د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

لیندسي: په ښځو د طالبانو د محدودیتونو په دوام افغانستان سوکالي نه شي موندلی

1 مې 2026
لیندسي: په ښځو د طالبانو د محدودیتونو په دوام افغانستان سوکالي نه شي موندلی

عکس: Gov.uk

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو اندېښنه ښودلې وايي، «افغانستان سوکالۍ ته نه شي رسېدای، په داسې حال کې، چې نیم وګړي یې له زده کړو، کار او ټولنه کې له بشپړ ګدون څخه بې برخې دي.»

رخشانه: لیندسي نن (پنشنبې د غوايي ۱۰ مه) کابل ته د خپل سفر په پای کې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې ده په دې سفر کې له طالب چارواکو او مدني ټولنې له استازو سره لیدنې او خبرې اترې درلودې.

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ویلي، په دې سفر کې یې د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو، بشردوستانه لاسرسیو او بشري حقونو په اړه خبرې اترې کړې دي.

لیندسي د «ټولګډونه حکومتولۍ او د بشري حقونو برخه کې پرمختګ د نړیوالې تولنې سره د افغانستان د اړیکو د بنسټیزو ستنو په توګه» پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه همدارنګه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د پروسې له لارې د رغنده ښکېلتیا پر اهمیت هم ټینګار وکړ او د بشري حقونو، ټول ګډونه حکومتولۍ او د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د همکارۍ برخو کې یې د نړیوالو اندېشتو د حل لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.

دی وايي: «دا سفر خورا مهم فرصت وو تر څو په مستقیمه توګه د طالبانو له وزیرانو او چاروکو سره د هغه موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي، چې د برېتانیا، نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو لپاره ارزښت لري.»

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

نوموړي زیاته کړې: «ما همدارنګه په دې سفر کې له کوم خنډ پرته بشري مرستو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ، تر څو ژغورونکې مرستې د اړمنو کسانو لاس ته ورسېږي. همدارنګه برېتانیا د افغان وګړو ملاتړ ته ژمنه ده.»

ریچارد لیندسي ټینګار وکړ، چې د افغانستان د دوامداره راتلونکې لپاره د برېتانیا ملاتړ د داسې شرایطو رامنځ ته کولو پورې تړلی، چې ښځې په کې کار وکړي، ماشومان په کې زده کړو ته لاسرسی ولري او بشري مرستې په خوندي او بې پرې توګه اړمنو خلکو ته ورسېږي.

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي له پاکستان سره د تاوتریخوالي د کمولو او خبرو اترو غوښتنه او په دې یې ټینګار کړی، چې هېڅ نظامي حل لار شتون نه لري.

هغه د بشري مرستو د لېږد لپاره د سرحدي لارو د بیا پرانستو په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د محدودیتونو دوام کولی شي له یو میلیون ډېرې ښځې او ماشومان د خوړو له مهمو مرستو او روغتیايي خدماتو بې برخې کړي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه