د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې یوه ښځه او سړی د «نامشروع اړیکې» په تور وژل شوي

7 جون 2026
ننګرهار کې یوه ښځه او سړی د «نامشروع اړیکې» په تور وژل شوي

رسانه‌ی رخشانه

ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، د دې ولایت کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه ښځه او سړی د «نامشروع اړیکې» په تور د ښځې د ورور له خوا وژل شوي دي.

رخشانه: ننګرهار کې دوه سیمه ییزه سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا پېښه د تېرې اوونۍ پنشنبې (د غبرګولي ۱۴مه) د کوزکونړ ولسوالۍ د خېوې «بازارک» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې په وینا، ښځه او مېړه دواړه متآهل وو او د نامشروع اړیکې په تور، د ښځې د ورور له خوا په مرمیو وژل شوی دی.

دا ښځه او سړی د ناموسي مسائلو په دلیل وژل شوي دي.
د دې دوه کسانو د عمر او هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د سیمې یو تن اوسېدونکي د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د دې ښځې او سړي تر وژل کېدو وروسته، د هغوی کورنۍ د جګړې لپاره چمتو شوي وو، خو د ځايي مخورو په منځګړیتوب د جګړې له رامنځ ته کېدو مخنیوی وشو.

له بل لوري ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د دې پېښې د پخلي تر څنګ وايي، په وژنه تورن کس نیول شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې ناموسي وژنې او جنايي پېښې بې مخینې زیاتې شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هر کال د هېواد په یو شمېر سیمو کې، لسګونه ښځې او نجونې د هغه څه په دلیل چې «ناموسي مسائل» بلل کېږي، د کورنۍ د غړو او یا د خپلوانو له خوا وژل کېږي.

د رخشانې رسنۍ د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۱۷ ښځې او نجونې د کورنیو قتلونو، د بېوزلۍ له امله د ځان وژنې او له جبري واده څخه د تېښتې قرباني شوې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه