د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د جګړې په وړاندې، د فاشېستو واکمانو هر ګام ټولنه ګړنګ او سقوط ته نېږدې کوي (څلورمه برخه)

22 اپریل 2026
د جګړې په وړاندې، د فاشېستو واکمانو هر ګام ټولنه ګړنګ او سقوط ته نېږدې کوي (څلورمه برخه)

حوا جوادي

د آلبر کامو له نظره «وطن پالنه» باید له اخلاقي ارزښتونو سره تړلې وي، که چېرې یوه ټولنه غواړي په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي، لومړی باید د هغو اصولو بیه پرېکړي، چې په یوه ټولنه کې اخلاق ژوندي ساتي. د دې اصولو لمن کېدای شي پراخه وي، خو لږ تر لږه د هغو لېوالتیا، انساني ژوند، عدالت او حقیقت دی.

کوم ځای کې چې ژوند، عدالت او حقیقت ته لېوالتیا خپل ځای فساد، تباهۍ، زورواکۍ، تاوتریخوالي او دروغو ته ورکړی وي او د هغو څخه د وتلو لار یې نه وي انځور کړې، نه شو کولی د «وطن پالنې» تر چتر لاندې سره یو شي. کامو وايي، فرانسویان مخکې له دې، چې د وطن دفاع ته راپورته شي د ځان په وړاندې یې جګړه اعلان کړه، د هغو ارزښتونو پر سر جګړه چې یوه ټولنه ژوندۍ او خوځنده ساتي، هغه ارزښتونه، چې انساني عزت او حیثیت ورپورې تړلی دی.

له همدې آمله، فرانسه باید په خپل ځان کې د کمزورتیاوو، بدیو او د ویجاړولو غوښتنو سره مبارزه وکړي او له منځه یې یوسي، تر څو په بل ګام کې سره یو شي او د بهرني نیواک ګر دښمن په وړاندې ودرېږي او بالاخره له پښو یې وغورځوي.

د جګړې په ډګر کې هر بریا، په خپل ځان کې د ټولنې د غړو د اخلاقي بریا غوښتونکې ده. هغه ټولنه چې په خپل ځان کې د شر او جرم د لېوالتیا په وړاندې له جګړې سرلوړې راوځي، انګېزه اخلي، چې له وېرې پرته د نیواک په وړاندې ودرېږي او بریا خپله کړي، ځکه احساس کوي، چې پر اشغال له بریالي کېدو وروسته ورته د عزت ژوند ممکن دی.

دا داخلي جګړه د اشغال په وړاندې د جګړې په پرتله ډېره سخته ده. که یو ملت ونه شي کولی له ځان سره سوله او آرامي تر لاسه کړي، نو هغه ان بهرني دښمن ته په ماتې ورکولو سره هم نه شي توانېدای، چې سوله او خوښي تر لاسه کړي، وطن باید د انسانانو د ژوند لپاره یو جنت وي، یو داسې ژوند چې په کې انساني عزت او وقار خوندي وي او هېڅوک د خپلو هېوادوالو له ظم، ربړونې او وژنې خوند نه اخلي.

خو کله چې کوم ملت له دې جګړې سرلوړی راووځي د تل لپاره بریالی دی، ځکه چې له وطن څخه د ساتنې انګېزه، د عزت او عظمت له انګېزې سره هممهاله کېږي، د دې دوه انګېزو یو ځای کېدل، په هغه هوډ او ارادې تمامېږي، چې د تاریخ په تر ټولو سختو شېبو کې د بریا او سرلوړۍ لارې خلاصوي. هغه ټولنه چې له ځان او خپلو غړو سره سولې او آرامۍ ته رسېدلې، د پایښت او عزت د راژوندي کولو  لپاره جګړه کوي.

په داسې حال کې، چې فاشېزم او فاشېست ډوله وطن پالنه په بشپړه توګه د هغو اپوټه ده. فاشېست ډوله وطن پالنه، د ویجاړۍ او فنا کولو لېوالتیا په راویښولو سره، وطن د شر او تاوتریخوالي په یوه پټنځای بدلوي. خلک په ښکاره ډول له وطن څخه دفاع کوي، خو نه د عزت او لویۍ د راژوندي کولو لپاره، بلکې له تباهۍ او وژنو څخه د خوند اخیستو لپاره. دا ډول ټولنه تل په آرامۍ او سولې سره پردۍ کېږي او په پای کې له د ننه پاشل کېږي.

که چېرې د وطن پالنې بنسټ فاشیستي ملت پالنه وي، هېڅ کله به د ریښتیې بریا خوند ونه څکي. ټولنه خپل ځان ځانوژنې او ویجاړۍ ته بیايي او په پای کې د کرکې او شر د شغلو په پراخېدو سره، یو بشپړ دوزخ رامنځ ته کېږي. له فاشیستي تمایلاتو ډکې ټولنې لپاره پاشلتیا او زوال حتمي دی، ځکه په هر ګام کې، چې  فاشېست واکمنان یې پورته کوي، ټولنه د ګړنګ او سقوط لور ته نېږدې کوي.

د وطن ساتنه یوه اخلاقي دنده ده او هغه مهال مانا مومي، چې په ټولنه کې د اخلاقي ارزښتونو ستنې ځواکمنې وي. فاشېزم د تولنې د اخلاقي ودانۍ په ویجاړولو سره دا ستنې له منځه وړي او پر ځای یې د وینو تویولو او جرمونو د برج او بارې د بنسټ ډبره ږدي. څومره چې وخت تېرېږي دا برج او باره لوړېږي او د سولې، آرامۍ او انساني عزت او عظمت د بېرته راګرځولو لګښت ورځ تر بلې زیاتېږي.

د فاشېستي غوښتنو په وړاندې له وطنه ساتنه، له بل هر خطر څخه په ساتنې لومړیتوب لري. واقعي وطن پالنه باید پر یوې داسې ارادې او هوډ ولاړه وي، چې په پای کې د هېواد جغرافیه کې د شر، ویجاړۍ او وژنو لېوالتیا له منځه لاړه شي. څوک له تاوتریخوالي او شر څخه خوند وانخلي او  پر ټوليز وجدان د ظلم، دروغو او جنایت د ګناه بار دروندوالی ونه کړي.

د کامو دویم لیک – دویمه برخه

مخکې مې تا ته و ویل چې په [بریا] دا ډاډ، زړه له خوښۍ نه ډکوي. موږ پوهېږو ، چې د هغو لارو په اوږدو کې مو څه شیان له لاسه ورکړي دي. موږ د هغې «ترخې خوښۍ» په بیه پوهېږو، د جګړې کولو خوښي، په داسې حال کې، چې له خپل وجدان سره په سوله کې یو، ځکه چې موږ ښه ترا پوهېږو هغه څه مو چې له لاسه ورکړي دي، بېرته نه راګرځي، او زموږ جګړه هموغمره چې په بریا له ډاډه تر څنډو ده، له ترخو هم ډکه ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د ورور مې مسکا او د خور مې اوښکې، د کانکور او ناتمامه خوبونو کیسه

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت د بودجې د کمښت له امله درېدلی

جګړه موږ ته خوښي نه راکوي. [په پیل کې] د جګړې لپاره زموږ دلایل په بشپړه توګه چمتو نه وو، له همدې امله زموږ ملت کورنۍ جګړه، یوه هوډمنه او متحده مبارزه او یوه نه بیانېدونکې قرباني غوره کړه. دا هغه جګړه ده، چې ملت د ځان په وړاندې اعلان کړه. نه هغه جګړه، چې ناپوهه او کمزورو دولتونو هغه منلې وي. خو هغه جګړه چې په کې ملت ځان بیا مومي او له همدې کبله اوس د هغه باور لپاره جګړه کوي، چې د ځان لپاره یې جوړه کړې ده. په هر صورت د دې [عزت لرونکي ژوند] برج او باره چې ملت د ځان لپاره جوړه کړه، ډېره لوړه بیه درلوده.

دلته هم دا خلک [فرانسویان] ستاسو تر خلکو [آلمانیانو] ارزښمند دي، ځکه د دې خاورې غوره زامن د ژوند او مرګ په دې جګړه کې له پښو ولوېدل او دا زما تر ټولو بد فکر دی. د جګړې په کنایه کې یوه کنایه مېزه ګټه نغښتې ده. مرګ هر چېرې پراخه دی او ژوند یوازې په بخت او ستوري پورې اړه لري. په هغه جګړه کې چې موږ په لار اچولې، زړورتیا په ناڅاپي ډول راپورته شوه او تاسو تل زموږ تر ټولو ښکلی روح په نښه کړی دی.

له هغه ځای چې ستاسو سادګي د وړاندوینې وړ نه ده، تاسو هېڅ کله نه پوهېږۍ چې څه شی باید وټاکۍ، خو ښه ترا پوهېږۍ، چې څه شی باید له منځه یوسۍ. موږ سره له دې، چې ځان د «روح ساتونکي» بولو، پوهېږو، چې که ورانوونکی ځواک په کافي کچه ځواکمن وي، روح هم کولی شي ومري، په هر صورت موږ په یوه بل ځواک باور لرو.

ته ګمان کوې چې د هغو څېرو په سوري سوري کولو سره، چې له دې غلې نړۍ یې مخه ښه کړې، زموږ د حقیقت څېره له منځه وړې. خو ته هغه هوډ چې فرانسه هڅوي، د وخت په وړاندې مبارزه وکړي، په پام کې نه نیسې. په سختو شېبو کې دا زړه سړوونکی باور، موږ په پښو دروي، چې زموږ ملګري به زموږ د دښمنانو په پرتله ډېر صبرناک وي او شمېر به یې تر مرمیو ښايي زیات وو. ګورې؟ فرانسویان هم د غوسه کېدو وړتیا لري.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو څار ډله: د جبري ستنولو پر ځای له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د فشار لپاره وکاروی
خبر

د بشري حقونو څار ډله: د جبري ستنولو پر ځای له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د فشار لپاره وکاروی

8 جولای 2026
د جلاوطنۍ ترخه ډوډۍ: ایران کې د افغان کډوالو تر منځ د بېوزلۍ څېره
دسته‌بندی نشده

د جلاوطنۍ ترخه ډوډۍ: ایران کې د افغان کډوالو تر منځ د بېوزلۍ څېره

8 جولای 2026
معترضې ښځې: له نجونو پرته کانکور افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمي سند دی
خبر

معترضې ښځې: له نجونو پرته کانکور افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمي سند دی

7 جولای 2026
په سړک طالبان، په کور کې نارینه، د افغان ښځو د اعتراض غږ څنګه غلی کېږي؟
دسته‌بندی نشده

په سړک طالبان، په کور کې نارینه، د افغان ښځو د اعتراض غږ څنګه غلی کېږي؟

7 جولای 2026
لغمان کې سیند ته د کډوالو موټر د لوېدو پېښه کې اووه تنه مړه شويانځور
خبر

لغمان کې سیند ته د کډوالو موټر د لوېدو پېښه کې اووه تنه مړه شويانځور

4 جولای 2026
بدخشان کې څو ښځینه موټر چلوونکې او د طالبانو په چک پانتونو بې شمېره خنډونه
دسته‌بندی نشده

بدخشان کې څو ښځینه موټر چلوونکې او د طالبانو په چک پانتونو بې شمېره خنډونه

4 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه