د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په ښوونیز نظام کې د طالبانو له تحمیلي سیاستونو د یوه ښوونکي اندېښنې

15 اپریل 2026
په ښوونیز نظام کې د طالبانو له تحمیلي سیاستونو د یوه ښوونکي اندېښنې

ښوونکی- ابراهیم ارشادي

د یوه ښوونکي او د افغانستان له ښوونیز نظام سره د یوه بلد کس په توګه، باید د پوهنتونونو له زده کړیالانو او ښوونځیو له زده کوونکو سره د کلتوري چلند او پر هغوی د جامو د محدودیتونو په اړه خپله ژوره اندېښنه له تاسو سره شریکه کړم، هغه امر چې د کمیس پرتوګ، خولۍ او لنګوټې له اغوستو وړاندې تللی او له زده کړیالانو او زده کوونکو د جبري ژمنې اخیستو ته رسېدلی دی.

په دې ژمنو کې له شریعته د یوه ځانګړي تفسیر جبري اطاعات، د ږیرې پرېښودو اړتیا، د سر وېښناتو جوړولو بندیز، په ټولګي او د پوهنتون په انګړ کې د خولیو او لنګوټو په سرول، د موسیقۍ نه اورېدل، د انځورونو او ویډیوګانو نه ساتل او د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر مقرراتو ته بشپړه غاړه اېښودل شاملېږي.

په ځینو مواردو کې د دې اړتیاوو ترسره کول، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته د ننوتو یا په کې د زده کړو لپاره یو شرط ګرځېدلی دی.

پایلې

د روزنیزو علومو او زده کړې د مدیریت له مخې، دا ډول چلند څو بنسټیزې ننګونې رامنځ ته کوي:

لومړی، د ښوونې په نویو نظریو کې، د زده کړې چاپېریال باید په «زده کولو، نیوکه کوونکي فکر او فردي ودې» راټول وي. نه د چلند او بڼې په بشپړ کابو کولو. کله چې تمرکز له زده کړې د ظاهري بڼې سموونې ته واړول شي، نو د ښوونیز بنسټ اصلي کړنې له جوړښتي کږېدو سره مخ کېږي.

دویم، په ښوونیز چاپېریال کې په شخصي او ظاهري چلندونو کې جبر کولی شي، د زده کړیال په د ننه کې د هڅوونې انګېزې کمښت باندې تمامه شي. په روزنیره ارواپوهنه کې ثابته شوې، چې تحصیلي انګېزه هغه وخت پایښت لرونکې وي، چې فرد نسبي خپلواکي او رواني امنیت ولري، په داسې حال کې چې دا ډول محدودیتونه تر ډېره د فشار او شدید څار احساس رامنځ ته کوي.

درېیم، د ښوونیز مدیریت له لیدلوري، په ښوونیز چاپېریال کې هممهاله د څو چلندي او کلتوري محدودیت پلي کول، کولی شي د ګډون کمښت، د زده کړو د پرېښودو زیاتوالی او د چارواکو او زده کوونکو تر منځ د باور اړیکې په کمزوري کېدو راوڅرخي.

څلورم، دا سیاستونه د «ښوونیز بنسټ» او « نظم د کابو کولو بنسټ» تر منځ پوله کمرنګې کوي، په داسې حال کې، چې په بریالیو ښوونیزو نظامونو کې، د زده کړې د چاپېریال نسبي خپلواکي، یو بنسټیز آر ګڼل کېږي.

په څو کلتوري ټولنه کې د کلتور پلي کول

پنځم، د افغانستان په څو کلتوري او متنوع ټولنې، د یو ډول جامو او چلند پلي کولو بېلګه، د دې هېواد له ټولینز واقعیت سره ښکاره په ټکر کې ده. په ساده ژبه، دا ډول چلند په واقعیت کې د کلتوري ارزښتونو د تنوع په پام کې نه نیول او پر ټولو د یوه ځانګړي کلتور تپل دي.

افغانستان له قومونو، دودونو، سیمه ییزه هویتونو او بېلا بېلو کلتوري نمونو جوړ دی او په داسې شرایطو کې د زده کړې سیستم باید دا تنوع منعکس کړي او توپیرونو ته درناوی وکړي، نه دا چې د جبري یووالي لپاره وسیله وي. په ټولو زده کوونکو د یوه ځانګړي ډول کلتور جامې او سټایل تحمیلول، په ګټوره توګه د بېلا بېلو ټولنیزو ډلو کلتوري پانګه له پامه غورځوي او کولی شي د ټولنیز جلاوالي او له منځه وړلو احساس پیاوړی کړي.

له علمي پلوه، هر کله چې زده کړه د کلتوري ګډ ژوند د پیاوړتیا پر ځای د یو واحد هویت د تحمیلولو په لور حرکت کوي، دا د ټولنیز باور د کمزوري کولو، د ملي تړاو د احساس کمولو او د ټولنیزو تشو د زیاتوالي لپاره بنسټ رامنځ ته کوي.

یوه عیني بېلګه

د دې سیاست د عملي پایلو پوهېدو لپاره، کولی شو د پوهنتون په چاپېریال کې د کتلوري تنوع سره د چلند یوې ځانګړې بېلګې ته نغوته وکړو.

په دې اړه نور ولولئ...

بادغیس کې یوه ښځه د خپل زوی په غیر قصدي ډزو وژل شوې

د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې

په دې وروستیو کې راپور ورکړل شوي، چې د کابل پوهنتون یو زده کړیال، هغه مهال چې د خپل کلتور او قومي هویت سره سم یې دودیزه ازبکي خولۍ په سر وه، د طالبانو د لوړو زده کړو د وزېر له خوا رټل او توهین شوی او ان په څپېړه وهل شوی دی.

که چېرې دا کړنه د افغانستان په څو کلتوري ټولنه کې د روزنیزو علومو او کتلوري تنوع مدیریت له نظره وڅېړل شي. نو دا یوازې یو فردي چلند نه، بلکې دا د پوهنتون چاپېریال د کتلوري خبرو اترو او توپیرونو ته د درناوي له پلېټ فارم څخه د له منځه وړلو او په زور د یو ځای کولو بدلون یو سمبول دی.

کله چې یو زده کړیال د خپلې اصلي او کلتوري جامې اغوستو له امله، د فزیکي تاوتریخوالي او سپکاوي سره مخ شي، نو نورو زده کړیالانو ته ضمني پیغام دا دی، چې په علمي چاپېریال کې بېلا بېل کلتوري هویتونه هېڅ ځای نه لري. دا ډول وضعیت نه یوازې د دوی د رواني امنیت او انساني عزت احساس کمزوری کوي، بلکې په لویه کې کولی شي، د قومي بېلوالي احساسات زیات کړي، له ښوونیزې ادارې سره تړاو کم کړي او د افغانستان په څو کلتوري ټولنه کې ټولنیز درځونه زیاته کړي.

علمي آزادي د پوهنتون خپلواکي

شپږم، د لوړو زده کړو د فلسفې له نظره، پوهنتون د زده کړې د تولید، پوښتنې او عملي نقد بنسټ دی. زه د یوه ښوونکي په توګه باور لرم، چې باید د محصل او زده کړیال لپاره د نقد او پوښتنې کولو زمینه رامنځ ته کړای شي، نه د جبر او سانسور فضا، ځکه له فکري خپلواکۍ پرته به له ښوونیزو موضوعاتو ژوره پوهېدنه غیر واقعي وي.

کله چې له زده کړیال څخه دا ژمنه اخستل کېږي، تر څو له پوښتنې پرته د یوه ځانګړي فکري او چلندي تفسیر څخه پیروي وکړي، نو د علمي آزادۍ او پوهنتوني خپلواکۍ اصل کمزوری کېږي. په داسې شرایطو کې زده کړیال د تحلیل او نیوکه کوونکي فکر د ځواک ودې رامنځ ته کولو پر ځای، غیر فعال اطاعت ته هڅول کېږي، چې دا امر د زده کړو له بنسټیز امر سره په ټکر کې دی. دا چلند د عصري زده کړې د مدیریتي اصولو له پلوه هم د جدي نقد وړ دی.

ښوونیز عدالت

همدارنګه د زده کړیالانو په وینا، د دې ژمنو پلي کول په ځینو اکاډمیکو بنسټونو کې د زده کړیالانو د ننوتو یا زده کړې د دوام لپاره یو شرط ګرځېدلی دی، یوه مسله چې د ښوونیز عدالت له پلوه، کولی شي په غیر مستقیمه توګه زده کړې ته د ځینو زده کړیالانو لاسرسی محدود کړي. په پای کې د یوه ښوونکي په توګه زما اصلي اندېښنه دا ده، چې د دې چلند دوام به نه یوازې د زده کړې کیفیت او د ځوان نسل رواني روغتیا زیانمنه کړي، بلکې په لویه کې به د افغانستان بشري پانګې، کلتوري ګډ ژوند او د هېواد  عملي پراختیا د ودې راتلونکې په جدي توګه له خطر سره مخ کړي.

اړوندې لیکنې

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده
خبر

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده

13 مې 2026
د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»
دسته‌بندی نشده

د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»

13 مې 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي
خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

12 مې 2026
د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله
دسته‌بندی نشده

د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله

12 مې 2026
یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري
خبر

یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري

11 مې 2026
طالبان: هېواد کې په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو له نیمايي زیاتې ښځې دي
خبر

طالبان: هېواد کې په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو له نیمايي زیاتې ښځې دي

9 مې 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه