یوه راپور کې لیکلي، په ۲۰۲۶ کال کې لا هم نړۍ کې یو له تر ټولو ستر بشري بحرانونو پر ځای پاتې دی.

د دې بنسټ د راپور له مخې، اټکل کېږي په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۹.۹ میلیونه وګړي، چې د ټول نفوس ۴۵ سلنه کېږي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

یونیسف لیکلي، افغان ښځې او نجونې زده کړې او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړي صندوق راپور کې راغلي، افغانستان کې له پنځه کلنۍ کم عمره ۱۵.۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ رنځېږي.

یونیسف ویلي، کلونه جګړو، اقتصادي ماتېدنې، په اساسي خدماتو کې نه پانګونې او له بشري حقونو سرغړونو، افغانستان د پاشل کېدو په درشل درولی دی.

د دې بنسټ د راپور پر اساس، افغانستان کې نا برابره آب و هوا، پرلپسې وچکالۍ او ناڅاپي سېلابونو، پر کرنیزو تولیداتو اغېز کړی، د خوړو نه خوندیتوب یې زیات کړی او دا شرایط په ماشومانو کې د مړینې د زیاتوالي، ناروغیو او ودې د ګډوډیو لامل شوي دي.

یونیسف اشاره کړې، چې افغانستان کې بېوزلي لا هم پراخه ده، د دې هېواد کابو ۶۵ سلنه وګړي تر بېوزلۍ لاندې کرښه کې ژوند کوي او نېږدې له هرو دریو تنو یو نفر له سختو څو اړخیزه محدودیتونو سره مخ دی.

دې بنسټ د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو ته اشاره کړې وايي، دا جګړې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، د بنسټیزو ودانیو د ویجاړېدو او زرګونه کورنیو د بې ځایه کېدو سبب شوې.

یونیسف ویلي، په جګړیزه سیمو کې له اوسېدونکو ۱۶.۴ میلیونه وګړو، له یو میلیون زیات کسان بېړنیو خوراکي خدماتو ته اړتیا لري. ځینې روغتیايي مرکزونه د ناامنۍ یا د سرچینو د کمښت له امله تړل شوي دي.

دې بنسټ اټکل کړی، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو څخه، د شپږو ولایتونو له زیانمن شویو کسانو، ۱۵۸۸ تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۶۷۷۷ امیدوراه او شیدې ورکوونکې ښځې خوراکي ملاتړ ته اړتیا لري.

په دې اړه نور ولولئ...

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

یونیسف ویلي، په کال ۲۰۲۶ کې اټکل کېږي، چې افغانستان کې به ۷.‍۱ میلیون ماشومان د زده کړې بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

دې بنسټ زیاته کړې، د نجونو په زده کړې د طالبانو محدودیتونو د پام وړ اغېز درلود او هغوی یې د زده کړې له فرستونو محرومې کړې دي.

اړوندې لیکنې

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي
دسته‌بندی نشده

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

23 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه