د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: د ماشومتوب په اړه د طالبانو نوی قانون د « نه منلو» دی

28 مې 2026
یونیسف: د ماشومتوب په اړه د طالبانو نوی قانون د « نه منلو» دی

د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اجرائیه مدیرې کاترین راسل، د طالبانو د طلاق قانون په غبرګون کې ویلي، د ماشومتوب واده په اړه دا قانون «د نه منلو» دی.

رخشانه: مېرمن راسل نن (چهارشنبې د غبرګولي ۶ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د طالبانو د «زوجینو جلاوالي» اصولنامې په اړه ژوره اندېښنه لري.

هغې لیکلي، هر قانون چې د نجونو د واده لپاره د نجونو چوپتیا د رضایت په توګه تفسیروي یا د ماشومتوب واده ته زمینه برابروي، «د نه منلو» وړ دی.

مېرمن راسل ویلي دي: «یونیسف د افغانستان د واکمنو چارواکو د وروستي صادر کړي فرمان څخه په ژوره توګه اندېښنه څرګندوي. په هر قانون کې چې دا ګټه نښتې وي، چې ښکاره کړي، د ماشومتوب واده مجاز ګڼي یا د نجلۍ چوپتیا د هغې د خوښې په توګه تفسیروي، د نه منلو دی.»

د زوجینو جلاوالي اصولنامه تېره اوونۍ د طالبانو د مشر له خوا توشېح شوه. په دې سند کې د ماشومتوب واده په قانوني توګه په رسمیت پېژندل شوی او ښځې له خپل مېړه نه د طلاق اخیستو لپاره باید له ګڼو حقوقي خنډونه تېرې شي.

د طالبانو د مشر له خوا د دې قانون توشېح، د بشري حقونو د بنسټونو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي دي. فعالان دا قانون له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د ښځو او ماشومانو په وړاندې یو ډول سیستماتیک تاوتریخوالي بولي او د دې قانون د لغوه کولو غوښتنه کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

طالبانو د بشري حقونو د فعالانو د غبرګون او د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنو ته په ځواب کې، د دې قانون توشېح کېدل، د افغانستان کورنۍ مسائل وبلل وايي، دا په نړیوالو بنسټونو پورې اړه نه لري.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) پرون په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري د زوجینو جلاوالي اصولنامې ته په غبرګون کې ویلي، دا سند د افغان ښځو او نجونو حقونه او خوندیتوب کمزوری کوي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه