د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهارۍ ښځې دولتي روغتونو کې د اکسرې خدماتو له نشتوالي شکایت کوي

21 اپریل 2026
ننګرهارۍ ښځې دولتي روغتونو کې د اکسرې خدماتو له نشتوالي شکایت کوي

عکس: شبکه‌های اجتماعی

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې یو شمېر ښځې، د دې ښار په دولتي روغتونو کې د اکسرې (راډیولوژۍ) خدماتو له نشتوالي شکایت کوي.

رخشانه: جلال آباد ښار کې لږ تر لږه درې مېرمنو رخشانې رسنۍ ته ویلي، په دې وروستیو کې په دولتي روغتونو کې د اکسرې خدمات محدود شوي دي.

روغتیاپالانو دغو ښخو ته، چې په دې وروستیو کې یې د درملنې په موخه دولتي روغتونو ته ورغلې ویلي، په دولتي روغتونونو کې د اکسرې خدمات شتون نه لري او باید هغه په خصوصي مرکزونو کې تر سره کړي.

د جلال آباد حوزي روغتون، د پوهنتون روغتون او دولتي روغتون، له هغو مرکزونو دي، چې هر ورځ په بېلا بېلو ناروغیو اخته، زرګونه ښځې، ماشومان او لویان ورځي.

د ناروغانو منځ کې هغه کسان چې د هډکو او اعصابو د جراحۍ له ستونزو سره مخ دي، د ښه تشخیص لپاره د اکسرې تر سره کولو سپارښته ورته کېږي.

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکې ۴۰ کلنه فرېبا چې د ملا درد ستونزه لري وايي، حصارک ولسوالۍ کې ډاکترانو ورته ویلي، چې د ستونزې د تشخیص لپاره باید اکسرې وکړي او د جلال آباد ښار حوزوي روغتون ته ورشي.

هغه زیاتوي، د ډاکترانو له سپارښتنې سره سم یې د ننګرهار حوزي روغتون ته مراجعه وکړه، خو هلته ډاکترانو ورته ویلي، اکسرې خدمات نشته او باید په خصوصي مرکزنو کې یې تر سره کړي.

د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ دوه ۳۰ کلنې ښځې نسرین او اسلام بي بي، چې دواړه د پښو په رنځ اخته دي، وايي، د درملنې لپاره یې د فاطمه الزهرا روغتون ته مراجعه کړې ده.

د دغو دوه ناروغانو په وینا، ډاکترانو د اکسرې کولو سپارښتنه ورته کړې او ویلي یې دي، چې هغه باید په خصوصي مرکزونو کې تر سره کړي.

هغوی زیاته کړې، د اقتصادي ستونزو له امله دولتي روغتونو ته ورځي، خو په دې روغتونو کې خدمات مناسب نه دي.

دې ښځو ویلي، له یوه لوري بېکاري او بېوزلي او له بل لوري په دولتي روغتونونو کې نامناسبه خدمات، دوی له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

په ورته وخت، ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا یو له چارواکو، چې نه غوښتل نوم یې واخستل شي، د دې موضوع په تایید سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، په دې وروستیو ورځو کې د اکسرې فلمونو په تمامېدو سره، د ښار او ولسوالیو په روغتونونو کې دا ستونزه رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړه، هڅه کوې تر څو دا خدمات بېرته د خلکو لپاره برابر کاندي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه