د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د اورست فاتحې ذکیه احمد، د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ کمپاین پیل کړی

31 مې 2026
د اورست فاتحې ذکیه احمد، د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ کمپاین پیل کړی

د ذکیه احمد انسټاګرام پاڼه

افغان غر ختوونکې ذکیه احمد، چې په دې وروستیو کې یې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته ختلې، د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ یو کمپاین پیل کړی دی.

رخشانه: هغې شنبې (د غبرګولي ۹ مه) په خپله انسټاګرام پاڼه د څو انځورونو په خپرولو سره، له دې ملاتړي کمپاین خبر ورکړی دی.

دې غر ختوونکې مېرمنې لیکلي، د اورست څوکۍ فتح کول، «د لارې پای نه، بلکې د هغې د سفر» تازه پیل دی.

مېرمن احمد زیاته کړې، د دې ریښتینی هدف د هغو زرګونه افغان ښځو او نجونو غږ پورته کول دی، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له خپلو تر ټولو اساسي انساني حقونو بې برخې دي.

هغې نور هم رابللي، چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه له دې سره یو ځای شي او د افغان ښځو او نجونو «لاسنیوی» وکړي.

له دې مخکې ورزش کوونکو ښځو او د ښځو د حقونو فعالانو د ملاتړو کمپاینونو په ترسره کولو، هېواد کې د نجونو او ښځو وضعیت ته د رسیدګۍ غوښتنه کړې وه.
طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې د سختو محدودیتونو لګولو سره، ښځې او نجونې خپلو تر ټولو اساسي حقونو ته له لاسرسي محرومې کړې دي.

ذکیه احمد لس ورځې وړاندې له یوې ډلې غر ختوونکو سره یو ځای، د روان میلادي کال د می په ۲۱ مه د اورست څوکه فتحه کړه.

د لومړۍ افغان مېرمنې په توګه د اورست لوړې څوکې ته د ذکیه احمد ختل، یوه تاریخي شېبه وه. هغې د روان کال په وري میاشت کې له رخشانۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي و، غواړي د اورست څوکه د افغان نجونو په نوم فتحه کړي.

۳۱ کلنه ذکیه د افغانستان غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. هغه د طالبانو په واکمنېدو سره په کال ۲۰۲۲ کې، له خپلې کورنۍ سره یو ځای استرالیا ته کډواله شوه.

اورست د ځمکې تر ټولو لوړه څوکه ده او هغې ته ختل څه آسانه کار نه دی. تر اوسه پورې ډېری غر ختوونکو دې څوکې ته په ختو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ذکیې د اورست څوکې له فتحه کولو مخکې، فرانسه کې د «مون بلان»، نیپال کې د «مرا پیک» هند کې د «ناندا دوی» او افغانستان بدخشان ولایت کې د «نوشاخ» څوکې هم فتح کړې وې.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د ذکیه احمد له خوا د اورست څوکې فتحه کولو په ټولینزو شبکو پراخ غبرګونونه له ځان سره درلودل. هغې په داسې حال کې اورست څوکه فتحه کړه، چې طالبانو افغانستان کې د ښځو ورزش کول بشپړ بند کړي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه