د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله

12 مې 2026
د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله

داکتر بدریه جلالی/ عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

غزال محمدي

د «سه شنبې غوايي ۳ مې» په ورځ د سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې مخې ته، ډاکتر بدریه جلالي د طالبانو  د یوې امنیتي حوزې په څو قدمۍ کې تر وسله وال برید لاندې راغله او ژوند یې وبایله.

د ادراک خصوصي پوهنتون برخواله ډاکتره بدریه جلالي، هغه شېبه چې یوه ښاري ټکسي موټر کې سپرېده، په نښه شوه. د سرچینو په وینا، یوه سړي د موټر دروازه خلاصه کړه او له نېږدې ځایه یې پر هغې ډزې وکړې.

د ډاکترې بدریې یوه نېږدې خپلوان څو ساعته وروسته د هغې مړۍ په روغتون کې ولید. د واقعي هویت د پټ ساتلو په شرط یې له رخشانې رسنۍ سره په خپلو کې و ویل: «د ډاکترې بدریې سر په وینو لړلۍ وو، ښۍ سترګه یې راوتلې او توره شوې وه، خو نور بدن یې روغ رمټ وو.»

د سرچینې په وینا، امنیتي کمرو له وژل کېدو وړاندې شېبې ثبت کړې دي: «په ویډیوګانو کې لیدل کېدل، یو ډنګر لوړ  هلک، چې تورې جامې او سپین واسکټ یې پر تن دی، پر غوږونو او پوزه راپراته ښوی ویښتان یې په یوه نرم دسمال کې پېچلي او په ډاکترې بدریې پسې له شا نه روان دی. کله چې بدریه ټکسي دروي او په کې کېني او غواړي دروازه یې بند کړي، همدا کس دروازه خلاصوي او د بې غږه تومانچې پر مټ د هغې پر مخ ډزې کوي او تښتي. بدریه ځای پر ځای وژل کېږي، ځکه ډېره وینه یې بهیده.»

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې د طالبانو یوولسمه امنیتي حوزه د پېښې ځای ته نېږدې وه او د سرچینې په وینا، بریدګر په سړه سینه سیمه پرېښې ده. «بدریې د خیرخانې په اوله حصه کې، یوولسمې امنیتي حوزې ته مخامخ خپل کور کې ژوند کاوه، د حکومت لپاره شرمس دی، چې د حوزې مخ ته، د طالب د سترګو په وړاندې او په عمومي سړک یو څوک وژل کېږي.»

۴۴ کلنه ډاکتر بدریه جلالي د افغانستان د شمالي بدخشان ولایت اوسېدونکې وه. هغې له ۱۵ کلونو زیاته موده، په ملالۍ روغتون کې د نسایي ولادي برخې د متخصصې په توګه کار کړی وو. افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، بدریه له خپلو اولادونو سره انګلستان ته ولاړه او کابو نهه میاشتې وړاندې د خپلې مور د فاتحې په مراسمو کې د ګډون په موخه بېرته افغانستان ته تللې وه.

د بدریې د کورنۍ یو تن غړی وايي، چې ده د پېښې د ورځې په سهار له بدریې سره اړیکه ونیوه، خو یوه ناپېژانده سړي ځواب ورکړ: «هغه له ما وپوښتل، چې د تلېفون له خاوندې سره څه اړیکه لرم او وروسته یې راته و ویل، دا ښځه موټر وهلې او په افغان روغتون کې ده.»

سرچینه زیاتوي، چې په روغتون کې د بدریې له جسد سره مخ شو.

د بدریې د خپلوانو په وینا، هغې په وروستیو میاشتو کې ناپېژانده او ګواښوونکې اړیکې تر لاسه کولې. «راته ویل یې، چې د ناپېژانده شمېرو څخه ګواښل کېږي. هر ځل به یې چې زه لیدو ته کور ته ورتلم، هغې به ما ته ویل، چې د شپې ناوخته کور ته ورنه شم. د بازار په ګڼه ګوڼه کې ولاړ شم او په وار وار یې دا خبرې راته تکرارولې.»

بدریه د پنځو اولادونو  مور وه، درې لوڼې او دوه زامن. هغې په وروستیو کلونو کې له خپل مېړه ډاکتر عبدالمتین ادراک سره، په افغانستان کې د یوه خصوصي پوهنتون پر ملکیت حقوقي دعوا درلوده.

د سرچینې په وینا، دې حقوقي دعوې دوه ځلې د بدریې پښه افغانستان ته راکاږلې وه.

په ډاکتر عبدالمتین ادراک پورې اړوند فسبوک پاڼې د خپلې مېرمنې د وژل کېدو په غبرګون کې لیکلي دي: «په ژورې خواشینۍ سره، زما مېرمن ډاکتره بدریه، کابل کې د یوه ناځوانه برید سره مخ شوې.»

رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې له ښاغلي ادراک سره د دې پېښې د جزیاتو او له خپلې مېرمنې سره د حقوقي دعوې په اړه خبرې وکړي.

بدریې جلالي کلونه په چوپتیا کې له تاوتریخوالي ډګ ژوند وزغامه. د بدریې له کورنۍ یوه سرچینه وايي، بدریې چې کله له عبدالمتین ادراک سره واده وکړ، د هغه په لومړي واده نه وه خبره او د امیدوارۍ پر مهال له دې موضوع خبره شوه.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

یوې سرچینې چې غوښتل یې له دې راپوره یې نوم پاتې شي و ویل، ټولنیزو فشارونو او د طلاق شوې مېرمنې په اړه سختو نظرونو، هغه اړ کړې وه، چې دې ډول ژوند ته دوام ورکړي. «ان د پوهنتون په محیط، چې د استادانو او نورو په وړاندې تر وهلو ټکولو لاندې راغلې وه.»

د سرچینې په بیان، د بدریې او د هغې د خاوند تر منځ د دعوا دوسیه په ۲۰۲۰ کې هغه مهال چې کرونا (کوویډ-۱۹) پیل شوې وه او د هغې د ژوند تر وروستیو پورې یې دوام درلود. هغه وايي: «سره له دې، چې ډاکتره بدریه په وار وار په محکمه کې بریالۍ کېده، خو هر ځل د نوې دعوې ساختګي دوسیو او پرلپسې کار ماتونې له امله د عدالت پلي کېدل درېدل. سره له زیاتو لاسوندونو، شواهدو او اسنادو، په وار وار د هغې حقوق په پام کې نه دي نیول شوي.

د سرچینې په وینا، بدریې وروسته له هغې، چې د ادراک پوهنتون د دوسیې په دعوا کې بریالي شوه او بېرته یې انګلستان ته د تګ تکل درلود، په سر په مرمۍ ولګېده او ژوند یې له لاسه ورکړ.

خو رخشانې رسنۍ د ډاکترې بدریې جلالي او د هغې د خاوند تر منځ د حقوقي دعوې په اړه هېڅ ډول جزیاتو ته لاسرسي ونه موند.

د بدریې مرګ د هغې په اولادونو ویجاړونکی اغېز کړی دی، لکه څرنګه یې چې ۱۴ کلن زوی تر اوسه پورې مرګ نه دی منلی او په بد رواني حالت کې دی: «اولادونو یې د مور د وژل کېدو خبر له کورنۍ نه، بلکې د خبرونو له لارې تر لاسه کړ. کشری زوی یې چې اوس ۱۴ کلن دی، لا هم د دې خبر رښتیا کېدل نه دی منلی، ځکه نه یې د مور قبر لیدلی او نه توانېدلی، چې دا حقیقت ومني.»

د سرچینې په وینا، د بدریې او د هغې د خاوند عبدالمتین ادراک تر منځ، د ادراک خصوصي پوهتون د ملکیت پر سر دعوا، د طالبانو له دورې مخکې روانه وه. «بدریه د ادراک ښوونیزې موسسې بنسټ اېښودونکې وه.»

ادراک خصوصي پوهنتون په کال ۱۳۹۳ کې په کابل کې جوړ شوی وو.

همدارنګه سرچینه زیاتوي، چې د بدریې خاوند د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د خپلې کورنۍ له خبرتیا پرته آلمان ته کډه شوی وو او له همغه وخته، دا دوسیه درېدلې وه.

بل لور ته، بدریې جلالي د ادراک پوهنتون د تضمین لپاره د ورکړو پنځه سوه زره ډالرو د بېرته تر لاسه کولو لپاره هم حقوقي دعوا پرانستې وه. د دې دعوې بل اړخ یو سړی او یوه ښځه وو، چې د دې خپلوان وو.

سرچینې و ویل: «په هغه ورځ چې بدریې ازبکستان ته تله، د ادراک پوهنتون د ضمانت پیسې، چې کابو پنځه سوه زره امریکايي ډالر کېدل، … ته وسپارل، د هغوی د ګوتو نښې یې واخیستې او ازبکستان لور ته یې حرکت وکړ. دې کسانو هغه مهال، چې بدریه په ازبکستان کې وه ډاډ ورکاوه، خو کله چې انګلستان ته ورسېده، نو دا پیسې یې بدخشان ته ولېږدولې او وايي، چې نیم پیسې غلو یووړې، له همغه تاریخه دا دعوا پیلېږي او اړیکې یې خرابېږي.»

بدریې د ګواښونو او کورنیو اختلافاتو په منلو سره، دوه ځلې د خپلې حقوقي دعوې د مخ ته وړلو لپاره افغانستان ته ستنه شوه، هغې هڅه کوله له قانوني لارې خپل حق تر لاسه کړي.

رخشانې رسنۍ ته جوته نه ده، چې د طالبانو په محکمو کې د بدریې جلالي د حقوقي دعوو برخلیک کوم ځای ته رسېدلی او کوم برخلیک یې درلود.

د سرچینې په وینا، په لومړي پړاو کې، شاوخوا دوه کاله وړاندې هغې د خپلې دعوې د حل لپاره هڅه وکړه، چې د کورنیو ناستو له لارې جوړجاړي ته ورسېږي، خو دا هڅې یې ناکامه شوې.

په دویم پړاو کې، چې کله بدریه د خپلې مور جنازي او خاورو ته د سپارلو مراسمو لپاره هېواد ته ستنېږي، د خپل مېړه او دو تنو خپلوانو سره یې حقوقي دعوا پیل کړې وه.

د دې دوه کسانو نومونه په دې خاطر، چې رخشانه رسنۍ له هغوی سره په اړیکې نیولو ونه توانېده، په راپور کې نه دي راوړل شوي.

معلومه نه ده، چې د ډاکترې بدریې وژنه د هغې په حقوقي دعوو پورې اړه لري که نه، خو بدریې ته یوه سرچینه وايي: «د اصلي قاتل د موندلو لپاره باید د بدریې په دواړو قضیو کې ښکېل اړخونه ونیول شي.»

د بدریې مېړه عبدالمتین ادراک ویلي دي، چې قضیه تر څېړنې لاندې ده.

طالبانو هم تر اوسه د دې وژنې د برخلیک په اړه جزیات نه دي وړاندې کړي.

په دې وروستیو کې، په افغانستان کې د ښځو وژنې او تاوتریخوالی زیات شوی دی. په تازه پېښه کې، بدخشان کې یوه ښځه د وسله والو کسانو په برید کې په ډژو وژل شوې ده.

اړوندې لیکنې

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه