د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فرشته عباسي: طالبان هڅه کوي د جلا وطنه افغان ښځو غږ کابو او غلی کړي

25 اپریل 2026
فرشته عباسي: طالبان هڅه کوي د جلا وطنه افغان ښځو غږ کابو او غلی کړي

عکس: رسانه‌ی رخشانه

د بشري حقونو څار ډلې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي وايي، طالبان په داخلي رسنیو د فشار راوړلو سره هڅه کوي، د جلا وطنه افغان ښځو غږ کابو او غلی کړي.

رخشانه: عباسي نن (شنبې د غوايي ۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکي: «د طالبانو ځپوونکی نظام تر افغان پولو نه محدودېږي.»

نوموړې زیاته کړې، په دې وروستیو کې یوې سیمه ییزې افغان رسنۍ له دې غوښتي، چې پر ځای یې یو نارینه همکار، د بشري حقونو څارډلې د وروستي راپور په اړه یو ویډیويي کلېپ کې خبرې وکړي.

عباسي دا غوښتنه ټکان ورکوونکې بللې لیکي: «په غوسه مې پیام بیا ولوست، سره له دې، چې زه د بشري حقونو څار ډله کې د افغانستان د برخې راپور لیکوونکې او څېړونکې وم، دې رسنۍ غوښتل، چې زما پر ځای مې یو نارینه همکار خبرې وکړي. په خواشینۍ سره د دې غوښتنې تر شا هغه څه دي، چې ډېری افغان مېرمنې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هغه تجربه کوي.»

د افغانستان د څانګې څېړونکې زیاتوي، طالبانو دې رسنۍ ته امر کړی، هر هغه افغان ښځه، پرته له دې چې په هر ځای کې ژوند کوي، د رسنیو سره د خبرو پر مهال باید بشپړ حجاب سره راڅرګنده شي.
هغې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې د بیان آزادۍ په ماناداره توګه په ځانګړي ډول د ښځو لپاره شتون نه لري.

عباسي په هېواد کې د ننه په رسنیو کې د ښځو کار ته اشاره وکړه وايي، په ځینو ولایتونو کې ښځینه خبریالانې د کار اجازه نه لري او د راډیو او تلوېزیون له لارې د هغوی غږ خپرېدل بند کړای شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هغې د طالبانو نظام «ځپوونکی» وباله زیاته یې کړه، دا ډله هڅه کوي پر رسنیو د فشار راوړلو سره، د هغو کسانو غږ غلی کړي، چې د دوی د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه خبرې کوي.

عباسي په ټينګار سره وايي، دا ډول اقدامات د افغان ښځو د بیان آزادۍ د حق لپاره ناوړه پایلې لري او هغوی نه باید دې ته اړ کړای شي، چې په عام ډکر کې د طالبانو تبعیض لرونکو قوانینو ته غاړه کېږدي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه