د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اروپايي پارلمان «د ترهګر سازمان په توګه د طالبانو پېژندنې» څېړلو حال کې دی

5 مې 2026
اروپايي پارلمان «د ترهګر سازمان په توګه د طالبانو پېژندنې» څېړلو حال کې دی

عکس: شبکه های اجتماعی.

د افغانستان د استازو جرګې پخوانی غړی بکتاش سیاوش ویلي، اروپايي پارلمان، افغانستان کې «د جنسیتي توپیر او طالبانو د ترهګرو سازمان په توګه د رسمیت پېژندلو» درخواست څېړي.

رخشانه: سیاوش نن (سه شنبې د غوايي ۱۵ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، اروپايي پارلمان، د دې پارلمان مخې ته، د ده د څو ورځني پرلټ څخه وروسته، د ده او بشري حقونو د نورو فعالانو غوښتنې ته ځواب ورکړی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې دغه غړي زیاته کړې، د هغه رسمي لیک له مخې، چې د اپریل ۲۶ د اروپايي ټولنې د عمومي منشي په استازیتوب صادر شوی، دا درخواست، د اروپايي پارلمان د عریضو کمېتې ته راجع شوی او د څېړلو په حال کې دی.

هغه لیکلي دي: «د بروکسل او سټراسبورګ ښارونو کې د څو ورځو پرلټونو او د زرګونو لاسلیکونو راټولولو وروسته، اروپايي پارلمان «افغانستان کې د جنستي توپیر په رسمیت پېژندلو او طالبانو د ترهګر سازمان په توګه د اعلانولو» عریضي د ثبت کولو خبر ورکړی دی.

بکتاش سیاووش شاوخوا میاشت وړاندې هېواد کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره د اروپايي ټولنې د پارلمان مخې ته د پرلټ خېمه وهلې وه او په افغانستان کې یې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې وه.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

هغه د اروپايي ټولنې له پارلمانه غوښتي وو، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو څخه ډډه وکړي او دا ډله په «رسمي توګه» د یوه ترهګر سازمان په توګه په رسمیت وپېژني.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته، هېواد کې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او خپلواکیو سخت او شدید محدودیتونه لګولي دي.

په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې په وار وار د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د جنسیتي توپیر بېلګه بللې او د نړیوالې ټولنې له خوا یې د هغې په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه