د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي

16 اپریل 2026
معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي

عکس: جنبش زنان مقتدر افغانستان/ ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

د «افغان ځواکمنو ښځو غورځنګ» غړو، هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید «افغانستان کې د مذهبي ډلو سستماتیک په نښه کولو د دوام یوه خطرناکه څرګنده بېلګه» وبلله.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو (چهارشنبې د وري ۲۶ مه) په یوه اعلامیه کې، دا خونړۍ پېښه د انساني ژوند او امنیت څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

معترضو ښځو ویلي، د افغان شیعه ګانو ټولنه، د یوې مذهبي ډلې په توګه تل له ګواښونو، تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ وي.

دوی وايي، د دې ډلې پر جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو او مذهبي غونډو پرلپسې بریدونه، د افراطیت او ترهګرۍ په وړاندې د دوی د ژورې او اندېښمنوونکې زیان ممنې حالت بیانوي.

د افغان ځواکمنو ښځو غورځنګ ویلي، دا وضعیت د بشر حقونو د بنسټیزه اصولو، له هغې جملې د دین او عقیدې د آزادۍ، عزت لرونکي ژوند حق او خوندیتوب د حق څخه ښکاره سرغړونه ده.
دوی له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو د دفاع له بنسټونو او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دې جرمونو په وړاندې چوپ پاتې نه شي او جدي، بېړني او ګټور ګامونه پورته کړي.

معترضو ښځو ټينګار کړی «د دا ډول غمیزو په وړاندې چوپتیا او بې پروايي د تاوتریخوالي د تکرار او پراختیا لپاره زمینه برابروي.»

هغوی د بشري حقونو نړیوالو کنوانسیونونو او تړونونو پر بنسټ ویلي، د مذهبي ډلو په نښه کول او د هغوی وژل، د انسانیت په وړاندې جرم او نسل وژنې بېلګه وګڼل شي.

معترضو ښځو د دې جرمونو په وړاندې د خپلواکونو څېړنو او عاملینو د ځواب وینې او له ګواښ سره مخ ټولنو د خوندیتوب لپاره د بېړني او تل پاتې ملاتړ غوښتنه وکړه.

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر شیعه ملکي وګړو د ناپېژانده وسله والو په برید کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

له دې وسله والې خونړۍ پېښې د پنځو ورځو په تېرېدو لا هم هېڅ کس یا ډلې د هغې مسوولیت نه دی اخیستی.

دې خونړۍ پېښې ګڼل غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو مخالفین دا ډله د خلکو په ځانګړې توګه د دیني او مذهبي لږکیو د امنیت په تامین کې ناتوانه بولي او باور لري، چې دا بریدونه د طالبانو په همکارۍ تر سره کېږي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه