د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د حیض حفظ الصحې نړیواله ورځ: په حیض کې د کار کولو د ستونزو په اړه د مهري کیسه

28 مې 2026
د حیض حفظ الصحې نړیواله ورځ: په حیض کې د کار کولو د ستونزو په اړه د مهري کیسه

مهري (مستعار نوم) / انځور: رخشانه رسنۍ ته رالېږل شوی.

زحل آزاد

۲۴ کلنه مهري د پلورنځي د کرکرې له پورته کولو وړاندې، د څو شېبو لپاره هټۍ ته مخامخ ګلدان څنګ ته په تېږو کېني. په خپلو لاسونه په آرامۍ سره په نس فشار راوړي تر څو یې ښايي درد څه کم شي. پوهېږي، چې ښايي تر وروسته لسو ساعتونو پورې نور د کېناستو مجال پیدا نه کړي.

هغه د کابل په لوېدیځ کې په یوه پلورنځي کې کار کوي، خو هره میاشت او د میاشتني عادت په پیل سره کار ورته یو بل شکل پیدا کوي. وايي، ناچاره ده، چې په ساعتونو ساعتونو له جسمي او رواني فشارونو سره سره، په پښو ودرېږي او په خپله وینا یې «له شرمه سرتګې پورته نه کړي» تر څو پېرودونکي له لاسه ورنه کړي او د کار خاوند یا په کار ځای کې نور حاضر نارینه یې له وضعیت نه خبر نه شي.

همدارنګه هغه تل اندېښمنه او  پام یې وي، چې نه ویل کېږي د تګ راتګ پر مهال یې پر جامو کوم داغ ونه لیدل شي.

د می ۲۸ مه د میاشتي عادت د حفظ الصحې له نړیوالې ورځې سره سم، چې په ډېری هېوادونو کې د ښځو د روغتیا په اړه د چوپتیا ماتېدو او پوهې ورکولو په پار لمانځل کېږي، په افغانستان کې د مهري په څېر ډېری مېرمنې هره ورځ په چوپتیا سره په هغه وجودونو کار کوي، چې کله کله له ورځني ژوند سره د ملتیا توان نه لري.

مهري هره ورځ له لسو تر یوولسو ساعتونو پورې د مېز شا ته درېږي تر څو د تل د پېردونکو په لید کې وي. یوازې هغه مهال د لنډې کېناستو فرصت پیدا کوي، چې ګڼه ګوڼه پرې کمه وي او څوک د مېز خوا ته را نه شي، خو ان همغه لنډې شېبې هم کله ناکله نه په برخه کېږي.

هغه څلور کسیزه کورنۍ ته ډوډۍ راوړونکې ده. د همدې لپاره ان په هغه ورځو کې چې د درد شدت ورته په لاره تګ سختوي، بیا هم اړ ده، چې سهار وختي ځان پلورنځي ته ورسوي، جامې ځای پر ځای کړي، له پېرودونکو سره په مسکا او حوصلې چلند او په ساعتونو ساعتونو کار وکړي، پر له دې چې څوک پوه شي، چې د دې مسکا تر شا څه یوه سخته ورځ تېرېږي.

مهري و ویل: «داسې ورځې هم وې، چې د درد د شدت له امله مې د درېدو توان نه درلود، خو اړ وم داسې وښیم چې څه خبره نشته. تل نا خوښه بوی را نه لاړ نه شي او د چا پام نه شي. ان که له درده مړه هم شم، نباید د کار خاوند ته څه و وایم، ځکه امکان لري کار له لاسه ورکړم.

له کار د ایسته کېدو وېره یې بې ځایه نه ده. د دې په خپله وینا، یو ځل یې د یوه میاشتني عادت پر مهال له لږ ضعف کول او ناسم بدني او رواني حالت د دې لامل شو، چې درې ورځې پلورنځي ته لاړه نه شي. د هغې ورځې په سبا، د کار خاوند ورسره اړیکه ونیوه او ویې ویل: «چې نور یې ورتګ ته اړتیا نشته.»

دا وايي: «پلمه یې دا وه، چې څو پرلپسې ورځې دې خرڅلاو نه درلود او درې ورځې زما پلورنځی تړلی وو. که مې ورته ویلی وای، چې د میاشتنۍ ناروغۍ له امله مې وو، حتمي یې راباندې خندل. کله چې له دردونو مور ته وایم، وايي زېړه او نازکه کېږه مه، موږ هم دا ورځې تېرې کړې دي. په رښتیا هېڅوک نه پوهېدل، چې یوه نجلۍ په دې ورځو کې څه تېروي.»

پر دې ټولو سربېره، مهري اړ ده، چې ساعتونه ساعتونه له پېرودونکو سره بوخته وي، په داسې حال کې، چې د دې په وینا، په ځینو ورځو کې د میاشتني عادت له امله دومره له رواني او جسمي پلوه ستړې کېږي، چې ان د لنډو خبرو کولو توان هم نه لري. هغې و ویل: «کله کله یوازې دا غواړم چې مخ ته مې څوک نه وي او خبرې ونه شي.»

خو له دې سره سره هره ورځ د همغه مېز تر شا درېږي، موسکا ساتي، جامې یوه یوه ورښيي او په نرم غږ سره د پېرودونکو غوښتونو ته ځواب ورکوي، هغه مهال یې بدن د ښکته کېدو په حال کې نه وي او هېڅ شی یې پر اوږو دروندوالی نه کوي، هغه شېبه که دا موسکا نه وي، نو خرڅلاو هم په درد نه خوري.

مهریې و ویل: «هغه درد چې د میاشتني عادت پر مهال زغمم، د بیان وړ نه دی، د کولمو له تاوېدو او سر له درده نیولې تر ضعف او پښو تر سستېدو پورې. ډېری وخت یوازې یوه آرام ځای ته اړتیا لرم تر څو یوازې زه وم. خو پر عکس، له سهاره تر ماښام پورې په پښو ولاړه وم، له پېرودونکو سره د څو افغانیو پر سر چنې وهم او د شپې چې یوازې شم ژاړم.»

مهري د جسمي درد تر څنګ اقتصادي فشارونه او ټولینزه چوپتیا هم زغمي. هغه د نورو ډېرو کاریګرو ښځو په څېر، د میاشتني عادت په ورځو کې اړ ده، چې له هېڅ ملاتړ او کاري چاپېریال کې له درک پرته په ساعتونو ساعتونو په پښو ودرېږي او د یوه بې عیبه کارکوونکي په توګه رول ولوبوي، ان کله یې که بدن هم ورسره د ملتیا توان نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

له سړي تښتوونکو د خور په دفاع کې د محمد امین د وژنې نور جزیات

د طالبانو له خوا د ښځو د هدفي ځپنې پر ضد هسپانیا او سویډن کې لاریونونه وشول

په افغانستان کې هېڅ داسې قانون شتون نه لري، چې له ښځو د میاشتني عادت په څېر حالتونو کې ملاتړ وکړي.

له بې کارۍ وېره او د خلکو قضاوت، د عامه پوهاوي نشتوالی او د میاشتني عادت په اړه د خبرو کولو شرم، د دې لامل شوی، چې هغه خپل دردونه پټ کړي او کړاو یې په چوپتیا بدل کړي، هغه چوپتیا، چې د دې په خپله وینا، نه یوازې بدن یې ستړی کوي، بلکې پر ژوند یې اضافي رواني فشارونه راوړي.

«کاش داسې یوه ورځ راورسېږي، چې هېڅ نجلۍ اړ نه وي، چې خپل دردونه په موسکا کې پټ کړي، د ښځې پر جامه د وینې داغ لیدل ګناه ونه ګڼل شي او څوک د خپلې میاشتنۍ دورې په اړه له خبرو کولو شرم ونه لري.»

یادونه: مهري مستعار نوم دی.

اړوندې لیکنې

له یوه تپلي هویت او د هغو له ترخو د هلک په څېر جامې اغوستونکې نجلۍ کیسه
دسته‌بندی نشده

له یوه تپلي هویت او د هغو له ترخو د هلک په څېر جامې اغوستونکې نجلۍ کیسه

20 جون 2026
میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي
خبر

میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي

19 جون 2026
طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي
خبر

طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي

19 جون 2026
د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي
خبر

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي

18 جون 2026
د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ
خبر

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

17 جون 2026
وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې
خبر

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

17 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه