د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده

13 مې 2026
طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

هرات ښار کې ځايي سرچینې ادعا کوي، چې طالب استخباراتو یوه ځوانه ښځه چې د خبریالۍ مخینه لري، د دې ښار له مرکز څخه نیولې او نامعلوم ځای ته یې وړې ده.

رخشانه: د دې ښځې یوه نېږدې خپلوان رخشانۍ رسنۍ ته ویلي، چې هغه نن سهار (چهارشنبې د غوايي ۲۳ مه) د هرات ښار د «نمبریک» سیمې څخه نیول شوې ده.

سرچینې ویلي، دا ښځه ۲۷ کلنه ده او حبیبه صالحي نومېږي. هغه د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره له ترکیې هېواد ته راستنه شوې وه.

سرچینې زیاته کړې، چې هغه نن سهار هرات ښار ته د تګ پر مهال د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې ده.

همدارنګه سرچینې ویلي، دا ځوانه ښځه، د طالبانو واک ته تر رسېدو مخکې، هرات ښار کې د «دنیايي نو» تلوېزیون د یوې خپرونې مخ ته وړونکې وه.

د سرچینې د وینا له مخې، دا ځوانه ښځینه خبریاله او د ټولنیزو شبکو فعاله وه او د یوې ترکي رسنۍ سره یې د خبریالې په توګه فعالیت کاوه.

رخشانه رسنۍ د دې ښځې د خبریالۍ پخلی نه شي کولی.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دا ځوانه ښځه په څه دلیل نیول شوې او چېرته لېږدول شوې ده.

سرچینې ویلي، د دې ښځې خپلوان د هغې د پیدا کولو لپاره هرات کې د طالبانو امنیتي ارګانونو ته ورغلي، خو دې ډلې یې له نیولو بې خبري ښودلې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د سرچینې په وینا، د طالبانو استخباراتو هرات ښار کې د دې ښځې دوه تنه خپلوان، چې د هغې د پیدا کولو په لټه کې وو او دې ادارې ته یې مراجعه کړې وه، وهلي ډبولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.

تر اوسه هرات کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه