د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

برېتانوي چارواکی: د ماشومتوب واده له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

25 مې 2026
برېتانوي چارواکی: د ماشومتوب واده له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

عکس: Aaron Chown/PA, PA Wire

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د برېتانیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هامېش فالکونر، د طالبانو د زوجینو جلاوالي اصولنامې په غبرګون کې وايي، د ماشومتوب واده تل او په هر ځای کې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

رخشانه: فالکونر نن «دوشنبې د غبرګولي ۴ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو د زوجینو د اصولنامې له توشېح « حیران او ورېرېدلی» دی.

هغه زیاته کړې، دا سند په افغانستان کې د ماشومتوب واده ته جواز ورکوي.

فالکونر وايي، له نجونو باید ساتنه وشي، نه دا چې د زیان او کړاو زغملو ته اړویستل شي.

د زوجینو جلاوالي اصولنامه تېره اوونۍ د طالبانو د مشر له خوا توشېح شوه. په دې سند کې د ماشومتوب واده په قانوني توګه په رسمیت پېژندل شوی دی.

د طالبانو د مشر له خوا د دې قانون توشېح، د بشري حقونو د بنسټونو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فعالان دا قانون له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د ښځو او ماشومانو په وړاندې یو ډول سیستماتیک تاوتریخوالي بولي او د دې قانون د لغوه کولو غوښتنه کوي.

طالبانو د بشري حقونو د فعالانو د غبرګون او د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنو ته په ځواب کې، د دې قانون توشېح کېدل، د افغانستان کورنۍ مسائل وبلل وايي، دا په نړیوالو بنسټونو پورې اړه نه لري.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه