د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بادغیس کې د یوه کور چت لوېدو د څلورو ماشومانو او یوې ښځې ژوند واخیست

25 اپریل 2026
بادغیس کې د یوه کور چت لوېدو د څلورو ماشومانو او یوې ښځې ژوند واخیست

عکس: دفتر رسانه‌های والی طالبان در بادغیس

بادغیس کې د طالبانو والي د رسنیو دفتر وايي، د دې ولایت مرکز قلعه نو ښار کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې څلورو ماشومانو او یوې ښځې ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: دا پېښه د شنبې په شپه (د غوايي ۵مه) سهار مهال ۳:۳۰ بجې د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار اړوند د باغکي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

بادغیس کې د طالبانو والي د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د استوګنې د دوه کوټو چتونه ناڅاپي رالوېدلي دي.

خبرپاڼه کې راوړل شوي د دې پېښې په ترڅ کې د یوې کورنۍ څلورو ماشومو نجونو او یوې ښځې ژوند بایللی او دوه تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
معلومه نه ده، چې د دې کور چتونه په څه دلیل رالوېدلي دي.

تېره اوونۍ هم د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې دوه ښځو ژوند بایللی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

د هېواد په ډېری سیمو کې د استوګنې کورونه د معیاري نه جوړېدو او زړښت له امله، د باران او واورې په موسمونو کې ویجاړېږي.

اړوندې لیکنې

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه