د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو محکمه کې د طلاق یوه دوسیه، د ښځې له څرګندو شواهدو سترګې پټول او د سړي د «درواغو» په قسم اکتفا کول

4 جون 2026
د طالبانو محکمه کې د طلاق یوه دوسیه، د ښځې له څرګندو شواهدو سترګې پټول او د سړي د «درواغو» په قسم اکتفا کول

عکس تزئنی است/ رسانه‌ی رخشانه

زېبا بلخي

راحله* ۲۷ کلنه ښځه او د تاوتریخوالي قرباني، د افغانستان په یو له شمالي ولایتونو کې اوسي. هغه وايي، د تاوتریخوالي په سختو آثارو او د وهلو ټکولو په ښکاره نښو، د طلاق اخیستو لپاره د طالبانو یوې محکمې ته ورغله، خو قاضي د دې پر ځای چې د دې پر بدن د تاوتریخوالي نښو ته پام وکړي، له مېړه یې وغوښتل، چې قسم وکړي، چې خپله ښځه یې نه ده وهلې او د سړي په ګټه یې حکم ورکړ.

راحلې له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، پنځه میاشتې وړاندې یې له څلورو کلونو دوامداره تاوتریخوالي وروسته پرېکړه وکړه، چې له مېړه طلاق واخلي. «د خدای ناترسه ظالم په لرګي زړه یخ نه شو، په سوکانو او لغتو یې و وهلم، مخ مې له دې امله چې ګذار یې خوړلی وو، د لیدو نه وو، د مخ چپ اړخ مې له چپې سترګې سره تور شوی وو او د سترګو سپین مې لکه وینه سره وو. په شپو شپو به د بدن او سترګو له درده خوب نه راتله او په زوره زروه مې ژړل.»

هغه کیسه کوي، چې ان یو ځل یې مېړه له سره چای د ډګ ګیلاس په ویشتلو سره وسوځوله. «ناحقه یې پلمې لټولې چې زه له دندې ستړی راځم، ولې چای نه دی چمتو او ځنډ کوې، کله مې چې چای راوړ یو ګیلاس یې ترې ډک کړ او زما په لور یې ګزار کړ، چې دواړه پېښې مې وسوځېدې.»

د طالبانو مشر یوه میاشت وړاندې په افغانستان کې د دې ډلې د زوجینو د جلاوالي اصولنامه توشېح کړه، د دې سند له مخې، ښځې باید د طلاق اخیستو لپاره له پېچلو لارو تېرې شي، دا شرایط داسې طرحه شوي، چې عملآ د ښځو لپاره طلاق اخیستل غیر ممکن کېږي.

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) د طالبانو په محکمو کې د دې قانون د رسمیت تر لاسه کولو په غبرګون کې وايي، دا قانون په بشپړه توګه په غیر مساوي چوکاټ کې عمل کوي، په داسې حال کې، چې نارینه حق لري په یو اړخیزه توګه طلاق ورکړي، خو ښځې باید له خپلو مېړو د جلاوالي لپاره له پېچلو  او تنګو  قضايي لارو کار واخلي.»

خو د راحلې کیسه اندېښمنونکی انځور وړاندې کوي. «د مېړه ټول ظلم ښکاره او معلوم وو. له خپل ټوکلي بدن مې انځور درلود. پر مخ مې لا هم د وهلو ټکولو او شکنجې نښې پاتې وې. قسم مې وکړ او مې ژړل، خو قاضي مې په خبرو باور ونه کړ ویې ویل، غلې شه او شاهد راوله.»

راحلې ان شاهد هم راوست، خو شاهدي پرته له کوم وضاحت څخه د یوې غونډې په جریان کې له پامه وغورځول شوه.

رخشانې افغانستان کې له یوه مدافع وکیل سره، چې دا مهال د طالبانو له محکمو سره هم سر و کار لري مرکه کړې ده. دا وکیل وايي، د تاوتریخوالي اړوند دوسیو کې، پېښو ته د رسیدګۍ لومړنۍ ګام د تاوتریخوالي د شواهدو، لاسوندونو او نښو څېړنه ده. د هغه په وینا، که چېرې دا شواهد د ادعا د اثبات لپاره کافي نه وي، شاکي کس باید شاهد راولي، په هغه صورت کې، چې شاهد شتون ونه لري، بیا نوبت د مدعي علیه قسم ته رسېږي.»

هغه چې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط خبرې کړې وايي، د ښځو د تاوتریخوالي د دوسیو په اړه د طالبانو محکمې، تر ډېره د پېښو اصولو ته رسیدګي په پام کې نه نیسي او په پای کې په داسې کړنلاره عمل کوي، چې رایه د نارینه په ګټه ورکړل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي اصولنامې د توشېح په غبرګون کې ویلي، دا سند د افغان ښځو او نجونو حقونه او خوندیتوب کمزوری کوي.

دا مهال د طالبانو په محکمو کې هېڅ یوه ښځه هم کار نه کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، دا فرمان، د ښځې او مېړه جلاوالی لا ستونزمنوي. ښځې د نارینه وو په پرتله، د طلاق د عریضې په ملاتړ کې د ګواهۍ لپاره د څو شاهداونو د اړتیا په ګډون، د ډېرو پېچلو قانوني خنډونو سره مخ دي.

د طالبانو د محکمو د جزايي اصولنامې په ۳۲ مه ماده کې «د مېړه لپاره د تغزیر» تر عنوان لاندې راغلي: «که مېړه خپله ښځه په سخته توګه «مات، ټپ او بدن توروالی څرګند شي» و وهي او ښځه د قاضي په وړاندې خپله دعوا ثابته کړي، مېړه مجرم دی او قاضي باید هغه په پنځلس ورځې بند محکوم کړي.»

خو د راحلې په وینا، ۳۳ کلن مېړه یې نه یوازې چې هېڅ ونه رټل شو، بلکې دا مجبوره شوه، چې بېرته د خاوند کور ته ولاړه شي. «محکمه کې یې په درواغو قسم وکړ، چې زه د خپلې ښځې سره مینه لرم او نه مې ده وهلې او نه غواړم چې طلاق ورکړم. قاضي زما په سند او شاهد باور ونه کړ او یوازې د مېړه قسم مې یې ومانه او پرېکړه یې وکړه، چې زه نه شم کولی له خپل مېړه طلاق واخلم.»

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره، د ښځو د طلاق غوښتنه د پخوا په پرتله لا سخته شوې ده. د افغانستان د مخکني حکومت په قوانینو کې هم د طلاق حق له نارینه وو سره وو، خو د ښځو لپاره د جدایۍ نورې اسانه لارې هم وې.

راحله په نرمه غږېدله. هغه چې د کابو یوې دوه کلنې لور مور ده، بیا ځلي اړ شوې، چې له خپل مېړه سره ژوند وکړي. «مظلومه زه وم، خو قاضي ظالمه وبللم. راته ویې ویل، شرمېږې نه په مېړه دې تور پورې کوې، هغه قسم کوي، چې ته یې نه یې وهلې. راته ویې ویل، تاسو ښځې له شیطان هم بدې یۍ. ویې ویل، نارینه په کور کې د امیرالمومنین استازی دی، هر کار چې کوي حق لري. ته لجاجت او د مېړه بې احترامي مه کوه، کنه حق لري چې ان تا و وهي، او ما ته یې و ویل، زما د پرېکړې په وړاندې ان یوه خبره هم ونه کړې، که نه ورته وایم چې زندان ته دې واچوي او هملته ورسته شې.»

رخشانې رسنۍ تېره اوونۍ له هرات نه په یوه راپور کې ولیکل، یوه ۱۸ کلنه نجلۍ د طلاق غوښتلو له امله، لږ تر لږه اته میاشتې کېږي، چې د طالبانو په زندان کې شپې او ورځې تېروي.

د راحلې لپاره د طالبانو د قاضي دا خبرې اورېدل آسانه نه وې. هغه پر خپل بند د تاوتریخوالي د نښو له ګڼو انځورونو سره تللې وه، چې غږ یې واورېدل شي.

راحلې څلور کاله وړاندې واده کړی دی. هغه وايي، په وار وار توهین، سپکاوی او تاوتریخوالي ورسره شوی دی. «د واده له ورځې مې تر نن پورې هېڅ سکون نه دی لیدلی.»

د راحلې په وینا، په وروستي ځل سخت تاوتریخوالی هغه وخت رامنځ ته شو، چې دې قصد درلود د پلار لیدو ته، چې په سرطان اخته دی ورشي. خو خاوند یې د تګ مخینوی وکړ او وروسته یې سخته وډبوله. له دې پېښې وروسته، راحلې تصمیم ونیو، چې د ورور په مرسته، د طلاق اخیستو لپاره د طالبانو محکمې ته مراجعه وکړي.

رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې د دې پېښې په اړه، د راحلې له مېړه یا هم د طالبانو له قضايي مراجعو سره خبرې وکړي.

خو یوه دویم سرچینه هم د راحلې ټولې ادعاوې تاییدوي.

طالبان عمومآ دې ته نه حاضرېږي، چې د خپل حکومت په اړه نیوکې واوري. په دې وروستیو کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ، د دې ډلې له خوا د زوجینو جلاوالي په اصولنامه د پراخو نیوکو په غبرګون کې، د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلوېزیون ته ویلي دي: «موږ باید د هغه کسانو، چې سرکشه دي او له اسلام، دین او اسلامي بنسټ سره ستونزه لري، اعتراضو ته هېڅ ارزښت ورنه کړو.»

راحلې رخشانې رسنۍ ته ویلي، د تاوتریخوالي له زغملو پرته بله هېڅ لار نه لري. «د مېړه ظلم مې هېڅ کم شوی نه دی، پرعکس ویل یې تا غوښتل له ما طلاق واخلې او ما ته سزا راکړل شي، اوس لا ډېر ظلم راباندې کوي او زه یې په کور بندي کړې یم.»

رخشانه رسنۍ په ډېره سختۍ وتوانېده، چې له راحلې سره تلېفوني خبرې وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

هغه مدافع وکیل چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوې وايي، دا ډول ډېری پرېکړې د طالبانو د قاضيانو له خوا په شفاهي ډول تر سره کېږي او په رسمي او مکتوبي ډول نه ثبتېږي. «له ښځې سره داسې چلند کېږي، لکه قاضي چې د مېړه مدافع وکیل وي. ملامتوي یې… اخطار ورکوي، ګواښي یې، توهین او سپکاوی ورته کوي، په زرګونو تورونه پورې کوي او د فاحشې، شلیته په څېر نورې ناوړه او هغه کلمې ورته کاروي، چې موږ ته یې په خوله راوړل مناسب نه دي.» 

اړوندې لیکنې

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه