د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هرات د جبرییل لاریونیانو ځپل، لیندسي د طالبانو د ځواب ویلو غوښتنه وکړه

9 جون 2026
لیندسي: د طالبانو د زوجینو جلاوالي اصولنامه یو ځپوونکی محدودیت دی

د هرات جبرییل ښارګوټي کې د یو شمېر لاریونیانو تر ځپلو، ټپي کېدو او نیولو وروسته، د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي د طالبانو د ځواب وینې غوښتنه کړې ده.

رخشانه: لیندسي نن ماښام (سه شنبې د غبرګولي ۱۹ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، «د هرات د [جبرییل] ښارګوتي پر واټونو د زور کارولو له راپورونو سخت اندېښمن یم.»

هغه د «تاوتریخوالي د کمېدو، بیان آزادۍ ته د درناوي او د هر ډول غیرقانوني زیان» په اړه د [طالبانو] د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.

نن سهار د هرات په جبرییل ښارګوتي کې ځايي سرچینو رخشانې رنۍ ته ویلي و، چې د دې ښارګوټي لسګونه تنه اوسېدونکو، د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور د ښځو د نیولو په غبرګون کې اعتراضي غونډه کړې وه.

د سرچینو په وینا، د دې اعتراضي غونډې د جوړېدو په جریان کې طالب ځواکونو د لاریونیانو د ځپلو او پاشلو لپاره، پر هغوی مخامخ ډزې وکړې او لږ تر لږه درې تنه یې ټپیان کړل.

په هغه ویډیوګانو کې په ټولنیزو شبکو خپرې شوې لیدل کېږي، چې طالب ځواکونه د لاریونیانو پر لور مخامخ ډزې کوي.
عیني شاهدانو ویلي، دا اعتراضي غونډه له څو ساعتونو وروسته او د طالبانو د ځانګړې قطعې د ځواکونو په رسېدو سره پای ته ورسېده. د عیني شاهدانو په وینا طالب ځواکونه اوس کوڅه په کوڅه د لاریونیانو د نیولو په لټه کې دي.

د هرات جبرییل ښارګوټي کې د لاریونیانو ځپلو په پراخه کچه د خلکو، بشري حقونو د بنسټونو، له هغې جملې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ غبرګونونه راپارولي دي.

بنټ نن ماسپښین د دې پېښې په غبرګون کې لیکلي «هرات کې د سوله ییزه لاریونونو په وړاندې له حده زیاتې زور کارونې څخه په ژوره توګه اندېښمن یم.»

هغه پر دوام لیکلي: «اوس د دې وخت رارسېدلي، چې تاوتریخوالی کم شي، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بیان آزادۍ ته درناوی وشي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

بنټ د [هرات د جبرییل ښارګوټي لاریون کوونکو] ته د زیان رسېدو د مخنیوي غوښتنه کړې وايي، د تاوتریخوالی عاملین باید وپېژندل شي او طالبان باید ځواب و وايي.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه