د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د درې ښځو په ګډون ۴۹ تنه په دورو وهلي دي

23 اپریل 2026
طالبانو په شپږو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۳۷ تنه په دورو وهلي

طالبانو د روانې اوونۍ اوږدو کې، په بلخ، فراه، جوزجان، میدان وردګ، بادغیس، پکتیا او بدخشان کې د درې ښځو په ګډون ۴۹ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور په دورو وهلي دي.

رخشانه: دا کسان د شرابو د تولید، څښلو، پېر او پلور، روژې خوړلو، د مور او پلار ځورولو، له واده بهر جنسي اړیکې او غلا په تور په دې اوو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

شنبې د (وري ۲۹ مه) جوزجان، فراه او بلخ کې د دوه ښځو په ګډون ۴۲ تنه په دورو وهلي دي.

د دوه ښځو په ګډون ۲۷ تنه د شرابو د تولید، څښلو، پېر او پلور، روژې خوړلو، د مور او پلار ځورولو او له واده بهر جنسي اړیکې په تور، د جوزجان ولایت مرکز جوزجان ښار کې له ۲۰ تر ۳۹ دورو وهلي دي.

معلومه نه ده، چې دې کسانو ته د څومره بند سزا ورکړل شوې ده.
۱۴ تنه د لواطت په تور د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۰ دورو وهل شوي دي.

دا معلومه نه ده، چې دا کسان په څومره بند محکوم شوي دي.

یو تن له واده بهر جنسي اړیکې په تور د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او په دوه کاله تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

یکشنبې د (وري ۳۰ مه) دوه تنه د غلا په تور د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په دوه کاله تفنذي بند محکوم شوي دي.

دوشنبې د (وري ۳۱ مه) درې تنه د بېلا بېلو تورونو له امله بادغیس او پکتیا ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

دوه تنه د روژې خوړلو په تور د بادغیس ولایت دره بوم ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۲۰ دورې وهل شوي او په دوه میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

یو تن د وژنې د ګواښ په تور د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۱۰ دورې وهل شوی او په درې کاله تنفذي بند محکوم شوی دی.

چهارشنبې د (غوايي ۲ مه) د یوې ښځې په ګډون دوه تنه له واده بهر جنسي اړیکې په تور د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو په عام محضر کې د خلکو په دورو وهل غندلي او هغ یې د انساني کرامت څخه سرغړونه بللې، خو طالبانو په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې د ښځو او ځوانانو په ګډون سلګونه تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

دې ډلې د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د بنسټونو غوښتنې ته په نه پاملرنې، لږ تر لږه ۱۴ تنه د زرګونو نندارچیانو په ځانګړې توګه د ماشومانو په شتون کې اعدام کړي دي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده
دسته‌بندی نشده

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه