د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: طالبانو د زوجینو جلاوالي قانون په توشېح د ماشومتوب واده ته لار هواره کړې

2 جون 2026
معترضې ښځې: طالبانو د زوجینو جلاوالي قانون په توشېح د ماشومتوب واده ته لار هواره کړې

انځور: رخشانه رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغان ښځو د نوې راتلونکې غورځنګ» غړو، د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي قانون توشېح ته په غبرګون کې وايي، دې ډلې د دې سند په توشېح سره، د ماشومتوب د واده لپاره لار هواره کړې ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو، د طالبانو د زوجینو جلاوالي قانون پر توشېح اندېښنه ښودلې او هغه یې غندلی دی.

د افغان ښځو د نوې راتلونکې غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، د افغان ښځو او انجونو وضعیت ناورین او مخ پر خرابېدو دی.

معترضو ښځو ویلي، طالبانو د زوجینو جلاوالی قانون په توشېح سره د ماشومتوب د واده لپاره لار هواره کړې او هغې ته یې مشروعیت ورکړی دی.

د دې غورځنګ غړو، دا سند د بشري او ماشومانو د حقونو ښکاره سرغړونه وبلله او د هغه پر توشېح یې اندېښنه ښودلې.

دوی د ښځو د مرموزو وژنو دوام، له زده کړو د نجونو پراخ محرومیت او د ښځو پر آزادیو او اساسي حقونو محدودیتونه، په افغانستان کې د شځو په وړاندې د جوړښتي تاوتریخوالي او سیستماتیک تبعیض څرګندوی وبلله.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

معترضو ښځو ټینګار کړی، چې د طالبانو له لوري د ښخو او ماشومانو له حقونو پر سرغړاوي د چوپتیا دوام، د تاوتریخوالي، تبعیض او بې عدالتۍ عادي کول دي.

طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره، هغوی له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو محرومې کړې دي.

د طالبانو مشر شاوخوا شل ورځې وړاندې د ښخې او مېړه د جلاوالي قانون توشېح کړ، هغه سند چې د بشري حقونو د څارونکو او فعالانو په اند، د افغان ښځو او نجونو په وړاندې یې یو نوی محدودیت رامنځ ته کړی دی.

د دې سند قانون توشېح د بشر،ي حقونو د بنسټونو په ځانګړې توګه د ماشومانو د حقونو د فعالانو اندېښنې راپارولې دي. طالبانو په دې سند کې د ماشومتوب واده په رسمیت پېژندلی او د نجلۍ چوپتیا یې واده ته په رضایت تعبیر کړې ده.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه