د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو پروان کې د دریو ښځو په ګډون پنځه تنه په دورو وهلي

4 جون 2026
طالبانو په شپږو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۳۷ تنه په دورو وهلي

پروان کې یوه باوري سرچینه وايي، طالبانو د دې ولایت بګرام ولسوالۍ کې د دریو ښځو په ګډون پنځه تنه د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دا کسان نن (پنشنبې د غبرګولي ۱۴ مه) له واده بهر جنسي اړیکې په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

د رخشانې رسنۍ د سرچینې په وینا، دا کسان له ۳۰ تر ۳۹ پورې دورې وهل شوي.

معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره موده بند سزا اورول شوې.

طالبانو له شاوخوا څلوېښتو ورځو را په دې خوا په عام محضر کې د خلکو په دورو وهلو خبرونه نه خپروي. دې ډلې له دې وړاندې د افرادو د دورو وهلو په اوونۍ واره توګه خپرول.

په دې وروستي مورد کې دې ډلې د د روان لمریز کال د وري میاشتې له ۲۹ مې د غوايي تر ۲ مې پورې، په اوو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۴۹ تنه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونه د خلکو په وړاندې د افرادو په دورو وهل غندلي او هغه یې د انساني کرامت څخه سرغړوای بللی، خو طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې په ټول هېواد کې، د ښځو او ځوانانو په ګډون سلګونه تنه، د بېلا بېلو تورونو له امله د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دې ډلې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو غوښتنې ته په نه پاملرنې لږ تر لږه ۱۴ تنه د زرګونو نندارچیانو په ځانګړې توګه د ماشومانو په وړاندې اعدام کړي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه