د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ډیلي مېل: طالبانو یوه ښځینه نظامي زنداني او په وحشتناکه ډول ربړولې

16 مې 2026
ډیلي مېل: طالبانو یوه ښځینه نظامي زنداني او په وحشتناکه ډول ربړولې

dailymail

ډیلي مېل ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، طالبانو بیا واک ته تر رسېدو کابو څلوېشت ورځې وروسته، کابل کې یوه ښځنه نظامي نیولې او په وحشتناکه توګه یې شکنجه کړې ده.

رخشانه: دې ورځپاڼې نن (شنبې د غوايي ۲۶ مه) په خپل راپور کې د یوې پخوانۍ ښځینه نظامي شکریې برخلیک د «طالبانو تر واک لاندې د دوزخ ژوند» بیان کړی دی.

د ډیلي مېل په راپور کې راغلي، دا ښځه د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو غړې او په دفاع وزارت کې یې دنده درلوده.

د راپور له مخې، دغې ۳۳ کلنې ښځې شاوخوا لس کاله د افغانستان په پخواني ملي دفاع وزارت کې کار کړی وو، د کابل له نسکورېدو څلوېښت ورځې وروسته، د طالب جنګیالیو له لوري نیول کېږي او بندي کېږي.

طالبان شکریه د «اسلام سره د خیانت او له بهرنیو سره همکارۍ» په تور او پلار یې هم نیسي. هغوی په کابل کې یوې غیر رسمي بند خونې ته لېږدول کېږي. دا ډله په بند خونه کې شکریه سخته شکنجه کوي او زنګنونه یې ورماتوي.

دې ښځې ډیلي مېل ورځپاڼې ته ویلي، طالبانو په بند خونه کې هغې ته توهین او سپکاوی کړی او «هغې ته یې خائینه، کافره او غلامه» ویلي دي.

شکریې ویلي، د طالبانو له زندانه تر خوشي کېدو وروسته، له خپلې کورنۍ سره په قاچاقي ډول پاکستان ته تښتي. هغې ویلي، تر اوسه د زندان د شکنجې له دردونو رنځېږي او پر نورو درملو سربېره، د ژورخفګان درمل هم کاروي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دې ښځې زیاته کړې، د طالبانو په مخکنۍ دوره کې یې پلار د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوی، مور یې ډبول شوې او ۱۷ کلنه ترور یې په جبري توګه د طالبانو یوه سرتېري ته نکاح کړل شوې ده.

د هېواد د پخواني پوځ دغه غړې چې دا مهال په پاکستان کې ژوند کوي، اوس په یوه امریکايي هېواد کې د پناه اخیستو وېزې تر لاسه کولو ته په انتظار ده.

طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې د هېواد د پخواني پوځ سلګونه کارکوونکي نیولي، شکنجه کړي او لسګونه نور یې وژلي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه