د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي

15 اپریل 2026
د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي

عکس: سازمان حفاظت از کودکان

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (UN) وايي، د افغان نجونو په زده کړو د طالبانو د بندیز دوام، د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي.

رخشانه: ملګرو ملتونو نن (چهارشنبې د وري ۲۶ مه) په خپل کلني راپور کې لیکلي، د افغان نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیت، په ۲۰۲۵ کال کې، د بشري پانګې د عادلانه پراختیا په وړاندې لا هم تر ټولو لوی خنډ پاتې شو.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، دا محدودیتونه جنسیتي درځونه لا پراخوي، د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي او د زده کړې په بدیلو لارو نور فشارونه ډېروي.

په دې راپور کې لیکل شوي، چې دوامداره جوړښتي فشارونه، له هغې جملې د راستنېدونکو، ښځو، ماشومانو او له ټکانونو زیانمنو ټولنو د لوړ زیان مننې ترمنځ په اړینو خدماتو او بشري همغږې پانګونې، د پایلو د نور کمښت د مخنیوي په اړتیا ټینګار کوي.

دا راپور وايي، روان میلادي کال افغانستان کې ۴۸۷ غیرنظامي وګړي د ماینونو او ناچاودو توکو قرباتي شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۳۴.۳ میلیون وګړو ته اساسي روغتیايي خدمات وړاندې شوي. په روغتیايي مرکزونو کې له ۹۵۸ زره او ۲۰۹ بریالیو زېږونونو ملاتړ شوی او ۳.۴۲ میلیونه ماشومانو درې ګونی واکسن (پنتا-۳) تر لاسه کړی دی.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر ادوین سنیزا سالوادور ویلي، په افغانستان کې باید ان تر ټولو لرې پرتې کورنۍ، ژغورونکو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي.

ملګري ملتونه پر دوام وايي، د بودیجې د یوې لویې برخې د کمښت له آمله، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوي، چې په خوراکي مرستو کې، تر ټولو د زیانمنو کسانو یوازې یوې وړې برخې ته لومړیتوب ورکړي.

یاد سازمان لیکي، په ۲۰۲۵ کال کې په ټولیزه توګه ۴ میلیونه، ۶۱۱ زره او ۷۸۶ افغان ماشومان، د دې بنسټ په ملاتړ دولتي زده کړو ته لاسرسی موندلی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

د ملګرو ملتونو د راپور بر بنسټ، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۱۵ زره او ۶۱۰ ځوانانو او لویانو د سواد زده کړې په اساسي کورسونو کې نوم لیکنه کړې، چې له دې ډلې ۱۲ زره او ۶۸۰ تنه ښځې او ۲ زره او ۹۳۰ هغه یې نارینه وو.

راپور راوړي، چې د تېر میلادي کال په اوږدو کې، په افغانستان کې له لویانو ۵۵۹ زره او ۶۴۰ کسانو د زده کړې او مهارتونو د روزنې پروګرامونه بشپړ کړي، چې په کې ۳۵۶ زره او ۲۱۶ ښخې او ۲۰۳زره او ۴۲۴ هغه یې نارینه وو.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه