د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ناپېژانده وسله والو جوزجان کې یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي

15 مې 2026
ناپېژانده وسله والو جوزجان کې یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې پر یوه کور د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې، د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

رخشانه: جوزجان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، دا پېښه (د غوايي ۲۴ مه) د پنشنبې په شپه ۱۲ بجې د شبرغان ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «پمپ خانه» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، ناپېژانده وسله والو د شپې له تیارې په ګټې اخیستې، د استوګنې یوه کور ته د ننه شوي او د کلاشنکوف په ډزو یې د دې کورنۍ پنځه غړي وژلي او دوه نور یې سخت ټپیان کړي دي.

د دې پېښې قربانیان، یوه ښځه، یو هلک او درې نجونې دي او دوه نور هلکان ټپيان شوي دي.

په ورته وخت شبرغان ښار کې سرچینې د دې خبر په تایید سره رخشانې رسنۍ ته وايي، وسله وال کسان د طالبانو د پولیسو په یونیفورم کې دغه کور ته ننوتي او وروسته یې د کورنۍ په غړو ډزې کړې دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د سرپل بندر ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د دې پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

جوزجان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.

طالبانو ویلي، د دې پېښې د رامنځ ته کېدو علت تر اوسه څرګند نه دی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه