د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ماشومتوب له واده وېره، هغه نجونې چې د میاشتني عادت دوره پټوي

31 مې 2026
د ماشومتوب له واده وېره، هغه نجونې چې د میاشتني عادت دوره پټوي

انځور تزییني دی/ رخشانه رسنۍ

رها آزاد

په دې راپور کې د دریو ځوانو نجونو کیسې راغلې دي، چې هره یوه یې له وخته مخکې واده له وېرې اړ شوې، چې خپل میاشتنۍ عادت پټ کړي. په هغه ځای کې چې دوی ژوند کوي تر ډېره باور دا دی، چې د میاشتني عادت پیل، مانا دا چې نجلۍ د بلوغ پړاو ته رسېدلې او باید واده وکړي.

په نجونو کې د میاشتني عادت پیل تر ډېره د ۱۰ تر ۱۵ کلنې پورې پیلېږي. روغتیاپلان وايي، د میاشتني عادت پیل یوازې د بلوغ پړاو ته د رسېدو نښه ده او دا په جسمي، رواني او ټولنیزه مانا د واده کولو لپاره چمتوالی نه دی.

له دې سره، په ځینو دودیزه ټولنو کې لا هم دا باورونه شته، چې میاشتني عادت ته د واده لپاره د چمتوالي سره تړاو ورکوي. هغه فکر چې کله کله د ځوانو نجونو تر منځ د وېرې، پټولو  او اندېښنې لامل کېږي.

۱۶ کلنه شایسته* له یوه کال مخکې راهیسې تر اوسه میاشتنی عادت تجربه کوي. هغې په تېر یوه کال کې دغه موضوع له خپلې کورنۍ ان له خپلې مور نه هم پټه کړې ده. ولې؟ «وايي د نجلۍ چې یو ځل په ملا درد شو، نور یې کار تمام دی، مانا بلوغ ته ورسېده، ځوانه شوه او د ناوېتوب وخت یې دی.»

شایسته د ښوونځي په شپږم ټولګي کې وه، چې افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې وتړل شوې او له هغې وروسته دا په کور کېناسته.

هغې د خپل میاشتني عادت د لومړۍ تجربې په اړه و ویل: «په لومړي ځل چې ناروغه شوم، د تېر کال پسرلی وو. کله مې چې وینه ولیده ډېره و وېرېدم. اول مې وژل. وروسته چې په اړه مې یې لږ لږ اورېدلي وو، نس او ملا مې درد پیل کړ، خو چا ته مې څه ونه ویل.»

د شایستې په وینا، د میاشتني عادت په همغه لومړیو درې څلور ورځو کې یې شدید درد تېر کړ، خو د دې لپاره چې څوک یې پر وضعیت پوه نه شي، د کور کارونه یې لکه د نور وخت په شان تر سره کول.

هغه له خپلې کورنۍ سره، چې څلور وروڼه او له دې وړه خور لري، د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار په یوه نسبتآ لرې پرته سیمه کې ژوند کوي.

شایسته وايي، د میاشتنۍ دورې پټولو ورته ګڼې ستونزې زېږولې: «کله چې ناروغه وم، لمونځ نه کېږي، خو زه بیا هم بلې کوټې ته ځم څو دقیقې هلته پاتېږم او بېرته راځم، چې لمونځ مې وکړ. سږ کال په روژه کې ډېره په غذاب شوم، سره له دې چې ناروغه وم، روژه مې ونیوه، تر څو څوک پوه نه شي.»

په دې اړه نور ولولئ...

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

د اسلامي فقهې له مخې، ښځې او نجونې چې په میاشتني عادت کې وي، لمونځ او روژه نه پرې کېږي.

په هغه ځای کې، چې شایسته ژوند کوي، کم عمره ودونه هم په کې دود دي. هغه وايي، یوه ملګرې یې د همدې میاشتې په شپاړسمه واده کولو ته اړ شوه. (ډېره وېرېږم، په همدې خاطر چې ناروغه کېږم چا ته نه وایم، ان مور ته مې. ځکه که پوه شي ښايي یو یا دوه کاله نور ما هم په مېړه ورکړي. دلته چې کله نجلۍ (خپل میاشتنی عادت) و ویني، وايي واده ته برابره ده.»

مروه* وايي، که څه هم د مور په ملاتړ یې تر یوې کچې باوري ده، خو د هغوی په کورنۍ کې مهمې پرېکړې تر ډېره د نارینه وو له خوا نیول کېږي او ښځې په تصمیم نیولو کې کم رول لري. ««تېر کال مې د «پلار» د قومیانو نه څوک په مرکه راغلي وو، پلار مې منلې وه خو مور مې نه، ځکه مور مې پلار ته ویلي وو، زموږ د لور تر اوسه په ملا درد شوی نه دی او وړه ده، پرېږدې لږ تر لږه چې ناروغي و ویني، بیا به واده وکړي.»

۱۵ کلنې مروې هم تر اوسه پورې خپل میاشتنۍ عادت لکه یو راز پټ ساتلی دی. یوازې مور یې خبره ده.

مروه دوه کاله کېږي، چې له زده کړو پاتې ده. هغې شپږم ټولګی پای ته رسولی، خو په زده کړو د محدودیتونو له امله یې ونه شوای کولای تحصیل ته دوام ورکړي او اوس په کور ناسته ده.

مروه د خپلې میاشتنۍ دورې په اړه هم وايي. هغې چې کله په لومړي ځل په خپله جامه وینه لیدلې، وېرېدلې او ژړلي یې دي، خو د دې په وینا، د وخت په تېرېدو له دې وضعیت سره روږدې شوه.

مروه د یفتل بالا ولسوالۍ اوسېدونکې ده. هغه په یوه اته کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي.

۲۰ کلنه کوثر* هم مروې ته ورته تجربه لري، خو په وینا یې، هغه له دې سخت پړاو څخه تېره شوې ده.

کوثر د خپلې لومړنۍ میاشتنۍ دورې او له هغې وروسته سختو کلونو په اړه وايي: «په لومړي ځل چې ناروغه شوم ۱۴ کلنه وم. له حده زیاته وېرېدلې وم، باور مې نه کېده، چې لویه شوې دې وم.»

له میاشتني عادته ناپوهاوی د دې لامل شوی وو، چې مروه فکر وکړي نور حق نه لری، چې د خپل ماشومتوب له نړۍ خوند واخلي. «فکر مې کاوه، چې ناروغه کېدل یو بد شی دی. تر دوه کلونو پورې هېڅوک نه پوهېدل، خو له دوه کلونو وروسته، څرنګه چې زه په دې دوره کې ډېر سخت دردونه لرم، بیا وپوهېدل.»

د کوثر لپاره هم د میاشتني عادت پټول له واده کولو وېره وه.

کوثر د فیض آباد ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکې ده. هغه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د نهم ټولګي زده کوونکې وه، خو د نجونو د زده کړو په بندېدو سره، لکه د نورو زرګونو نجونو په څېر د زده کړې له دوام څخه پاتې شوه او اوس د خیاطۍ په یوه کارخونه کې په کار بوخته ده.

د کوثر ۴۵ کلنه مور، چې خپله یې په ماشومتوب ان د میاشتنۍ دورې له لومړي پیل مخکې واده کړی وايي، هېڅ کله نه غواړي لور یې د دې په برخلیک اخته شي. له دې سره هغه زیاتوي، له مېړه یې وېرېږي او باور لري، چې په ډېری کورنیو کې وروستۍ پرېکړه نارینه کوي. «دوه لوڼې مې د دوی پلار ډېرې وړې وړې په مېړه ورکړې. غوښتل یې کوثر هم درې کاله مخکې په مېړه ورکړي، خو ما ونه منله او جنجال مې وکړ، چې مه کوه تر اوسه ماشومه ده او ګناه لري.»

دا مور وايي، داسې ډېرې کورنۍ پېژني، چې په هغو کې میاشتنی عادت، د واده لپاره د نجلۍ د چمتو کېدو نښه ګڼل کېږي، دې ته له پاملرنې پرته، چې هغه څو کالنه ده.

د بدخشان فیض آباد ښار کې د نسايي ولادي یوه متخصصه ۴۰ کلنه شمسیه راسخ* وايي، میاشتنی عادت یوازې د بلوغ یوه نښه ده او په دې پړاو کې ټول جسمي بدلونونه نه خلاصه کېږي. د هغې په وینا، په دې پړاو کې د نجونو بدن په تدریجي توګه د بدلونونو سره مخ کېږي.

هغه ټینګار کوي، چې میاشتنی عادت په هېڅ توګه د واده لپاره د بدن چمتو کېدو په مانا نه دی، د دې په وینا، که څه هم نجونې تر ډېره له ۱۰ یا ۱۱ کلنۍ د بلوغ مرحلې ته ننوځي او میاشتنی عادت تجربه کوي، خو د هغوی بدن په دې کلونو کې بشپړ شوی نه دی او بشپړ جسمي بلوغ ته نه رسېږي او نه باید د میاشتني عادت پیل او د واده لپاره د چمتوالي تر منځ مستقیم تړاو جوړ کړای شي.

دغه متخصصه وايي، هره ورځ په شخصي کتنځای کې له داسې ناروغانو سره مخ کېږي، چې عمرونه یې د ۱۶ تر ۱۸ کلو پورې وي او د امیدوارۍ او زېږون اړوند ستونزو په اړه راته راځي. د هغې په وینا، په دغه ډول ډېری مواردو کې د جمسي ودې د نه بشپړېدو او په کم عمر مور کېدل، د حمل او زېږون په جریان کې جدي خطرونه رامنځ ته کوي. داسې خطرونه چې کله کله د مور او ماشوم ژوند ګواښي او جدي روغتیايي پایلې له ځان سره لري.

بدخشان کې د ښځو د حقونو یوه فعاله ۳۱ کلنه سمیه رستګار* وايي: « واده ته د چمتوالي سره د میاشتني عادت غوټه کول یو نا سم برداشت او زیانمنوونکی دی، چې په دودیزه باورونو کې ریښه لري.»

د هغې په وینا، دا ډول ذهنیت د دې لامل کېږي، چې نجونې د خپل بدن په تر ټولو طبیعي بدلونونو سره د وېرې او شرم احساس وکړي.

یادونه: هغه نومونه چې له دې (*) نښې سره راغلي، د هغوی د خوندیتوب لپاره مستعار کارول شوي دي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو
خبر

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

15 جون 2026
کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي
خبر

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»
دسته‌بندی نشده

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026
غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي
خبر

غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي

14 جون 2026
هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»
دسته‌بندی نشده

هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»

14 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه