د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

خالده پوپل د نړیوال فوټبال د ۱۶ وتلو څېرو په نوملړ کې راغله

25 مې 2026
خالده پوپل د نړیوال فوټبال د ۱۶ وتلو څېرو په نوملړ کې راغله

عکس: صحفه ایکس خالده پوپل

ملګرو ملتونو (United Nations) اعلان وکړ، چې د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل، د نړیوال فوټبال د ۱۶ غوره څېرو په نوملړ کې شامله شوه.

رخشانه: ملګرو ملتونو نن (دوشنبې د غبرګولي ۴ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې پوسټ په خپرولو، د فوټبال د نړیولې ورځې سره سم، د دې کسانو نوملړ اعلان کړ.

په دې نوملړ کې د برازیل فوټبال ملي لوبډلې روزونکې کارلو آنچلوتي، د ښځو غوره لیګ او سری آ اتلې تا ایني الوکو، د انټر میلان افسانوي لوبغاړي جاویر زینټي او د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې خالدې پوپل نومونه شامل دي.

ملګرو ملتونو ویلي، دا کسان د په دې خاطر معرفي شوي دي، چې د «خپل موقف او شهرت څخه په ګټنې د دوامداره پراختیايي اهدافو په اړه د پوهاوي لوړولو، د خلکو او نړۍ د کره د ښې راتلونکې لپاره د ملاتړ حق غوښتنه وکړي.»

د ملګرو ملتونو په وینا، دې کسانو د پایښت، جنسیتي برابرۍ، شمولیت او بشري حقونو د ودې لپاره د نړیوالو سفیرانو غیز رسمي رول پر غاړه اخیستی دی.»

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې د فوټبال د نړیوالې ورځې د ټاکلو په موخه پرېکړه لیک تصویب کړ، هغه پرېکړه لیک، چې د نړیوال فوټبال پراختیا، پر سوله او دیپلوماۍ د هغې اغېز او د دې ورزش لور یې د همکارۍ فضا د رامنځ ته کولو کې په رسمیت پېژني.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

ملګرو ملتونو ویلي، د فوټپال شهرت او په ټوله نړۍ کې پراخ لاسرسي دا لوبه د اقلیم د عمل، روغتیا، تعلیم، شمولیت او جنستی برابرۍ په څېر مسلو کې د عامه ښکېلتیا لپاره یو پیاوړی پلټ فارم کرځولی دی.

خالدې پوپل ۲۰۰۷ میلادي کال کې د یو شمېر ښځو په همکارۍ، د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې بنسټ کېښود. هغه د دې لوبډلې د لومړنۍ لوبډلمشرې په توګه پېژندل کېږي.

پوپل په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ښځو د حقونو د ملاتړ له امله، د ګواښونو او ټولنیزو فشارونو زیاتېدو سره، افغانستان پرېښود او ډنمارک کې مېشت شوه.

د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډله د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو په بیا واک ته رسېدو سره وپاشل شوه. طالب ډلې د شدیدو محدودیتونو په لګولو، د ښځو لوبې بندې کړې او ویې ویل، د هېواد ټولې ښځینه ورزشي لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې لوبغاړي، له هېواده و وتل او اوس په اسټرالیا، برېتانیا، آلبانیا، پرتګال او امریکا کې مېشتې شوې دي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون څه موده وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانستان د فوټبال جلاوطنه ښځینه ملي لوبډله په رسمیت پېژني او دا لوبډله کولی شي، په نړیوالو لوبغالو کې د افغانستان په استازي توب ګډون وکړي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه