د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د حیض دوره: د یوې طبیعي دورې له درندې بییې د نازنین کیسه

29 مې 2026
د حیض دوره: د یوې طبیعي دورې له درندې بییې د نازنین کیسه

انځور تزئیني دی / رخشانه رسنۍ.

آزاده تران

د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ میاشت، کله چې نازنین* ۱۳ کلنه وه پرته له دې، چې د میاشتي عادت په اړه په څه پوه شي، د لومړي ځل لپاره یې میاشتنۍ عادت تجربه کړ. هغې په خپل بند کې د وینې د داغونو په لیدو، موضوع له مور سره شریکه کړه.

خو د مور غبرګون نازنین ته ټکان ورکړ. مور یې سخت ټکان وخوړ او نازنین ته یې داسې خبرې وکړې، چې تر ننه یې په ذهن پاتې دي. «ویې ویل د پلار په کور زما په هر ځل ناروغه کېدو (میاشتني عادت) د یوه تن خون د هغه تر غاړې کېږي او باید له ناروغې مخکې یې زه په مېړه ورکړی وای. په غوسه یې راته و ویل، مرداره شوم او باید نور ډوډۍ ونه خورم، ان زما سیوری باید په نورو ونه لوېږي، چې ګناه لري.»

د ښځو په بدن کې د دې بیولوژیکي طبیعي پېښې له رامنځ ته کېدو د نازنین معلومات د صفر په کچه کې وو، نه یې په کور کې په اړه خبرې شوې وې او نه یې هم په ښوونځي کې څه اورېدلي وو.

دا د ۲۴ کلنې نازنین کیسه ده. د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د یوه محروم کلي د اوسېدونکې. هغې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړې او افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په پیل سره، پوهنتون ته له تګ نه پاتې شوه او واده یې وکړ.

د افغانستان په ډېری سیمو کې ان د ښځو او نجونو د میاشتني عادت په اړه خبرې کول هم شرم دی. د ښځو د بدن د دې طبیعي دورې په اړه ناسم باورونه، کله ناکله د نجونو لپاره وضعیت نور هم سختوي.

نازنین وايي، په یوه سخته دودیزه او محدوده کورنۍ کې یې ژوند کاوه، هغه ځای چې د پلار په کور کې په نجلۍ دوره راتلل، د یوه انسان د قتل په شان لویه ګناه ګنل کېده.

د نازنین خاطرات ډېر دردونکي جزیات لري. «مور مې چې خبره شوه، ما ته یې ډېر بدې (کنځاوې) وکړې. ویل یې چې مرداره شوې، نجلۍ چې لویه شي نو غم شي.»

نازنین د لومړني ځل میاشتني عادت تر پای ته رسېدو، ډېری ورځې له کوره بېرون په کار بوخته وه او د شپې به په اور خونه کې ویده کېده. «د یوې ملګرې په مرسته مې یو ټوکر(یوه ټوټه) چې سمه پاکه هم نه وه، د زړو جامو له منځه پیدا کړه. ښه مې په یاد دي، رنګ یې آبي وو او همغه مهال مې یوازې همغه دروده او د حفظ الصحې په توګه مې ترې کار اخیست.»

د میاشتني عادت لومړۍ تجربې او د مور ناسم چلند د نازنین په روحیه ډېر منفي اغېز وکړ. تر اوسه چې کله دوره پرې راځي، د هغې ترخو ورځو یاد یې ذهن ته راځي.

نازنین له هغې ورځې وروسته پرېکړه وکړه، چې نور هېڅکله د خپل میاشتني عادت په اړه هم له مور سره هم خبرې ونه کړي.

د روغتیايي پلوه، د پوهې کمښت او د میاشتي عادت پر مهال د حفظ الصحې امکاناتو ته نه لاسرسی، کولی شي د ښځو او نجونو روغتیا له ګواښ سره مخ کړي.

د نازنین روغتیا هم د همدې ناپوهۍ قرباني شوه. هغې په میاشتو میاشتو د میاشتني عادت دردونه په چوپتیا کې زغمل. شپږ میاشتې وروسته نازنین د میاشتي عادت پر مهال په ګېډه کې سخت درد پیدا کړ، تر دې چې هر څه ورته توره تیاره معلومېدل، خو له دې وېرې چې مور او ګاونډیان یې خبر نه شي، درد یې زغامه.

هغه بالاخره د میاشتني عادت له ګډوډۍ سره مخ شوه، حیض یې د څو میاشتو لپاره بند شو. د هغې په وینا، له څلورو تر شپږو میاشتو وروسته یې یو ځل له سخت درد سره د میاشتني عادت دوره تجربه کوله او دا د دې لامل شوه، چې خېټه یې لویه شي او ساه لنډۍ ورته پیدا شي.

د نازنین په خبره، په څو کاله کړاو، وزن زیاتېدو او میاشتي عادت په بې نظمۍ سره یې ژوند تېر کړ. هغه په کال ۱۳۸۹ کې د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې وه، چې د کورنۍ په غوښتنه یې واده وکړ.

خو هغه پټونو چې پر روغتیا یې نښې پرېښې وې، لا هم شتون درلود. هغه اوس د تخمدان پلي کیستیک یا «PCOS» په ناروغۍ اخته ده او له واده وروسته د دوامداره خونرېزۍ سره مخ شوې ده.

د تخمدان د پلي کیستیک یا PCOS، د ښځو او ځوانو نجونو تر منځ د هورموني ګډوډۍ یوه تر ټولو خورېدونکې ناروغي ده، چې تر ډېره د نوې ځوانۍ یا پېغلتوب په وخت کې څرګندېږي. په دې ناروغۍ کې تخمدان خپله عادي تخمداني پروسه له لاسه ورکوي او د ګډودۍ سره مخ کېږي او همدا کړنلاره د بدن د هورموني د بې نظمۍ لامل کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

د پلي کیستیک تخمدان د ناروغۍ اصلي لامل وراثت یعې دا دې، چې د کورنۍ په یوه بل کوم غړي، لکه مور، خاله او خور کې د دې ناروغۍ مخینه درلودل دي، هورموني ګډوډي او د ښځو او نجونو په بدن کې د نارینه وو د هورمونونو زیاتوالی، زیات وزن او چاغوالی، تشویش او رواني فشارونه د نا روغ ژوند سبک دی.

د نازنین له واده پنځه کلونه تېرېږي او هغه تر اوسه د میاشتي عادت له بې نظمۍ او دوامداره خونرېزی سره لاس او ګیرېوان ده.

نازنین په طبیعي توګه د امیدواره کېدو توان هم له لاسه ورکړی دی. سره له دې، چې مېړه یې دویم واده کړی، خو د هغې ژوند د پاشل کېدو په درشل کې دی. «که زه امیدواره نه شم، هېڅ کله مې مور نه بښم، چې هغې په همغه پخواني ذهنیت ما ته پاملرنه ونه کړه او اوس زه د تیارې راتلونکې سره مخ یم.»

د نسايي ولادي متخصصه کریمه اعظم له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، میاشتۍ عادت یوه طبیعي او د هرې نجلۍ د ودې مهمه دوره ده او نه باید د وېرې او ډار لامل شي.

دا سپارښتنه کوي، چې نجونۍ او کورنۍ باید پوه شي،  چې دا د ښځو د بلوغ په مرحله کې یو طبیعي پړاو دی. «مور باید په مینه او آرامۍ سره دا مرحله خپلې لور ته توضیح کړي، د هغې اندېښنې راکمې کړي او د میاشتني عادت پر مهال د حفظ الصحې په اړه لازم پوهاوی په واک کې ورکړي. په دې کړنلارې سره هغه نجلۍ چې په لومړي ځل میاشتنۍ عادت تجربه کوي، دا پړاو په آرامۍ او ډېر باور سره تېروي.»

یادونه: نازنین د دې د تاوتریخوالي د قرباني مستعار نوم دی.

اړوندې لیکنې

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي
خبر

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»
دسته‌بندی نشده

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026
غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي
خبر

غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي

14 جون 2026
هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»
دسته‌بندی نشده

هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»

14 جون 2026
هلمند کې ماین چاودنو د یوه ماشوم ژوند واخیست
خبر

هلمند کې ماین چاودنو د یوه ماشوم ژوند واخیست

14 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه