د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: افغانستان کې کابو ۱۵ زره ښځې له «ولادي فیستول» څخه کړېږي

24 مې 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې کابو ۱۵ زره ښځې له «ولادي فیستول» څخه کړېږي

عکس: UNFPA

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي، شاوخوا ۱۵ زره افغان ښځې او نجونې له «ولادي فیستول» څخه کړېږي.

رخشانه: دې بنسټ نن (شنبې د غبرګولي ۲ مه) د «ولادي فیستول» پای ته رسولو نړیوالې ورځې سره سم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان په ولادي فیستول د اخته هېوادونو له نظره په نړۍ کې پنځم هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په اعلامیه کې راغلي، افغانستان کې کابو ۱۵ زره ښځې او نجونې له ولادي فیستول څخه کړېږي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، دغه زیان د ښځو او نجونو د معلولیت او ټولنیزې انزوا لامل کېږي.

دې بنسټ ټينګار کړی، ولادي فیستول ته د پای ټکي اېښودلو او مخنیوي لپاره، روغتیايي خدمات، خوندي جراحي، تجهیزات او امکانات اړین دی.

ولادي فیستول، له اوږده اوسخت زېږون څخه خورېدونکی زیان دی، چې د اوږد مهال روغتیايي ستونزو او ټولنیز شرم لامل کېږي.
ډېرې مېرمنې، چې له زېږون وروسته د ولادي فیستول سره مخ کېږي، کار نه شي کولی او له سختو رواني فشارونو سره مخ وي. هغوی تر ډېره د شرم، تخصصي خدماتو ته د نه لاسرسي او د درملنې له ځایه د نه خبرتیا، له امله په پټه کړېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، افغانستان کې د میندو مړینه کچه په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې ۵۲۱ مورده ده.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه