د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا بامیان راډیو تړل وغندل

21 مې 2026
د افغان خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا بامیان راډیو تړل وغندل

عکس: رادیو بامیان.

د افغان خبریالانو مرکز(AFJC) د طالبانو د استخباراتو له خوا د بامیان راډیو دفتر تړل په کلکه وغندل.

رخشانه: دې مرکز نن (پنشنبې د غوايي ۳۱ مه) په یوه اعلامیه کې له قید و شرط پرته د دې سیمه ییزې رسنۍ د بېرته پرانستو غوښتنه کړې ده.

نن سهار بامیانو کې درې سیمه ییزه سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي و، چې طالب استخباراتو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د بامیان په «شهر نو» سیمه کې د بامیان راډیو په دفتر یرغل کړی او دا رسنۍ یې وتړله.

بامیانو کې د طالبانو د ځايي ادارې ویاند محلي رسنیو ته ویلي وو، د دې غږیزې رسنې دفتر د جواز د نه تمدیدولو له آمله، مهرولاک شوی دی.

د افغان خبریالانو مرکز ویلي، د بامیان راډیو استازي څو ځلې د دې رسنۍ د جواز د تمدید غوښتنه کړې وه، خو د طالبانو له لوري یې غوښتنه رد شوې ده.

بامیان سیمه ییزه راډیو په دې ولایت کې لومړنۍ خصوصي رسنۍ ده، چې په ۱۳۸۲ لمریز کال یې د ۸۹.۷ اېف اېم څپو باندې خپرونې پیل کړې.

دې غږیزه رسنۍ په خپل تېر۲۳کلن فعالیت کې، کلتوري، هنري، اقتصادي او سیاسي خپرونې د بامیانو خلکو ته وړاندې کولې.

د بامیان راډیو په تړل کېدو سره اوس یوازې د نیسیم خصوصي راډیو په دې ولایت کې فعالیت لري.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د افغان خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې د بامیان راډیو جواز تمدید کړي، دفتر یې پرانیزي او دې رسنۍ ته د فعالیت اجازه ورکړي.

دې مرکز لیکلي، د طالبانو د محدودیتونو له امله په تېرو پنځو کلونو کې لسګونه رسنۍ په هېواد کې له فعالیت نه پاتې شوې دي.

د افغان خبریالانو مرکز لیکلي، یوازې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د لږ تر لږه ۲۱ محلي تلوېزیونونو فعالیت، د ساه کښو موجوداتو د خپرولو له امله درولی دی.

همدارنګه طالبانو په تېر یوه کال کې اته رسنۍ او رسنیز بنسټونه د رسنیزو پالیسیو نه مراعت کولو له امله، اړ کړې، چې فعالیت ودروي او د لږ تر لږه ۱۰ خبري او رسنیزو بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه