د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

لیندسي: د افغانستان د راتلونکي ثبات او سوکالۍ لپاره د ښځو او نجونو بشپړ ګډون خوار مهم دی

21 مې 2026
لیندسي: د افغانستان د راتلونکي ثبات او سوکالۍ لپاره د ښځو او نجونو بشپړ ګډون خوار مهم دی

GOV.UK

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي، کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د افغانستان د راتلونکي ثبات او سوکالۍ لپاره د ښځو او نجونو بشپړ ګډون خورا مهم دی.

رخشانه: د لیندسي په اعلامیه کې چې نن (پنشنبې د غوايي ۳۱ مه) خپره شوې، له افغان ښځو او نجونو، په ځانګړې توګه د زده کړې او ټولنیز ګډون په برخه کې د برېتانیا په ملاتړ ټينګار شوی دی.

بیانیه کې راوړل شوي، چې ده کابل ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو او یو شمېر ښځو او د مدني ټولنو له استازو سره لیدنې او خبرې اترې کړې دي.

لیندسي په دې لیدنو کې ټینګار کړی، چې «د افغان ښځو او نجونو امنیت، هوساینه او ګډون ته وده ورکول، د افغانستان لپاره د برېتانیا یو مهم لومړیتوب دی.»

همدارنګه د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي د بشري مرستو په اړه، چې د پاکستان سره د پولې تړلو له امله درېدلې، خپله اندېښنه ښودلې ده.

هغه خبرداری ورکړی، چې دې ځنډ له یو میلیون زیاتې افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ کړي او پراخې انساني پایلې به له ځان سره ولري.
هغه د بشري مرستو لپاره د پولو د خلاصېدو غوښتنه او زیان لیدلو ملکي وګړو لپاره انساني مرستو ته د ډاډمن او دوامداره لاسرسي په خاطر د تل پاتي اوربند په رامنځ ته کولو ټينګار کړی دی.

لیندسي ویلي دي: «دا سفر یو مهم فرصت وو، تر څو د راتلونکې په اړه د افغان ښځو تجربې، ستونزې او هیلې نېغې واورم.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي زیاته کړې، د افغان ښځو او نجونو غږونه باید د هېواد د راتلونکې او نړیوالې ټولنې د دوامداره ښکېلتیا په جوړلو کې رول ولري.

هغه ټینګار کړی چې «د افغانستان د راتلونکي ثبات او سوکالۍ لپاره، امنیت، هوساینه او د ښځو او نجونو بشپړ ګډون اړین دی. ښځو ته کارموندنه او په ټولو سکتورونو کې د ګډون چمتو کول نه یوازې د حقونو خبره ده، بلکې د هېواد لپاره یوه اقتصادي اړتیا هم ده.»

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه