د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغان وګړو د المان فرانکفورت کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځله

2 جون 2026
افغان وګړو د المان فرانکفورت کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځله

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

یو شمېر المان مېشتو افغانانو، د المان فرانکفورت ښار کې د افغان سیاسي او مدني څېرو او آلماني وګړو په ګډون د هزاره کلتور ورځ ولمانځله.

رخشانه: دا پروګرام یکشنبې د (می ۳۱ مه) د المان په سیمه ییز وخت د «هزاره نړیوال اتحاد مرکز» له لوري د فرانکفورت ښار په «مدیکو انټرنشنال» تالار کې تر سره شو.

دا پروګرام د «تاریخ له حافظې تر نوي څرک، د کلتور جشن، هویت او هزارګي پیستون» تر سرلیک لاندې، د ګڼو وګړو، مدني او کلتوري فعالانو په ګډون جوړ شو.

د «هزاره نړیوال اتحاد مرکز» په استازیتوب رقیه تلاش د هزاره کلتور په پېژندګلوی او د افغان ټولنو تر منځ د متقابلې پېژندنې د پیاوړتیا برخه کې د کلتوري پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغې ویلي، له کلتوري پروګرامونو ملاتړ کولی شي د لا ډېر پیستون، د کلتوري تنوع ساتنې او د افغانستان د بېلا بېلو قومونو تر منځ د رغنده خبرو اترو زمینه برابره کړي.

سیاسي فعال محمد اکبر شریفي، په دې پروګرام کې د افغانستان د مسائلو په اړه د نیوکه کوونکو خبرو اترو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ، په وروستیو کلونو کې د هزاره ټولنې پرمختګونه یاد کړل.

د بشري حقونو فعال آزاد شریفي هم د قومي تنوع منلو پر اهمیت، حقوقي برابرۍ او د افغانستان په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې د ټولو قومونو عادلانه ګډون باندې ټینګار وکړ او د افغانستان د خلکو کلتورو پر حذف او تبعیض پلي کولو یې اندېښنه وښوده.

د ښځو د حقونو مدافع او ټولینزې فعالې فاطمې علي زاده، په دې پروګرام کې د هزاره ټولنې د کلتور، ارزښتونو او لاس ته راوڼو د معرفۍ سربېره، د زده کړې، عدالت غوښتنې، د ښځو ګډون او د کلتوري میراث ساتنې رول، د دې ټولنې څرګنده ځانګړتیاوې وبللې.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د افغانستان د پارلمان پخواني غړي بکتاش سیاووش هم په خپله وینا کې و ویل، هزاره ګان له لسګونو محرومیتونو او ستونزو سره سره، توانېدلي، چې په بېلا بېلو ټولنیزو، کلتوري، زده کړې او سیاسي عرصو کې څرګند رول تر سره کړي.

هغه په هزاره ټولنه کې د ښځو مقام ته په اشارې، په مدني او سیاسي عرصو کې د هغوی فعال حضور، د دې ټولنې د قوت ټکي وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د زده کړې، لوبو، او ټولنیزې پراختیا حوزو کې، د هزاره ګانو لاس ته راوړنې د افغانستان د ګډو ویاړونو برخه ګڼل کېږي.

سیاووش پر دوام و ویل، د هېواد له اوسنیو ستونزو د وتو لپاره باید د ټولو قومونو، له هغې جملې د هزاره ګانو له وړتیاوو او ګډون څخه په ملي کړنلارو کې ګټه پورته کړای شي.

دې افغان سیاسي فعال او د پارلمان پخواني استازي، د راتلونکو نسلونو لپاره د هرازه کلتوري او تاریخي میراث د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

په دې پروګرام کې هزارګي دودیزې جامې، د کتاب نندارتون او د هزاره ګانو دودیزه خواړه هم نندارې ته وړاندې شول، چې د ګډونوالو له خوا یې هرکلی وشو.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه