د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري

11 مې 2026
یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري

UNICEF Afghanistan

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړی صندوق (یونیسف) وايي، په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د غوايي ۲۱ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان کې بشري مرستو ته اړمن کسان له ۱۱.۶ میلیونه زیات ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړی صندوق وايي، افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ یو له سختو بشري بحرانونو څخه پر ځای پاتې دی.

د یونیسف په وینا، مخ پر زیاتېدونکۍ ناامنۍ، په پراخه کچه د خوړو نه خوندیتوب، د ګڼ شمېر کډوالو راستنېدل، وچکالي او پرلپسې طبیعي پېښو دا فشارونه لا زیات کړي دي.

دې بنسټ له ټولنیز ژوند نه د ښځو او نجونو منظم محرومیت ته په اشارې ویلي، دې محدودیتونو زیان مننه ژوره کړې او اړینو خدماتو ته لاسرسی لنډوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي ضندوق زیاته کړې، نېږدې ۴۵ سلنه نفوس په غیر متناسب ډول د خوارځواکۍ، ناروغیو، امنیتي خطرونو، زده کړې او اساسي خدمتونو ته له محدود لاسرسي اغېزمن شوي دي.

یونیسف ویلي، شدیدو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو راوتلو، په ۳۱ ولایتونو، ۱۶۵ ولسوالیو او ۵۴۶ کلیو کې زیانونه اړولي او له ۷۳ زره او ۳۰۰ څخه زیات وګړي له دې پېښو اغېزمن شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

دا بنسټ وايي، په هېواد کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله، ۹۳ تنو ژوند بایللی او ۱۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یونیسف د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې ۷.۱ میلیون ماشومان بېړنیو ښوونیزو مرستو ته اړتیا لري.

اړوندې لیکنې

فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه