د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یو کور چې خوندي نه وو، د کورني تاوتریخوالي په سیوري کې د دوو قتلونو راپور

5 مې 2026
یو کور چې خوندي نه وو، د کورني تاوتریخوالي په سیوري کې د دوو قتلونو راپور

انځور: شکریه او لیزا شمس/ رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوي

سینا سعیدی

دا راپور د ښځینه وژنو دوه پېښې څېړي، چې په کې دواړه مېرمنې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د هغه راپورونو له مخې، چې هره ورځ په رخشانې رسنۍ کې تر موږ پورې رارسي، د طالبانو له بیا واکمنېدو او افغانستان کې له ښځو د ملاتړ پروګرامونو له نشتوالي وروسته، د ښځو په وړاندې کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی، خو د خپلواک څاروونکي بنسټ د نشتوالي له آمله، د دې تاوتریخوالي کره شمېرې په لاس کې نشته دي.

هغه څه چې په دې راپور کې لولۍ، په جلا توګه د کورني تاوتریخوالي او په پای کې د دوو ښځو د وژنې کیسې بیانوي، چې یوه یې په کابل او بله یې په تخار ولایتونو کې ده. په دې راپور کې د شکریې او لیزا شمس په نومونو هغه ښځې، چې ژوند یې له لاسه ورکړی دی، د کورنۍ غړو زموږ له خبریال سره مرکه کړې ده.

رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې د دې دوه پېښو د تورنو کسانو یا د هغوی د کورنیو له غړو سره خبرې وکړي، د همدې لپاره په دې راپور کې د تورنو نومونه نه دي راغلي.

د شکریې قتل

د (غوايي ۵ مه) د شنبې ورځې په سهار شاوخوا ۱۰ بجې د شکریې مشر ورور محمدیوسف بابر ته خبر رسېږي، چې یوازینۍ خور یې د «موږکو دوا» خوړلو له امله مسمومه شوې ده.

د شکریې خاوند هغه د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د «سینا» روغتون بېړنۍ څانګې ته وړي. د دې روغتون ډاکتران وايي، د شکریې روغتیايي وضعیت نازک دی او باید د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته ولېږدول شي.

د سرچینې په وینا، ۲۱ کلنه شکریه، د تالقان ښار دولتي روغتون ته د لېږد پر مهال په لار کې ژوند له لاسه ورکوي.

د شکریې کورنۍ ادعا کوي، چې د هغې مرګ د ځانوژنې له امله نه بلکې، د خاوند له خوا د وهلو ټکولو په سبب دی.

د شکریې برخلیک

د شکریې ورور یوسف بابر له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، خور یې تالقانو ښار کې دولتي روغتون ته د لېږد پر مهال، بهارک ولسوالۍ ته نارسیده ژوند له لاسه ورکوي: «موږ ته خبر راورسېده، چې شکریه مړه شوې ده. موږ په بېړه د مړي خښولو، کفن او قبر لپاره چمتو شو.»

د هغه په وینا، وروسته له هغې شکریه د غسل لپاره وړل کېږي، معلومېږي، چې هغې د وهلو ټکولو له آمله ژوند بایللی دی. ده ویلي، د شکریې په بدن د وهلو ټکولو سخت ټپونه لیدل شوي وو. «د ماسپښین له ۳ بجې وروسته یې جسد د غسل لپاره یووړ، هلته معلومه شوه، چې شکریه د موږکو دوا د مسمومیت له امله نه، بلکې د سختو وهلو ټکولو، د لرګي، سوکانو وارونو او ساه بندولو له امله مړه شوې ده.»

د شکریې ورور وايي، په دې موضوع له پوهېدو وروسته، په دشت قلعه ولسوالۍ کې د سیمه ییزه طالب چارواکو سره اړیکه نیسي او هغوی د خپلې خور د قتل په اړه جریان کې اچوي. په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ یو پلاوی د سینا روغتون د دوه ښځینه ډاکترانو سره یو ځای، د شکریې د قتل څېړلو لپاره، په «توحیدآباد» سیمه کې د هغې د پلار کور ته ورځي.

هغه زیاته کړه: «د جسد له څېړلو وروسته معلومه شوه، چې شکریه په وحشتناکه توګه وهل شوې ټکول شوې ده. د هغې بدن ټوکلی او تور شوی وو. دواړه بډوډي یې شنه او تور شوي وو. ډاکترانو زما د خور د مرګ علت مشخص نه کړ. جسد همداسې پاتې شو. موږ پوهېدو چې شکریه خپله د ده او زامنو «د شکریې د بن زیو» له خوا وژل شوې ده. موږ د شکریې جسد په امانت توګه خاورو ته وسپاره.»

د شکریې ورور وايي، د خپلې خور خاورو ته له سپارلو وروسته، له «اسنادو او لاسوندونو» سره یو ځای خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو سیمه ییزه ادارې ته مراجعه کوي او د دې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کوي. طالبان په پیل کې د شکریې د قتل تورن کسان نیسي او «د وژنې له انکار وروسته، د یوه بل شخص په ضمانت» یې خوشي کوي.

محمد یوسف پر دوام وايي، دوی له ناچارۍ د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته مراجعه او غوښتنه یې وکړه، چې د شکریې د وژنې عاملین تعقیب شي، هغه له قبره راوایستل شي او جسد یې د نورو څېړونو لپاره د تخار ولایت مرکز یا هم کابل کې د عدلي  طب څانګې ته ولېږدول شي.

شکریې او هغې د یوې خپلوانې ښځې انځور د شکریې په قبر/ رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د شکریې ورور وايي، طالبانو په وار وار د دوی دغه غوښتنه له پامه غورځولې ده.

شکریه شپږ کاله وړاندې، هغه وخت چې تازه ۱۵ کلنه وه، د خپل پلار د یوه ملګري په منځګړیتوب یوه داسې سړي ته واده کړای شوه، چې مخکې یې هم واده کړی وو او له شکریې ډېر مشر وو. هغه سړی چې دا مهال کابو ۵۰ کلن دی.

د شکریې خاوند، د خواجه غار ولسوالۍ د «سنګي» کلي اوسېدونکی او د شکریې پلار د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ د «توحیدآباد» کلي اوسېدونکی دی.

محمد یوسف بابر: «دا چې د پلار مې خوښه وه، موږ کوم کار ونه شوای کړای، د خور خوښه مې هم د پلار په خوښه پورې تړلې وه.»

له شکریې دوه واړه ماشومان پاتې دي.

د لیزا شمس کیسه، د ښځ وژنې کلتور قرباني

لیزا شمس د پنځو اولادونو مور، دوه هلکان چې ۱۲ کلن او ۱۰ میاشتنی وو او درې لوڼې، چې عمرونه یې د ۱۰، اتو او پنځو کلونو تر منځ دي، د تېر کال د سلواغې په ۱۳ مه نېټه، د کابل ښار د ۱۵ مې ناحیې د «عربانو بلاکونو» کې په خپل کور کې بېهوښه او روغتون ته له لېږدولو وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ.

د هغې له وژل کېدو څو میاشتې وروسته، د لیزا شمس پلار شمس الدین شمس وايي، لور یې د خاوند له خوا د همېشه وهلو ټکولو له امله ژوند بایللی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

نوموړی خپل زوم له یوې بلې ښځې سره په مینه تورن کړ وايي، همدا موضوع د دې باعث شوه، چې هغه یې له لور سره له تاوتریخوالي ډک چلند ولري.

ښاغلي شمس و ویل: «یو ځل زما د لور له مړینې ۱۵ ورځې مخکې (مېړه) یې هغه وهلې وه. کله چې زه له دې (موضوع) خبر شوم، غوښتل مې کابل ته لاړ شم، خو د حسیب الله وروڼو، خویندو او مور له ما بښنه وغوښته او تضمین یې راکړ، چې په راتلونکې کې به دې له لور سره تاوتریخوالی نه کېږي.»

د تاوتریخوالي قرباني لیزا شمس پورې اړوند غږیز کلېپ کې، چې رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی دی، د یوې ښځې غږ اورېدل کېږي، چې په ژړا کې د «زیار کاکا» په نوم یوه سړي ته خطاب کوي. په دې غږیز فایل کې لیزا وايي: «… ما ته له کوره د وتلو اجازه نه راکوي. خویندو ته مې یې هم ویل، چې کور ته د راتګ او لیزا د لیدلو کولو حق نه لرۍ.»

لیزا په دې غږیز فایل کې وايي، یو ځل یې خاوند تر دې بریده و وهله، چې تر درې ورځو پورې یې خبرې نه شوای کولای، یا له ځایه پورته شي او خواړه وخوري.

لیزا پر دوام «زیار کاکا» ته په خطاب کې وايي: «زما ګناه څه ده، چې دا ډول چلند راسره کوي؟… په دې ډول چلند یې زه له ژوند څخه داسې ستړې کړې یم…. نه پوهېږم ګناه مې څه ده؟»

د لیزا پلار شمس الدین شمس له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، یو ځل یې زوم لیزا په ډېره بې رحمه توګه ربړولې او وهلې وه او هغه یې په کوټه کې بندي کړې وه. «لور مې له ما سره اړیکه ونیوه او په داسې حال کې، چې خبرې کول ورته سخت وو، ویې ویل، هغه [مېړه یې] له وېښتانو ونیولم او سر مې یې د پخلنځي په دېوال و واهه. کله چې په ځمکه ولوېدم، په خېټه مې راکېناست او په سوکانو یې په دې سر او مخ و وهلم. زه د سوکانو او لغتو له امله بېهوښه شوم. کله چې په هوښ راغلم، ومې لیدل، چې په کوټه کې بندي یم.»

ښاغلی شمس وايي، د «ربړونې او ظالمانه وهلو ټکولو» له آمله یې د لور «سر، زنې، غاړه، اوږې، پښتۍ او پښې» سخت ټپونه لیدلي وو.

د لیزا پلار زیاته کړه، د همدې پېښې په ترڅ کې لیزا د خپلو دوه خویندو او د خاوند د خپلوانو د یوې ښخې له خوا په بېهوښه حالت کې «رحمت خصوصي روغتون» ته، چې د کابل ښار په «قصبه سیمه» کې موقعیت لري، لېږدول کېږي او لیزا په روغتون کې ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي و ویل: «ما له خپلو نورو لوڼو نسترن او ملینا سره، چې «په خواجه رواش بلاکونو» کې ژوند کوي اړیکه ونیوه، چې ژر تر ژره خپله خور د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدوي.»

ښاغلي شمس ویلي دي: «د همغه ورځې د ماښام شاوخوا ۷ بجې [د فبرورۍ اوله] لور مې عدلي طب ته لېږدول کېږي. کله چې د لیزا جسد عدلي طب ته رسېږي، مېړه یې د هغې د جسد څېړلو مخنیوی کوي وايي، لیزا ځان وژنه کړې او څېړنو ته اړتیا نشته. هغه جنازه له طب عدلي څخه اخلي.»

په هغه انځورونو کې چې رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوي، د هغې په مخ کې شینوالی لیدل کېږي.

ښاغلی شمس ادعا کوي، طالبان پر ځای د دې چې د لور د وژل کېدو پېښه یې وڅېړي، د دوه نورو لوڼو مېړونه یې په وار وار جلب کړي او له هغوی یې پلټنې کړې دي.

په یوه غږیز کلېپ کې چې رخشانۍ رسنۍ تر لاسه کړی، د یوه سړي غږ اورېدل کېږي، چې په ترخو الفاظو د لیزا شمس یوه خپلوان مخاطب ګرځوي او هغه ګواښي. هغه په دې غږیز کلېپ کې وايي: «او بې غیرته تښتېدلیه، میدان د پرېښود او وتښتېدې. ته راشه د خور مړی د پیدا کړه (د خور جسد د واخله.»)

د لیزا پلار، دا دې خپل زوم د وراره غږ بولي، چې دوه نورې لونې یې هم په مرګ ګواښلې دي.

د طالبانو په واکمنېدو سره، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د طالبانو مشر تېر کال د دې ډلې د محکمو لپاره جزايي اصول نامه توشېح کړه، چې پر بنسټ یې په صورت کې، چې نارینه د ښځې د بدن کوم ځای نه وي مات کړی، د ښځو وهل ټکول د سزا وړ نه بلل کېږي. د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی وو، چې د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه، د ښځو په وړاندې مخکې له مخکې تاوتریخوالی لا بنسټیز کوي.

په دې وروستیو میاشتو کې د ښځو د مرموزو وژل کېدو ډېری پېښې رسنیزې شوې دي.

لکه دا پېښه، چې د (غوايي ۶ مه) د شنبې په ورځ په دایکنډي ولایت کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ د خپل مېړه له خوا د وهلو ټکولو له امله ووژل شوه.

اړوندې لیکنې

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه