د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بدخشان کې یوه ماشومه نجلۍ په بې رحمه ډول وژل شوې

7 مې 2026
بدخشان کې یوه ماشومه نجلۍ په بې رحمه ډول وژل شوې

عکس: ارسالی

بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت راغستان ولسوالۍ کې یوه ماشومه نجلۍ په بې رحمه ډول وژل شوې ده.

رخشانه: یوې باوري سرچینې ویلي، دا پېښه د تېرې جمعې په ورځ (د غوايي ۱۰ مه) د راغستان ولسوالۍ «خلدسک» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دا نجلۍ ۱۲ کلنه وه او څښلو اوبو راوړولو لپاره له کوره وتلې وه.

سرچینې زیاته کړې، د هغې جسد نیم ساعت وروسته، د اوبو د څاه تر څنګ د مور او خور له خوا پیدا شوی دی.

د سرچینې له قوله، دا ماشومه نجلۍ د درې کسانو له خوا تر برید لاندې راغلې او له وهلو ټکولو وروسته یې ژوند بایللی دی.

د دې ماشومې د وژنې انګېزه جنسي کارونه ویل شوې ده.

د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار هم بدخشان ولایت کې یوه ښځه د ناپېژانده وسله والو کسانو په ډزو وژل شوې ده.

په وروستیو لسو ورځ کې هېواد کې د ښځو او نجونو د وژنې پېښې په بې مخینې توګه زیاتې شوې دي.

د رخشانې رسنۍ د راپورونو له مخې، لږ تر لږه څلور ښځې او نجونې، په تخار، دایکنډي او بدخشان ولایتونو کې د خپلو کورنیو د غړو له خوا وژل شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

د ښځو هدفي وژنې د بشري حقونو د فعالانو او بنسټونو د سختې اندېښنې لامل شوې دي.

دې بنسټونو طالبان تورن کړي، چې د دې پېښو عاملین نه تعقیبوي او د هغه څه له دوامه یې اندېښنه ښودلې، چې «د ښځو وژنه» بلل کېږي.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه