د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د جګړې په وړاندې، وطن پالنه، باید په عدالت او اخلاقي ارزښتنو مشروطه وي (درېیمه برخه)

21 اپریل 2026
د جګړې په وړاندې، وطن پالنه، باید په عدالت او اخلاقي ارزښتنو مشروطه وي (درېیمه برخه)

عکس: رسانه‌ی رخشانه

حواد جوادي

د کامو دویم لیک، د فاشیستي ملت پالنې نور اړخونه تر پوښتنې لاندې راولي او د هغې په وړاندې هغه وطن پالنه مطرح کوي، چې د بنسټیزو انساني ارزښتونو لکه د دوستۍ ډول، حقیقت، عدالت، خوښي او ژوند تابع یا تر څنګ وي. د کامو له نظره وطن پالنه کوم پورته یا لوړ ارزښت نه دی، چې د حقیقت او عدالت څخه مخکې والی ولري، له وطن سره مینه، هغه مینه ده، چې په عدالت مشروطه وي، نه تش او ړوند اطاعت. عدالت د وطن پالنې لپاره قرباني کېدای نه شي. هغه وطن چې عدالت نه شي چمتوکولی او پر هغه ظلم، دروغ، وینې او جرمونه واکمن وي، نه شو کولی د هغې لپاره خپل ژوند او احساست قربان کړو.

د کامو له نظره اصلیت او لومړیتوب له هغو انسانو سره دی، چې په یوه خاوره کې ژوند کوي، نه په خپله ځمکه، انسانان نه باید د خاورې قرباني شي، انساني ارزښتونه تل له جغرافیايي پولو ورپورته دي. د انسان بدن داسې اړخونه لري لکه روح، فکر، هنر او اخلاق، چې په جغرافیه کې نه راځي، او له همدې امله هېڅ حکومت حق نه لري، چې د خاورې د ساتنې په پلمه خلک له دې حقونو او ارزښتونو  بې برخې کړي.

د کامو په اند د وطن په وړاندې باید سخت او غوښتونکي وو، وطن پالنه باید داسې ډول وي او له داسې لارې تر سره شي، چې په پای کې د انساني ارزښتونو د ودې لامل شي. انسانان باید هم د وطن سرتېری وي او هم د عدالت لپاره جګړه وکړي. د وطن مینه باید د چا سترګې ړندې نه کړی او د وطن په نوم جګړه باید په پای کې د داسې نظام په جوړېدو تمامه نه شي، چې په دروغو او شر ولاړ وي او د وینې تویولو او جرمونو سره خپل پایښت ته دوام ورکړي.

د رازښتونو سلسله مراتب باید خوندي شي او د وطن لپاره جګړه یوازې هغه وخت ارزښتناکه ده، چې عدالت او حقیقت ورسره مل وي. د وطن ساتنې اصلي هدف دا دی، چې د هغه اوسېدونکي له انساني ارزښتونو برخمن وي او په خوښۍ سره ژوند وکړي. د حق او عدالت په پام کې نیولو پرته د وطن پالنې ډول وهل اخېر په بندښت تمامېږي او له ناکامۍ او ناورین پرته، بله پایله نه لري.

د هېواد برخلیک باید د انسانیت د برخلیک له ډول سره غوټه شي، په دې مانا چې د هېواد خپلواکي او سوکالي باید د انسانیت د آزادۍ او سوکالۍ په لار کې وي، نه د هغې اپوټه. هغه هېواد ساتنه چې وینه تویول او جرمونه په کې تر سره کېږي، له اخلاقي پلوه د توجیه وړ نه ده، ځکه چې په تباهۍ، زوال او ناورین تمامېږي.

وطنپالنه که چېرې په ټولنه کې د «شر» واکمنېدو په ګټه تمامېږي، رټل شوې ده. له شر نه دفاع که د وطنپالنې په پلمه وي یا په بل هر نوم، د توجیه وړ نه ده. د دیکتاتورو او ظالمو نظامونو شر په وطن د تېري له شر څخه زیات دی. ځکه چې ظلم د دروغو، وینې تویولو او شرارت پر ستنه ولاړ دی او په پای کې ټوله ټولنه د تباهۍ او ویجاړۍ لور ته بیايي. د استبداد او فاشېزم په وړاندې جګړه باید د بل هر ډول جګړې څخه مخکې وي، ټولنه باید لومړی د ظلم او فاشېزم له شره خلاصه شي او وروسته د تېري په وړاندې صفونه برابر شي، ځکه د تېرې په وړاندې جګړه د ظلم او فاشېزم په وړاندې له جګړې آسانه ده.

دویم لیک- لومړۍ برخه

سړی د شپې تر بل هر وخت ډېر فکر کوي، درې کاله کېږي چې تاسو [المانیانو] زموږ په ښارونو او زموږ په زړونو تیاره خوره کړې ده. درې کاله کېږي، چې په دې تیاره کې موږ د هغه فکر په لټه یو، چې نن ستاستو په وړاندې د وسلې په څېر راپورته کېږي. اوس زه کولی شم له تا سره د عقلانیت په اړه خبرې وکړم.

ما لا د مخه ستا « ته له هېواد سره مینه نه لرې!» جملې ته، چې وخت ناوخت به دې را پېرزو کوله او خاطرو یې لا هم نه یم پرېښودی ځواب ورکړی دی. نن غواړم ستا هغه بې ثباته او بې پروا موسکا ته ځواب و وایم. هغه موسکا چې کله به دې د «عقلانیت rationality» خبره واورېده نو پر شونډو به دې خوره شوه.

تا به ما ته ویل: «فرانسه په دې ټولې پوهې سره بیا هم خپل ځان ردوي، ستاسو روڼ اندي په شرایطو پورې تړلي دي، د خپل هېواد لپاره د نا هیلۍ یا د ناممکن حققت لټون غوره ګڼي. په داسې حال کې، چې موږ [آلمانیان] آلمان له حقیقته مخکې او نا امیدۍ څخه پورته ګڼو.»

ښکاره ته په حقه وې، خو ما مخکې ویلي وو، که کله داسې تر سترګو کېده، چې موږ د خپل وطن په پرتله «عدالت» غوره ګاڼه، نو دا ځکه چې موږ غوښتل د عدالت په سیوري کې له خپل وطن سره مینه وکړو،  هغه ډول چې مینه ورسره لرو، غواړو د حقیت او امید په سیوري کې ورسره مینه وکړو.

په دې اړه نور ولولئ...

بادغیس کې یوه ښځه د خپل زوی په غیر قصدي ډزو وژل شوې

د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې

زموږ او ستاسو توپير همدا دی. موږ له خپله ځانه ډېره تمه درلوده. تاسو د خپل ملت «ځواک» ته له خدمت کولو خوښ وۍ، په داسې حال کې، چې زموږ خوبوبه دا وو، چې خپل ملت ته «حقیقت» و وایو. تاسو «حقیقي سیاست real politics» ته له خدمت کولو خوښ وۍ، په داسې حال کې چې موږ د خپلو درنو وېرو په منځ کې په مبهم ډول د «غزت لرونکي سیاست honour policy of» مفکوره ساتلې وه، همغه مکفوره چې نن مو بیا ومونده. کله چې وایم، «موږ» موخه مې خپله موږ یو نه زموږ مشران، ځکه چې یو مشر په یوازې ځان هېڅ شی نه دی.

تل به دې ویل: «حقیقت څه دی؟»، البته چې د هغې لپاره ځواب نشته، خو موږ لږ تر لږه پوهېږو چې «دروغ» څه دي، دا هماغه څه دي، چې تاسو موږ ته را زده کړل. پوښتل به دې: «روح څه دی؟» موږ د هغه له ضد سره بلد یو، یعنې «وژل». پوښتل به دې: «انسان څه شی دی؟» خو زه دې دلته خبره پرېکوم، ځکه په دې نور پوهېږم.

انسان همغه ځواک دی، چې په پای کې د دیکتاتورانو او خدایانو په وړاندې تعادل رامنځ ته کوي. انسان یو څرګند او نه انکارېدونکی ځواب دی. موږ باید انساني حقیقت وساتو او زموږ د نن ورځې باور له دې واقعیته سرچینه اخلي، چې د انسانانو برخلیک او زموږ د هېواد برخلیک یو له بله تړلی دی. که ټول څه بې مانا وي، حق له تا سره وو، خو لا هم یو څه شته، چې مانا ورکوي.

هر څومره یې چې تکرار کړم کم دي. دا دقیقآ همغه څه دي، چې موږ له تاسو بېلوي. موږ خپل هېواد په یوه مفکوره بدل کړی وو، هغه مفکوره، چې دا یې په هغه ځای کې ځای پر ځای کړ، چې وړ یې وه. د نورو لویو ارمانونو سره یو ځای چې موږ یې تعقیبوو. ملګرتیا، انسانیت، خوښي او عدالت. همدې کار موږ دې ته وهڅولو چې د خپل هېواد په اړه سخت و اوسو او ډېره تمه ولرو. په پای کې معلومه شوه، چې موږ په سمه لار ګام ایښی وو.

موږ خپل وطن ته غلامان نه دي راوستي او څوک مو  د هغو په خاطر سپک کړي هم نه دي. موږ په صبر سره دې ته انتظار پاتې شو، تر څو حقیقت په رڼا کې و ونیو او د درد او رنځ تر منځ خوشحاله وو، چې کولی شو هممهاله د هغه څه لپاره چې «مینه ورسره لرو» (هېواد) او هغه څه چې «پاک یې ګڼو» (انساني ارزښتونو) لپاره جګړه وکړو.

تاسو اپوټه د انسان د بدن له هغې برخې سره په جګړه وی، چې له هېواد سره اړیکه نه لري، ستاسو سرښندنې بې مانا دي، ځکه چې ستاسو د ارزښتونو سلسله مراتب نیمګړي دي او ارزښتونه مو په سم ځای کې شتون نه لري. تاسو یوازې په خپلو زړونو کې نه، په نورو ځایونو کې هم خیانت کړی دی او اوس «عقلانیت» خپل غچ له تاسو اخلي.

اړوندې لیکنې

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده
خبر

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده

13 مې 2026
د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»
دسته‌بندی نشده

د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»

13 مې 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي
خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

12 مې 2026
د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله
دسته‌بندی نشده

د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله

12 مې 2026
یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري
خبر

یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري

11 مې 2026
طالبان: هېواد کې په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو له نیمايي زیاتې ښځې دي
خبر

طالبان: هېواد کې په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو له نیمايي زیاتې ښځې دي

9 مې 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه