د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ذکیه احمد، لومړنۍ افغان مېرمنې چې اورست څوکه یې فتحه کړه

22 مې 2026
ذکیه احمد، لومړنۍ افغان مېرمنې چې اورست څوکه یې فتحه کړه

ذکیه احمد/ صفحه ذکیه احمد/ عکس: فسبوک مژگان مهتر ابراهیمی

غر ختوونکې ذکیه احمد، لومړنۍ افغان مېرمن ده، چې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه «اروست» یې فتح کړه.

رخشانه: د ذکیه احمد خور مژګان مهتر، په خپله فسبوک پاڼه اورست څوکې ته د هغو د ختو خبر ورکړی دی. په ورته وخت، «اورست داټ لایف» هم راپور ورکړی دی، چې ذکیه احمد لومړنۍ افغان مېرمن ده، چې اورست څوکې ته خېژي.

د «اورست ډاټ لایف» د راپور له مخې، ذکیه احمد له یو شمېر نورو غر ختوونکو له یوې ډلې سره یو ځای، له هغې جملې کرسټین هریلا له روسیې څخه د مي په ۲۱ مه نېټه اورست څوکه فتحه کړې ده.

«اورست ډاډ لایف» لیکلي دي: «ذکیه احمد لومړنۍ افغان مېرمن ده، چې د نړۍ پر بام ودرېده.»

د ذکیه احمد خور هم لیکلي دي: «خور مې اورست څوکې ته په ختو د لومړۍ افغان مېرمنې په توګه تاریخ جوړونکې شوه. د هغې سفر یوازې څوکې ته رسېدل نه وو، بلکې د میلیونونو هغو نجونو او ښځو لپاره د زړورتیا، استقامت او امید سمبول دی، چې له محدودیتونو ور ها خوا خوبونه ویني.»

ذکیه احمد د سږ کال په وري میاشت کې له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو، غواړي د اورست څوک د افغان نجونو په نوم فتحه کړي.

هغې ویلي وو، د غر ختلو پر مهال چې هر چېرته دمه کوي، د افغان نجونو برخلیک ته فکر کوي، هغه ځای چې د دې په وینا، طالبانو د افغان نجونو برخلیک په ځنځیرونو تړلی دی.

۳۱ کلنه ذکیه، د افغانستان د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. هغې د طالبانو په واکمنېدو سره په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای استرالیا ته کډه وکړه.

اورست څوکه د ځمکې تر ټولو لوړه څوکه ده او هغې ته ختل آسانه کار نه دی. تر اوسه پورې ډېرو غر ختونکو دغه څوکې ته د ختو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

ذکیه احمد د اورست څوکې له فتح کولو وړاندې، فرانسه کې د «مون بلان» نپال کې «مرا پیک» هند کې د «ناندا دوی» او د افغانستان بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ کې د «نوشاخ» څوکې هم فتحه کړې وې.

«نوشاخ» د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه ده. دا څوکه د بدخشان ولایت «واخان» ولسوالۍ کې د سمندر له سطحې ۷ زره او ۴۰۲ متره لوړوالی لري.

ذکیه احمد رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې د اورست څوکې فتح کولو لپاره یې په کال ۲۰۲۵ کې په دوامداره توګه تمرین کړی دی.

هغې همدارنګه د دې ختلو د لګښت یوه برخه د «ګوفنډ مي» بسپنې کمپاین له لارې راټوله کړی وه.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د اورست څوکې فتحه کول په داسې حال کې د ذکیه احمد په نوم کېږي، چې طالبانو افغانستان کې د ښځو لوبې بندې کړې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه