د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو د آزدۍ ځپلو شدت او د خبریالانو د پراخه نیونې دوام

2 مې 2026
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو د آزدۍ ځپلو شدت او د خبریالانو د پراخه نیونې دوام

عکس: مرکز خبرنگاران.

د مطبوعاتو نړیوالۍ ورځې رارسېدو سره سم د «افغان خبریالانو مرکز» او د «افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنسټ» د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو آزدۍ د ځپلو په شدت او د خبریالانو د پراخه نیونې پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

رخشانه: دې دوو بنسټونو نن (شنبې د غوايي ۱۲ مه) په جلا اعلامیو کې، هېواد کې پر رسنیو او خبریالانو، د طالبانو د پراخو محدودیتونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) مرکز په اعلامیه کې لیکلي، د ۲۰۲۵ میلادي کال د مۍ له میاشتې تر اوسه، هېواد کې د رسنیو ځپلو او سانسور پروسه په اندېښمنوونکې توګه پراخه شوې ده.

دې مرکز ویلي، په تېرو دولسو میاشتو کې یې د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو له آزادۍ د سرغړونې لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې، چې ۱۲۷ پېښې د ګواښلو او ۲۰ پښې یې د خبریالانو د نیولو دي.

د دې مرکز په وینا، په تېر یوه کال کې په اتو ولایتونو کې پر تلوېزیونونو د ساه کښو انځور خپرول بند شوي او دا بندیز د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ هغو کې په رسمي ډول پلی کېږي.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، د دې محدودیتونو په ترڅ کې د لږ تر لږه ۸ سیمه ییزه تلوېزیونونو، ۱۱ رسنیو یا رسنیزو بنسټونو فعالیتونه، د طالبانو د محدودونکو لارښوونو نه پلي کېدو له امله د تل یا هم د لنډ مهال لپاره بند شوي دي.

دې مرکز زیاته کړې، طالبانو په تېر یوه کال کې د رسنیو او خبریالانو ملاتړو ۱۰ بنسټونو جوازوه لغوه کړي او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیت یې سخت کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، طالبانو پر رسنیو فشار زیات کړی او له خلکو سره د خپرونو جوړولو او مرکو چمتو کولو برخه کې مداخله کوي.

دغه مرکز لیکلي، په تېرو دولسو میاشتو کې، هېواد کې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه زیات شوي، په څو ولایتونو کې په رسمي ډول د ښځو په غږ بندیز لګول شوی او څو ځلې د طالبانو په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور کړای شوی دی.

د افغان خبریالانو مرکز راپور ورکړی، چې په دې موده کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي او بندي شوي دي. له دې ۵ تنه هغه کسان دي، چې ږیرې یې د دې ډلې د امربالمعروف ادارې د تایید وړ نه وې. څلور خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې په خپلو «شا ته تلوونکو» سیاستونو بیا کتنه وکړي، بندي خبریالان خوشي کړي او په هېواد کې د رسنیو آزاد فعالیت ته زمینه برابره کړي.
دې مرکز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان خبریالانو او رسنیو سره په پیستون، د هېواد د ننه او بهر د خپلواکو رسنیو او له خطر سره مخ خبریالانو ملاتړ وکړي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) هم په یوه اعلامیه کې لیکلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې آزادۍ رسنۍ خپله یوه تر ټولو سخته او تیاره دوره تېروي.

دې سازمان زیاته کړې، په هېواد د طالبانو په څه کم پنځه کلنه واکمنۍ کې، پر رسنیو سانسور او محدودیتونه زیات شوي او په محتوا د سختو محدودیتونو لګولو، د رسنیو د فعالیت ساحه د پام وړ محدوده کړې ده.

د سازمان په وینا، «معلوماتو ته د لاسرسي په وړاندې خنډونه، د ښځینه خبریالانو په وړاندې محدودیتونه او د رسنیو د خپرونو په پالیسیو کې جبري بدلونونه هغه عوامل دي، چې په هېواد کې یې د رسنیو د خپلواکۍ ستنې لړزولې دي.»

دې بنسټ «د خبریالانو په وړاندې هر ډول فزیکي او رواني تاوتریخوالی سخت غندلی» دی او د طالبانو له زندان یې د بندي خبریالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

د دې بنسټ په وینا، بشیر هاتف، شکېب احمد نظري، حمید فرهادي، عزیز وطنوال او ابوذر سرپلي، هغه پنځه تنه خبریالان دي، چې طالبانو بندیان کړي.

د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان له طالبانو غوښتي، چې د خپلواکه رسنیو د فعالیت خنډ نه شي او پر خبریالانو فشارونو ته د پای ټکی کېږدي.

همدارنګه دې سازمان له نړیوالې ټولنې او د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غوښتي، چې د افغان خبریالانو له حقونو جدي او عملي ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې، ولې له طالبانو سره مبارزه اړینه او په کورنو کې له طالبي فکر سره تر هغې زیاته اړینه ده؟
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، ولې له طالبانو سره مبارزه اړینه او په کورنو کې له طالبي فکر سره تر هغې زیاته اړینه ده؟

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه