د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د ماشومتوب واده د بشري حقونو نقض او ښځو په وړاندې یو ډول منظم تاوتریخوالی دی

19 مې 2026
معترضې ښځې: د ماشومتوب واده د بشري حقونو نقض او ښځو په وړاندې یو ډول منظم تاوتریخوالی دی

د «عدالت غوښتوونکو ښځو غورځنګ» غړو د طالبانو د «زوجینو جلاوالي» اصولنامې د توشېح په غبرګون کې ویلي، د ماشومتوب واده، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د ښځو او ماشومانو په وړاندې یو ډول منظم تاوتریخوالی دی.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (سه شنبې د غوايي ۲۹ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، افغان ښځې یوازې له خپلو اساسي حقونو نه دي محرومې شوې، بلکې په سیستماتیک ډول له ټولنې حذفېږي.

د «عدالت غوښتوونکو ښځو غورځنګ» په اعلامیه کې راغلي، د ښځو په وړاندې د طالبانو هدفي محدودیتونه «د یوه منظم جوړښت یوه برخه، چې ښځې د جبري چوپتیا او حذف کېدو خوا ته بیايي.»

د دې اعتراضي غورځنګ غړو زیاته کړې، پر دې محدودیتونو سربېره، په پراخه کچه د ښځو ځپل، د ماشومتوب واده عادي کول او مشروعیت ورکولو، په هېواد کې د زرګونو نجونو ژوند له منځه وړی دی.

دوی د طالبانو له لوري د زوجینو جلاوالي اصولنامې توشېح او د ماشومتوب واده په رسمیت پېژندلو ته په اشارې ویلي، د دې قانون توشېح کول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د ښځو او ماشومانو په وړاندې یو ډول منظم تاوتریخوالی دی.

د «عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ» غړو ویلي، هغه څه چې نن په افغان ښځو تحمیلېږي، یوازې تبعیض نه دی، بلکې د «جنسیتي توپير» یو ډول دی، هغه سیستم چې د ښځو په حذفولو، کابو کولو او بې غږه کولو جوړ شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هغوی له رسنیو، د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو ځپنه عادي ونه بولي او د دې وضعیت په وړاندې چوپتیا غوره نه کړي.

د زوجینو د جلاوالي اصولنامه د تېرې اوونۍ د طالبانو د مشر له خوا توشېح شوه. په دې سند کې ماشومانه ودونه په رسمیت پېژندل شوي.

د طالبانو د مشر له لوري د دې قانون توشېح کېدو، د بشري حقونو د بنسټونو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو د فعالانو اندېښنې راپارولې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه