د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې لږ تر لږه ۱۲ ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په تور ونیوې

6 جون 2026
طالبانو هرات کې لږ تر لږه ۱۲ ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په تور ونیوې

رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

هرات کې د ښځو او نجونو پر جامو او ګرځېدو د طالبانو د سختو محدودیتونو په ترڅ کې، ځايي سرچینو راپور وکړی، چې لږ تر لږه ۱۲ ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په تور په دې ښار کې ونیول شوې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې دي.

رخشانه: هرات ښار کې لږ تر لږه دریو سرچینو د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا ښځې او نجونې نن (شنبې د غبرګولي ۱۶ مه) د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د ښار په بېلابېلو برخو کې نیول شوې دي.

د سرچینې په وینا، ځینې ځوانې ښځې او نجونې د هرات ښار د مرکز چوک ګل ها سیمه کې د «الماس شرق» پلورنځي کې نیول شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو کابو ۱۰ غړو، دغې ځوانې ښځې او نجونې د دې پلورنځي محوطې راټولې او فلانکوچ موټرو ته یې واچولې او له ځان سره یې یوړې.

سرچینې ویلي دي، سهار د طالبانو د امربالمعروف دوه تنه مامورین الماس شرق پلورنځي ته راغلي وو، خو له ماسپښين وروسته د دې ځواکونو لس تنه نور غړي دې پلورنځي ته د ننه شول او ټولې هغه ښځې چې «مانتو یې اغوستي وو» ونیولې او له ځان سره یې یوړې.
سرچینه وايي، ځوانې ښځې او نجونې په فلانکوچ موټرو کې ولېږدول شوې. سرچینې زیاته کړې، چې دوه نورې نجونې هم د فلانکوچ موټر د ننه وې.
سرچینه چې پېښه یې په خپلو سترګو لیدلې زیاتوي، «مانتو اغوستې» ځوانې ښځې او نجونې، د طالبانو د امربالمعروف د نارینه ځواکونو له خوا ونیول شوې او هېڅ ښځینه ماموره ورسره نه وه.
د دې سرچینې په وینا، د دې ځوانو ښځو او نجونو د نیولو پر مهال ډېر سړي په دې ځای کې موجود وو، خو هېڅ یوه یې هم غبرګون ونه ښود.

په ورته وخت یوه بله سرچینه وايي، یو شمېر ځوانې ښځې او نجونې د هرات ښار د «لیلامي جادې» څخه د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا ونیول شوې. د هغه په وینا، طالب ځواکونو د نیولو پر مهال له ښځو او نجونو سره له تاوتریخوالي ډک چلند درلود.

هغه زیاته کړې: «ما په خپلو سترګو ولیدل، چې طالبانو ښخې او نجونې په څاپېړو وهلې او په کشولو کشولو یې له ځان سره بېولې. طالبان ویل د دې [ښځو او ځوانو نجونو] د کورنۍ غړي د شکایت حق نه لري، ځکه تېره ورځ په ټولو جوماتونو کې اعلان وشو، چې هېڅ یوه ښځه باید په مانتو کې بازار ته را نه شي.»

د سرچینې په وینا، نن له سهاره تر ماښام پورې د ښار په ټولو له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو او څلور لاریو کې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو شتون درلود او د ښځو او ځوانو نجونو جامې یې څارلې.

په ورته وخت یوه ویډیو کې، چې له هرات ښار نه رخشانې رسنۍ ته رسېدلې هم لیدل کېږي، چې د طالبانو د امربالمعروف لږ تر لږه پنځه مامورین په هرات ښار کې د مسافر وړونکو موټرو تلاشي کوي.

همدارنګه په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو دوه سپین رنګه فلانکوچ موټر لېږدوي. سرچینې چې دا ویډیو رالېږلې، تایید کړې، چې طالبانو دا موټر د نیول شویو ښځو او نجونو د لېږد لپاره کارول.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د هرات ښار بېلا بېلو برخو کې حجاب په خاطر د ډېرو ښځو د نیول کېدو په اړه لیکلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هرات کې د طالبانو ځايي ادارې پرون جمعه (د غبرګولي ۱۵ مه) په یوه غونډه کې پرېکړه کړې، چې سر له شنبې (نن ورځ) به ټولې هغې ښځې او نجونې، چې چادرۍ او مخ بند نه لري او له تنګو جامو او سینګار سره بازار او عامه سړکونو ته» راوځي ونیسي او زندان ته به یې ولېږدوي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه