د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څارډله: نړیوالو رسمي لوبو ته د جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډلې ستنېدل تاریخي فرصت دی

29 اپریل 2026
د بشري حقونو څارډله: نړیوالو رسمي لوبو ته د جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډلې ستنېدل تاریخي فرصت دی

FIFA

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لوري نړیوالو رسمي لوبو ته د جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډلې ستنولو پرېکړه، د جنسیتي برابرۍ او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره یو تاریخي فرصت دی.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د غوايي ۹ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د فیفا دا پرېکړه، د دې څرګندوی ده، چې «هېڅ حکومت باید له عمومي ژونده د ښځو د حذفولو توان ونه لري.»

د «سپورت او حقونو» د ائتلاف اجرائیوي مدیرې آندریا فلورنس ویلي دي: «د فیفا دا پرېکړه د دې ډاډ تر لاسه کولو لپاره چې د فدراسیون هر غړی د جنسیتي برابرۍ او بشري حقونو په وړاندې خپل مسوولیتونه عملي کوي، خورا مهمه ده.»

د بشري حقونو څار ډله کې د نړیوالو نوښتونو مدیرې مینکی وردن ویلي، فیفا بالاخره سم کار وکړ او هغه تشه یې وتړله، چې د طالبانو تبعیضي سیاستونو ته یې د نړۍ په کچه د پلي کېدو اجازه ورکوله.

هغې زیاته کړې، د فیفا دا ګام باید د نړیوالو سپورتي بنسټونو د غبرګون لپاره، چې لوبغاړي د جنسیت، قوم یا باورونو له آمله په منظم ډول حذفېږي، یوه بېلګه و اوسي.
د بښنې نړیوال سازمان د اقتصادي او ټولنیز عدالت د څانګې مشر استیو کاکبرن ویلي «افغان ښځې دوه ځلې سزا لیدلې: یو ځل چې طالبانو له خپلو کورونو وشړلې او بل ځل د سپورت د نړیوالو بنسټونو له لوري، چې اجازه یې ورکړه هغوی له پامه وغورځول شي.»

هغه ټینګار کړی، چې «د ښځو د فوټبال لوبډلې په رسمیت پېژندنه د ټولو افغان مېرمنو لپاره د عدالت په لور یو ګام او د دې نښه ده، چې کله نړیواله ټولنه خپلې سترګې پټول نه ویني، نو څه شیان امکان پیدا کوي.»

فیفا نن سهار اعلان وکړ، چې د جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډله، د طالبانو د تایید له اړتیا پرته کولی شي د فوټبال په رسمي سیالیو کې استازولي وکړي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر جیاني اینفانتینو ویلي دي، دا پرېکړه په ټولنه نړۍ کې د سپورت په برخه کې یو پیاوړی او بې مخینې ګام دی.»

ټاکل شوې د Afghan women united لوبډلې راتلونکی رونیز کمپ د روان کال د جون میاشتې له لومړنۍ نېټې تر نهمې پورې په نیوزیلنډ کې تر سره شي.

په دې اړه نور ولولئ...

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

طالبانو واک ته له بیا راتګ وروسته، د ښځو او نجونو په وړاندې د نورو محدودیتونو تر څنګ، د ښځو لوبې هم بندې کړې.

د دې محدودیت له لګولو وروسته، د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې غړو هېواد پرېښود او په استرالیا، برېتانیا، آلبانیا، پرتګال او امریکا کې یې پناه واخیسته.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

10 اکتوبر 2026
«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام
دسته‌بندی نشده

«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام

10 اکتوبر 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026
زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
خبر

زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه