د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د تبلیغ کوونکو قانون توشېح کړ، «د بلنې پر مهال د نابالغو کسانو او ښځو له بېولو ډډه وشي»

29 اپریل 2026
طالبانو د تبلیغ کوونکو قانون توشېح کړ، «د بلنې پر مهال د نابالغو کسانو او ښځو له بېولو ډډه وشي»

د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړي، چې د «تبلیغ کوونکو قانون» د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا توشېح او په رسمي توګه خپور شوی دی.

رخشانه: دې وزارت پرون (سه شنبې د غوايي ۸ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، د «تبلیغ کوونکو قانون» یوه مخینه، درې بابه، دوه څپرکي او ۱۷ مادې دی او د پلي کولو مرجع یې هم د طالبانو امربالمعروف دی.

د طالبانو د تبلیغ کوونکو په دې قانون کې راغلي، تبلغي باید «مسلمان او د حنفي مذهب پیرو» وي. د دې قانون پر بنسټ «غیر حنفي تبلغي» له دعوته بند شوی دی.

د دې قانون له مخې، بلنه باید د خبرو او بیان، خواله رسنیو، راډیو، مجلې، کتاب، ورځپاڼې او هغو رسنیو، چې د ساه کښو انځور نه خپروي، له لارې تر سره شي.

د دې قانون لسمه ماده کې راغلي، دعوت باید د حنفي مذهب پر بنسټ وشي.

د لسمې مادې دویم بند کې راغلي، «د دعوت پر مهال باید د نابالغه کسانو او ښځو له بېولو ډډه وشي.»

همدارنګه د دې قانون یولسم ماده وايي، دعوت باید د ګاونډي د حق، د مېړه او ښخې د حقونو او د ښځو د عامو حقونو د ښوونې په موخه تر سره شي.

طالبانو په دې قانون کې د خپل پټ شوي «امیر په اطاعت» ټيڼګار کړی دی.

د یولسمې مادې دیارلسم بند کې کښل شوي، دعوت کوونکی باید په ځانګړې توګه «د ستر او حجاب په فضیلت» خبرې وکړي.

د دې قانون پر اساس، طالب چارواکي، د دې ډلې غړي، د جوماتونو امامان او عام خلک مکلف دي، چې د تبلیغیانو او دعوت کوونکو سره همکاري وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ویلي، د طالبانو د «تبلیغیانو قانون» د نړیوالو بشري حقونو خلاف دی.

بنټ په خپله اېکس پاڼه د طالبانو د «تبلیغیانو قانون» د توشېح په تړاو اندېښنه ښودلې وايي: «داسې ښکاري چې [دا قانون] د حنفي مذهب په ګټه د مذهب پر بنسټ تبعیض کوي، چې د نړیوالو بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف دی.»

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، بشري حقونونه له مذهبي او قومي لږکیو ملاتړ کوي.
هغه پر دوام ټینګار کړی، چې «د [طالبانو د تبلیغ کوونکو قانون] بشپړ تحلیل روان دی.»

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده
دسته‌بندی نشده

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه