د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ناروې کې د طالبانو د زوجینو جلاوالي اصولنامې په غبرګون کې اعتراضي غونډه وشوه

1 جون 2026
ناروې کې د طالبانو د زوجینو جلاوالي اصولنامې په غبرګون کې اعتراضي غونډه وشوه

عکس: ارسالی به رسانه رخشانه.

یو شمېر ناورې مېشتو افغانانو د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي اصولنامې په غبرګون کې غونډه وکړه او «له قانوني سن څخه ټیټو نجونو د واده په رسمیت پېژندل» یې وغندل.

رخشانه: دغه اعتراضي غونډه پرون (یکشنبې د غبرګولي ۱۰ مه) جوړه او په کې متعرضو ښځو، د مدني ټولنې فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو ګډون درلود.

د دې اعتراضي غونډې ګډونوالو د ښځې او مېړه د جلاوالي قانون «د کم عمره نجونو د واده د اسانتیا او په رسمیت پېژندلو لپاره د لارې هوارول» وبلل ویې ویل، دا سند د ماشومانو له حقونو ښکاره سرغړونه ده.

هغوی د عدلت غوښتنې شعارونو په ورکولو سره خبرداری ورکړ، چې د ماشومتوب واده به د ناوړه ګټې اخیستنې، له زده کړې د نجونو د محرومیت او د افغان ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض لړۍ د دوام لامل شي.

د دې اعتراضي غونډې ګډنوالو ټینګار وکړ، چې د طالبانو پالیسۍ او محدودیتونه د زرګونه نجونو راتلونکې له جدي ګواښونو سره مخ کوي.

دوی همدارنګه و ویل: «له زده کړې د نجونو محرومول او په کم عمر کې واده ته د هغوی هڅول، د جوړښتي توپیر او انسانانو د اساسي حقونو ښکاره بېلګه ده.»
د دې اعتراضي غونډې ګډونوالو غوښتنه کړې، چې په ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه، باید په نړیوالو بنسټونو او محکمو کې د «جنسیتي توپير» په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

معترضینو د ناورې له دولت او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې «افغانستان کې د بشري حقونو د پراخې سرغړونې» په وړاندې چوپتیا غوره نه کړي او پر طالبانو د فشار راولو لپاره، له هر ډول سیاسي او حقوقي لارو چارو کار واخلي.

دوی د افغان نجونو او ښځو د حقونو د دفاع لپاره د عدلت غوښتنو هڅو پر دوام ټينګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې له افغان ښځو او نجونو عملي او ګټور ملاتړ وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې، د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره، هغوی له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو بې برخې کړې دي.

د طالبانو مشر شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ښځې او مېړه نوی قانون توشېح کړ، هغه سند چې د بشري حقونو د څاروونکو او فعالانو په اند، پر افغان ښځو او نجونو د یوه نوي محدودیت د رامنځ ته کېدو سبب کېږي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه