د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

12 مې 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

عکس: برنامه حهانی غذا

ملګرو ملتونو وايي، افغانستان کې لوږه زیاته شوې او له ۱۳.۸ میلیونه زیات افغان وګړي، د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د غوايي ۲۲ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، د خوړو د کمښت ډېر زیان ښځې او ماشومان ګالي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په دې هېواد کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي، چې ډېر زیان یې ښځې او ماشومان ګالي.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مدیر جا آیلیف ویلي، په دغه هېواد کې کابو پنځه میلیونه ماشومان او امیدواره یا شیدې ورکوونکې ښځې په خوارځواکۍ اخته دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، افغانستان له اقتصادي پاشل کېدو، د کاري فرصتونو له لاسه ورکولو او اقلیمي ټکانونو سره مخ دی.

دا بنسټ وايي، دې هممهاله فشارونو د خوړو ځانګړې زېرمې، چې په خوارځواکۍ د اخته ښځو او ماشومانو د ښه والي لپاره کارېدې، کمې کړې دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق (یونیسف) هم نن اعلان کړی، چې د هېواد د نورو ټولو سیمو په پرتله د خوارځواکۍ کچه، زابل، کونړ، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې لوړه ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دې بنسټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چې لومړی زر ورځې، د تغذیې لپاره تر ټولو بحراني دوران دی.

یونیسف ویلي، ۶۶ زره کورنیو د خپلو خوړو د اړتیاوو پوره کولو لپاره نغدي مرستې تر لاسه کړي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه