د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فنلند کې د هزاره کلتور ورځ د دې هېواد د لومړي وزیر په شتون کې ولمانځل شوه

2 جون 2026
فنلند کې د هزاره کلتور ورځ د دې هېواد د لومړي وزیر په شتون کې ولمانځل شوه

انځور: رخشانه رسنۍ ته رالېږل شوی

یو شمېر فنلند مېشتو افغان وګړو «د هزاره ګانو د کلتور ورځ» د دې هېواد د لومړي وزیر پتري اورپو او څو نورو دولتي چارواکو په شتون کې ولمانځله.

رخشانه: دا پروګرام پرون یکشنبې د (می ۳۱ مه) د فنلنډ په ځايي وخت د «هزاره ګانو د کلتور کور» له خوا په «یارونیپه» ښار کې تر سره شو.

د «هزاره ګانو د کلتور کور» اعلامیه کې راغلي، دا پروګرام د «هزاره کلتور او تاریخ د بیا لوستلو» په موخه جوړ شو.

د فنلنډ لومړي وزیر پتري اورپو په دې پروګرام کې د هزاره ګانو د کلتور ورځې له جوړېدو په هرکلي ویلي دي، هزاره ټولنې تل زده کړې او تحصیل ته ډېر ارزښت ورکړی دی.

هغه پر دوام د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اشاره وکړه ویې ویل: «سره له نړیوالو بحرانونو، افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي د خبرونو له سر څنډې ته نه کړل شي.»

د فنلنډ لومړي وزیر ویلي: «په نړۍ کې یو له سختو انساني بحرانونو په افغانستان کې دوام لري. طالبان لا هم له بشري حقونو سرغړونې کوي، پر خلکو فشار راوړي او په ورځني ژوند نوي محدودیتونه لګوي.»
هغه په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته نغوته وکړه وايي «د ښځو او نجونو حقونه ورځ تر بلې کمزوري کېږي، تاوتریخوالی او د ښځو په وړاندې تبعیض په هېڅ ډول د منلو نه دی.»

پتري اورپو ټینګار کړی، چې فنلډ کې د نړیوالې او اروپايي ټولنې د یوې برخې په توګه، د افغانستان د وضعیت ښه والي لپاره هڅې کړې او دې هڅو ته لا هم دوام ورکوي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د یاروینپه ښاروالۍ لومړي مرستیال پیرجو کومولانین په دې پروګرام کې ویلي، هزاره ټولنه د فنلنډ هېواد د څو کلتوري ټولنې یوه فعاله برخه ده.

د نوموړي په وینا، هزاره ګانو د زده کړې، د کار بازار او ټولنیزو فعالیتونو پر لور ګامونه اخیستي او د هزاره ګانو کلتوري کور د بېلا بېلو کلتورونو تر منځ د اړیکو پل جوړ کړی دی.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه