د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې یو سړي خپله مېرمن او لور وژلې او زوی یې ټپي کړی دی

1 جون 2026
ننګرهار کې یو سړي خپله مېرمن او لور وژلې او زوی یې ټپي کړی دی

رسانه‌ی رخشانه

ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي، د دې ولایت سرخ رود ولسوالۍ کې یو سره خپله مېرمن او لور وژلې او زوی یې ټپي کړی دی.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب جواد وايي، دا پېښه پرون یکشنبې (د غبرګولي ۱۰ مه) د سرخ رود ولسوالۍ «شیخ مصري» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

معلومه نه ده، چې دا ښځه او لور یې د څه شي په واسطه د خاوند له خوا وژل شوې دي. د هغوی عمر او هویت هم نه دی مشخص شوی.

سید طیب جواد زیاته کړې، دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند ویلي، تور کس د طالب ځواکونو له خوا نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

ټپي شوی کس د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په ورته وخت د سیمې دوه تنو اوسېدونکو د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا سړی په نشه يي توکو روږدی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

د دوی په وینا، د دې سړي د کورنۍ اقتصادي وضعیت خراب وو او دا پېښه د بېوزلۍ او تنګ لاسۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د کورنیو تاوتریخوالي په پایله کې د کورنیو د غړو له خوا، د ښځو او نجونو وژنې بې مخینې زیاتې شوې دي.

اړوندې لیکنې

فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه