د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)

17 اپریل 2026
د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)

عکس: آرشیف رسانه‌ی رخشانه

حوا جوادي

په دویمه برخه کې، کامو د فاشېزم په وړاندې د مقاومت د پېچلتیاوو انځور وړاندې کوي، دا چې له فاشېزم سره مبارزه په فاشیستي تمایلاتو سره په تکیې امکان نه لري. هغه ځواکونه چې د فاشېزم په وړاندې مقاومت کوي، باید د کرکې، تاوتریخوالي او ظلم د غوښتنو په وړاندې د مبارزې لپاره له لوړو ژورو ډک اوږده لار طی کړي. د مقاومت ځواکونه نه باید د «دې نړۍ توره ورځ» لا تیاره کړي.

فاشېزم او بل هر ډول ایډیولوژي، چې جګړه توجیه کوي، په ستاینو او ړندو احساساتو ولاړه ده او له هر څه یو اړخیزه انځور وړاندې کوي، تر څو د جرم لپاره لېوالتیا راوپاوري. فاشېزم ښايي په لنډ مهالې توګه د خپلو پلویانو د تاوتریخوالي او ستاینو پر مټ بریالی شي، خو په همغه شېبه کې چې بریالی شوی، ماتې خوري، ځکه چې د فاشېزم لپاره ماتې یو ذاتي امر دی. د فاشېزم لویوالی د دروغو، وینو او جنایت پر ستنه ولاړ دی او په همدې دلیل له دې ننه وروست او پاشل شوی دی.

د فاشېزم په وړاندې مقاومت، په دې شکونو او تمایلاتو د بریالي کېدو له لارې تر لاسه کېږي، نه د فاشېزم د نسکورولو له لارې. د فاشېزم په وړاندې جګړه د تاوتریخوالي د ستاینې لپاره نه، بلکې د انساني ارزښتونو د بېرته تر لاسه کولو لپاره ده. د دې ارزښتونو د بیا راژوندي کولو پرته بریا هېڅ درد نه دوا کوي او په ټولنه کې د جرم او ناورین خونړی ارټ له کاره نه غورځوي. د مقاومت لويي په ظاهري بریا کې نه، بلکې په هغه ارزښتونو کې ریښه لري، چې د دروغو، جرمونو او وینې تویولو پر وړاندې له حقیقت، عدالت او اخلاقو ساتنه کوي.

آلماني ملګري ته د کامو لیک – دویمه برخه[1]

[ستاسو سره د جګړې کولو لپاره] اړ وو، چې باید د انسانیت سره خپله اړیکه او هغه انځور، چې موږ د سوله ییز برخلیک په اړه جوړ کړی وو او هغه ژور باور چې هېڅ بریا د ارزښت وړ نه ده، له منځه یوسو. په داسې حال کې، چې د بشریت بدن ته چې هر ډول ضرر او زیان ورسېږي، نه جبرانېدونکی دی.

موږ اړ وو، په یو ځل له هغه ټولو شیانو چې باور مو پرې درلود لاس و وینځو: له خپلې پوهې، له خپلو هیلو، له هغو دلایلو چې د مینې او هغه کرکې لپاره، چې د ټولو جګړو په نسبت مو په زړه کې پاللې وه. یوه خبره- هغه دا چې ګمان کوم ته کولی شې پرې پوه شې، ځکه چې له ما یې اورې، هغه څوک چې یوه ورځ ستا خوښېدل، چې لاس یې کېکاږې- موږ اړ وو، چې ستا سره د ملګرتیا په خاطر خپله لېوالتیا وځپم.

اوس موږ له هغه پړاوه تېر شوي یو، اړ وو، چې اوږده او له لوړو ژورو ډکه لار طی کړو او په همدې خاطر ډېر وروسته پاتې یو، دا همغه لرې او اوږده لار ده، چې «حقیقت ته درناوی» په هوښ او عقل او «ملګرتیا ته ژور درناوی» پر انسان تحمیلوي. دا لار اوږده، ستونزمنه او ستومانه کوونکې وه، چې عدالت یې خوندي کړ او حقیقت یې د هغو کسانو د لیکې په وړاندې ودراوه، چې د جګړې د سمې لارې او کړنلارې په اړه یې له ځانه پوښتېده.

شک نشته، چې موږ د هغې لپاره ډېره لوړه بیه پرې کړه، په سپکاویو، چوپتیاوو، ترخو تجربو، په زندان محکومېدو، په سهار وختي اعدامونو، په در په در کېدو، په بېلتونونو، په ورځنیو لوږو، په کمزور او له پښو لوېدلو ماشومانو او تر ټولو ډېر د جبري پښېمانۍ په څرګندولو مو د هغه بیه پرې کړه.

خو د کار کړنلاره داسې ده. تول هغه وخت په دې تېر شو تر څو پوه شو، چې آیا حق لرو، یو انسان و وژنو؟ آیا موږ ته دا اجازه شته، چې د دې نړۍ وېروونکې توره ورځ لا تیاره کړو؟ او همدا له لاسه تللی وخت بېرته تر لاسه کړو، همدا ماتې ومنل شوه او وروسته بېرته شا ته وغورځول شوه، او همدا اخلاقي شکونه، چې بیه یې په وینو ورکړل شوه، موږ فرانسویانو ته دا حق راکوي، چې نن ورځ فکر وکړو: موږ په پاکو لاسونو دې جګړې ته د ننه شو- په هغې پاکۍ سره چې د قربانیانو او محکومانو له پاکۍ یې سرچینه اخیستې وه- او په پاکو لاسونو به له هغې راوځو، خو دا ځل د لویې بریا په پاکۍ سره، چې د بې عدالتۍ په وړاندې او په «خپلو ځانونو» مو تر لاسه کړې ده.

موږ به بریالي شو، له دې اړخه ډاډه اوسه. خو موږ به د خپلې ماتې په فضل بریالي شو، د جګړې په اړه د فکر کولو د هغې اوږدې او کږلېچنې لارې په فضل چې موږ یې پر مټ خپله [اخلاقي] توجیه وموندله. او د هغه رنځ په فضل، چې په هغې کې مو د بې عدالتۍ درد حس کړ او زده کړه مو ترې وکړه. موږ د هرې بریا راز وموند او که مو دا راز له لاسه ور نه کړ، د بریا وروستی خوند به هم وڅکو. د هغه څه پر عکس چې کله مو ګمان کاوه، موږ زده کړه چې «روح  spirit» د «تورې sword» په وړاندې په یوازې ځان کار نه کوي، خو که روح او توره یو ځای او هممهاله وي، نو تل به یوازې په توره بریالی کېږي.

په همدې دلیل ده، چې موږ اوس توره پورته کړې، هغه هم له هغې وروسته، چې ډاډ مو تر لاسه کړ، چې «روح» له موږ سره دی. موږ اړ وو، چې په پیل کې د سر په سترګو و وینو، چې انسانان مري او خپله هم د مرګ خطر په ځان واخلو.

موږ باید د هغه فرانسوي کارګر د مېړانۍ شاهدان وای، چې سهار وختي به یې د ګیوتین په لار کې، د خپل زندان په دهلېزونو کې، له یوه تونله و بل تونل ته په تګ سره خپل ملګري زړورتیا ته رابلل. بالاخره د دې لپاره چې «روح» را خپل کړو، اړ شو، چې په غوښه او پوست ربړونې ته تاب راوړو، موږ لوړه بیه پرېکړه کړه او بیا یې هم باید پرېکړو. اوس موږ خپل باورونه، خپل دلیلونه او خپل عدالتونه لرو: ستا ماتې حتمي ده.

ما هېڅ کله د «حقیقت» په قدرت په یوازې باور نه درلود، خو همدومره پوهېدل بس دي، چې کله حقیقت او دروغ برابر ځواک ولري، حقیقت پر دروغو بریالی کېږي. موږ دغه ستونزمن تعادل ته لاسرسی موندلی. په جګړه کې زموږ د نن ورځې تکیه ګاه همدا نازکتوبونه دي. او زه شکمن کېږم تا ته و وایم، چې موږ د نازکو توپیرونو لپاره جنګېږو، هغه توپیرونه، چې په خپله د «انسان» په کچه ارزښت لري. موږ د هغې نازکۍ لپاره جګړه کوو، چې «قرباني» له «خرافاتو پاللو»، «ځواک» له «تاوتریخوالي» او «قدرت» له «دښمنۍ» بېلوي، د همغه نازک توپیر لپاره جنګېږو، چې د دروغو او حقیقت ترمنځ دی، او د هغه انسان چې موږ هیلې پورې تړلې او د هغه ډارنو خدایانو تر منځ چې تاسو یې په وړاندې وېره لرۍ.

دا همغه څه وو، چې غوښتل مې تا ته یې و وایم، خو نه دې جګړې له لوړوالي، بلکې د هغې له د ننه څخه. دا همغه ځواب وو، چې غوښتل مې تا ته یې درکړم، کله دې چې و ویل: «ته له خپل هېواد سره مینه نه لرې». دا خبره دې لا هم زما له سره نه ده وتلې، غواړم له تا سره ښکاره وم. زه باور لرم، فرانسې خپل قدرت او نفوذ اوږده موده کېږي، له لاسه ورکړی دی، فرانسه اوس د اوږدې مودې لپاره ستړي کوونکي صبر او انقلابي هوښیارۍ ته اړتیا لري، تر څو وکولی شي باور او ویاړ، چې د هر کلتور لپاره اړین دی بیا را ژوندی کړي. خو زه باور لرم، چې فرانسې دا ټول په پاکو دلایلو سره له لاسه ورکړي دي. او په همدې خاطر ده، چې ما خپله هیله له لاسه نه ده ورکړې. زما د ټول لیک مانا همدا ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د بشري حقونو څار ډلې او ملالې یوسفزۍ له طالبانوسره د اروپايي ټولنې د خبرو درېدو غوښتنه وکړه

له سړي تښتوونکو د خور په دفاع کې د محمد امین د وژنې نور جزیات

هغه سړی چې تا پنځه کاله وړاندې پر هغه رحم او زړه سوی درلود، ځکه د هېواد سره د مینې په توکو کې محتاط او لږ خبرې یې کولې، همغه سړی دی، چې نن غواړي تا او په ټوله اروپا او نړۍ کې خپلو همځولو ته و وايي: زه د ستاینې وړ او پرمختللي ملت سره تړاو لرم، هغه ملت چې خپلې تېروتنې او کمزورۍ مني، خو د هغه فکر یوه برخه یې نه ده پرېښې، چې لويي یې جوړوي، هغه ملت چې خلک یې تل او مشران یې کله ناکله هڅه کوي، دا فکر په روښانه ډول بیان کړي.

زه په هغه ملت پورې تړلی یم، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د خپل تاریخ ټوله لار له سره پیل کړه او د کنډوالو له منځه، په آرامۍ او ډاډ سره ځان چمتو کوي، تر څو بل تاریخ جوړ کړي او خپل بخت په هغه لوبه کې وازمويي، چې په هغې کې هېڅ ګټونکې پاڼه په لاس کې نه لري. او اوس زه باور لرم، په دې ارځي، چې د فرانسې لپاره مبارزه وکړم، ځکه چې دا دې لوړې مینې وړ ده. له بلې خوا ستاسو ملت «المان» له خپلو اولادونو همغه مینه تر لاسه کړې، چې د هغې وړ دی، یوه ړنده مینه، هېڅ ملت په هېڅ مینه نه توجیه کېږي، همدا ړنده مینه ستاسو د لمنځه تلو تومنه کېږي. تا چې ان د خپلې لویې بریا په اوج کې ماته خوړلې وه، اوس به څنګه د دې نېږدې رامنځ ته کېدونکې ماتې سره، چې ستا په انتظار ده، جوړجاړۍ وکړې؟


[1] منبع:


Camus, A. (1995). Resistance, rebellion, and death (J. O’Brien, Trans.). Vintage Books. (Original work published 1960)

اړوندې لیکنې

د طالبانو له خوا د ښځو د هدفي ځپنې پر ضد هسپانیا او سویډن کې لاریونونه وشول
خبر

د طالبانو له خوا د ښځو د هدفي ځپنې پر ضد هسپانیا او سویډن کې لاریونونه وشول

21 جون 2026
له یوه تپلي هویت او د هغو له ترخو د هلک په څېر جامې اغوستونکې نجلۍ کیسه
دسته‌بندی نشده

له یوه تپلي هویت او د هغو له ترخو د هلک په څېر جامې اغوستونکې نجلۍ کیسه

20 جون 2026
میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي
خبر

میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي

19 جون 2026
طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي
خبر

طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي

19 جون 2026
د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي
خبر

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي

18 جون 2026
د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ
خبر

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

17 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه