د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

جلا وطنه معترضو ښځو د افغان ښځو د وضعیت لپاره د حق غوښتنې پروګرام جوړ کړ

22 اپریل 2026
جلا وطنه معترضو ښځو د افغان ښځو د وضعیت لپاره د حق غوښتنې پروګرام جوړ کړ

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

کاناډا کې مېشت د «نوي نسل د بدلون شبکې او پاکستان کې «جنبش آزادګان در تبعید» د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د ښځو د وضعیت په اړه د حق غوښتنې پروګرام جوړ کړی دی.

رخشانه: دغه پروګرام نن (چهارشنبې د غوايي ۲ مه) د مدني بنسټونو، بشري حقونو د فعالانو، یو شمېر څېرو او جلا وطنه افغان سیاسیونو د استارو په ګډون جوړ شو.

د دې ناستې ګډونوالو ویل، سره له دې چې له افغانستانه کډه شوي، خو د ګډوالۍ په ټولو پړاونو کې غلي نه دي پاتې شوي، او تل یې د افغان ښځو او نجونو د غلې کړای شوي غږ د پورته کولو هڅه کړې ده.

د هېواد د پارلمان مخکنۍ غړې شکریې بارکزۍ په دې ناسته کې ویلي، نن ورځ ښځې د بل هر وخت په پرتله، د ځان بساینې، وړتیا، زده کړې او ګډون په مفهوم پوهېږي.

هغې هېواد کې د ننه او بهر کې مېشتو افغان ښځو او نجونو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې په زړورتیا سره ودرېږي او باور ولري، چې له دوی هره یوه، د بدلون راوستو له ریښتینو مشرانو څخه دي.

د دې ناستې ګډونوالو هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې، د پیوستون، د حق غوښتنې د دوام او د ښځو د اساسي حقونو د بېرته تر لاسه کولو لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دوی د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو له زیاتېدو اندېښنه وښوده او هېواد کې د ننه ښځو د وضعیت په اړه یې د نړیوالنې د جدي ملاتړ او پاملرنې غوښتنه وکړه.

طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې د پراخو محدودیتونو په لګولو سره، د هېواد ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې کړې دي.

دې ډلې په یاده موده کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو لغوه کولو ته هېڅ پاملرنه نه ده، بلکې لا یې زیات کړي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه