د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د ماشومتوب واده مشروعیت له بشري حقونو جدي او منظمه سرغړونه ده

2 جون 2026
ملګري ملتونه: د ماشومتوب واده مشروعیت له بشري حقونو جدي او منظمه سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو کمېټه، د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي قانون د توشېح په غبرګون کې وايي، د ماشومتوب واده ته مشروعیت ورکول له نړیوالو بشري حقونو جدي او منظمه سرغړونه ده.

رخشانه: دې کمېتې پرون (دوشنبې د غبرګولي ۱۱ مه) ناوخته په یوه اعلامیه کې لیکلي، دې سند «د ماشومانو واده ته مشروعیت ورکړی او د نجونو چوپتیا واده ته په رضایت درک کوي.»

په دې اعلامیه کې راغلي: «د ماشومتوب واده یو زیان راوړونکی عمل ګنل کېږي او د جبري واده یو ډول دی، ځکه ماشومان په طبعي ډول واده ته د بشپړ، خپلواکه او په شعوري ډول د رضایت ورکولو توان نه لري.»

دې کمېتې ویلي دي، د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي قانون «د هغو نجونو تر منځ چې بلوغ ته رسېدلې او هغه چې ودونه یې کړي توپیر کوي او دا وېشنه بلوغ ته تر رسېدو وروسته، د نجونو ودونو ته د مشروعیت ورکولو لپاره کارول کېږي.»

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې بلوغیت رسېدو یا د واده کولو قانوني وړتیا لپاره بنسټ نه شي ګڼل کېدای او دا حکم د ماشومانو د حقونو کنوانسیون سره بشپړ په ټکر کې دی.
د ماشومانو د حقونو کمېتې زیاته کړې: «د ماشومتوب واده نه یوازې یو زیانمنوونکی عمل، بلکې د بشري حقونو بنستیزه سرغړونه هم ده. دا پدیده نجونې د لا ډېر تاوتریخوالي، استحصال، ژر او اجباري امیدواره کېدو، له زده کړې د محرومیت او اودږ مهاله بدني او رواني زیانونو له ګواښ سره مخ کوي.»

دې کمېټې خبرداری ورکړی «هر هغه قانوني چوکاټ کې د ماشومتوب واده عادي یا اسانه کوي، د هغوی حقونه تر پښو لاندې کوي، طبیعي کرامت یې کمزوری کوي او د هغوی د راتلونکې له خپلواکۍ فرصتونو محروموي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې، د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي قانون د دې ډلې د«د تبعیضي کړو د پراخې بېلګې یوه برخه» بللې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

ملګرو ملتونو د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي «دې اقداماتو میلیونه نجونې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې، د هغوی راتلونکی اقتصادي او ټولنیز ګډون یې کمزوری کړی او په ټول هېواد کې يې بېوزلي او نابرابري لا ژوره کړې ده.»

دې بنسټ له طالبانو غوښتي، هغه ټول اقدامات چې د ماشومانو حقونه ماتوي باید لغوه کړي او د ماشومتوب واده په ښکاره او له کوم شک پرته ممنوع کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کمېټې له طالبانو غوښتي، چې په ټولنه کې د نجونو د زده کړې، ملاتړ، برابرۍ او بشپړ ګډون حق رعایت کړي او د ماشومانو او بشري حقونو په تړاو د افغانستان نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې دي.
د طالبانو مشر شاوخوا شل ورځې وړاندې د ښخې او مېړه د جلاوالي قانون توشېح کړ، هغه سند چې د بشري حقونو د څارونکو او فعالانو په اند، د افغان ښځو او نجونو په وړاندې یې یو نوی محدودیت رامنځ ته کړی دی.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه